افغانستان

دښځينه سوداګرو د ظرفیت لوړونې په پار هڅې

د اسلامي امارت تر بیا واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی چې یو شمېر افغانې سوداګرې مېرمنې د خپلو محرمینو په شتون کې بهر ته سفر کوي.
ویل کیږي چې دغه مېرمنې ترکمنستان ته رسېدلي او هلته یې له ترکمنو ښځينه سوداګرو سره یو لړ هوکړې لاسلیک کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په قول، ۱۵ ښځينه سوداګرو له خپلو محرمو سره د ترکمنستان په سفر تللي او هلته یې یو شمېر سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې دوی هڅه کوي، د ښځينه سوداګرو د ظرفیت لوړونې او د هغوی تولیداتو … 3مخ

ته د نړیوالو بازارونو په موندنه کې هلې ځلې وکړي. ورته مهال د ښځینه سودا ګرو د مدیره پلاوي غړې فلوران ویلي، چې دوی په دې سفر کې د ترکمنستان له ښځینه سوداګرو سره وکتل او یو شمېر هوکړه لیکونه یې ور سره لاسلیک کړل. اغلې نوري زیاتوي، چې دوی په دې سفر کې د تاجکستان له ولسمشر او دغه رنګه د سوداګرۍ له وزیر سره هم ولیدل.
د یادولو وړ ده چې اوسمهال په هیواد دننه ګڼې مېرمنې پر سوداګرۍ او نورو حرفو بوختې دي چې د افغان حکومت له پوره ملاتړه برخمنې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *