ټولنه اوکلتور

دکتاب او تدریس رښتينی عاشق شېخ صاحب نعمت الله نعماني رحمه الله

د ۱۴۴۵هـ کال د جمادی الثاني مياشتې ۲۸مه چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ ۱۱مه ورځ وه، د شيخ صاحب نعمت الله نعماني(رحمه الله رحمة واسعة) د مرګ ناڅاپي غږ او دردونکې غمجنې مړينې په ټولو علمي کړيو کې لوی ماتم جوړ کړ او ټول يې زيات غمجن کړل او په ځانګړي ډول د نوموړي وړې دورې يونيم سل طالبان يې ډېر پرېشانه شول،ځکه ډېر ژر لاړ، په ځوانه ځوانۍ کې د خپل ژوند څلور پنځوسم تلين(۵۴کلنۍ)کې له موږ ډېر ژر بېل او د آخرت لاره يې ونيوله.
شېخ صاحب مرحوم د تدريس د ډګر لوی پاچا، د کتاب رښتینی عاشق او په کتاب مين ملا و، له کتاب او درس سره يې زموږ د پخوانو علماوو رح غوندې بېدرکه جوړه وه، له پګړۍ تړلو وروسته يې خپل کامياب تدريسي سفر پيل کړ،په متواتر ډول يې دېرش کاله کې په جلا وطنۍ کې داسې کامياب تدريس وکړ چې سر او کال به يې درس روان و ،له تدریسه به يې خوند اخيست، ګيره د کتاب مطالعې او تدريس ته سپينه کړه او خپله تدريسي علمي مشغله يې درست ژوند په ډېره مينه، ولوله،بشپړه پابندي او پوره دلچسپي د مرګ ترشېبو پورې وپالله.
هغه خپلې علمي متاع ته دومره د ارزښت په سترګه کتل چې له تدریس پرته يې بله مشغله وه نه پالله،د تدريس مينه او د محبت جذبه يې دومره ډېره زياته او شديده وه،چې ستړیا او ناروغتیا يې نه پېژنده، په جلا وطنۍ انسان طبعاً د پردېسۍ له ستونزو سره لاس و ګرېوان دي ؛خو د نوموړي علم سره محبت دومره زيات و،چې په زړه کې يې د علم بله ډېوه د پرديسي توب (مهاجرت) بادونو او ستونزو هم نه شوای وژلای، درس هېڅ قضايي نه لرله او ايله دری ورځې يې مرګونی ناروغۍ کې ترې حديثو درس قضا شو،خپل شاګردان يې هم د علم او کتاب په سوچه مينه او عشق وروزل او هغوی ته يې د دغې مينې ښه عملي روزنه وکړه.
اوس چې شيخ صاحب مرحوم له موږ سره نشته بايد د نوموړي له تدریسي ژونده ګټه واخلو او هغه څه چې د نوموړي له تدريسه موږ ته په لاس راځي هغه لاندې څو ګټورې خبرې دي چې موږ د خپل تدريس په بريالي کولو ډېر ګټه اخسیتی شو:
لومړی مهمه خبره داچې شېخ صاحب علم او ملايي پختن ته رسېدلی و :(نضح و احترق علمه) او د ملایۍ د پختن دوه عمده وجې يې وي ؛لومړی لويه وجه يې داوه،چې د شپې به يې سباني درس ته ټول عمر ښه خواري ايسته، دوهمه وجه يې داوه،چې د خپل تدريس په ۳۰ کلنه موده کې يې له صرف بهایي څخه تدريس پيل کړ،په کرار او تدريج تربخاري شریف پورې ورسېده.
دغو خواريو او تدریج د نوموړي د علم په پختن کې لوی نقش درلود، د مدرس د ناکامۍ لويه وجه يا دا وي،چې کتاب کې خواري نه کاږي او ياهم په کتاب سم نه پوهېږي او ياهم تر درس لاندې کتاب حق سم نه شي ادا کوی داسې چې ترسويې يې پورته وي او ډېر ترې مشر وي او ښه سم ،زور یې پرې نه رسېږي ؛نودرس کې خبره وژويي ځکه يې سوړ پوړ ، پيکه او بې مزې وي .
دوهمه مهمه خبره داچې شېخ صاحب مرحوم به خپل درس د غونډې او ياهم د جلسه د مقرر او ويناوال په طرز نه کاوه چې يواځې خپل تقرير ته يې پام وي او هغه د بادب کوي له بده مرغه يې خپل طالب ته هېڅ پام نه وي، شيخ صاحب مرحوم داسې نه و هغه سره د طالب پوهې ډېر غم او ندېښنه وه چې څه ډول طالب په کتاب پوهه کړي؟ هسې نه چې ورځ ضايع نه شي، د همدې مقصد لپاره به يې په خپله هم وېښ درس وايه او طالب به يې هم ځان سره وېښ او په اوسنۍ اصطلاح :«انلاين» ساته، نه به يې په نيمايي لاره کې او نه به يې آف لاين کېدو ته پرېښوده ،داسې چې خوب يې يوسي او يا يي چورت بل ځای ته لاړ شي،زموږ پخوانيو استادانو پر موږ د درس په وخت کې په ډېر مينه ناک اندازه غږ کاوه : چې وه ګرانه طالبه له موږ سره يې او که بل چېرې يې ؟
درېيمه مهمه خبره : شېخ صاحب رح به په خپل درس کې ډېر خوشاله او په طبعه به ناست و، په ورين تندي به يې درس کاوه ، د درس پرمهال به يې نه تندی ګونځې او نه به تروش پروش به ناست و.

مفتي حبیب الله قاسمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *