افغانستان

دکرنې او مالدارۍ مرستیال: دکوکنارو کښت ختم شوی؛ بدیل یې باید دود شي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د نوي مالي کال د اړتیاوو ارزونې او د بودیجې د تخصیص په ځانګړې غونډه کې وویل: «په هېواد کې د کوکنارو کښت پای ته رسېدلی، اړتیا ده چې د کروندګرو تر منځ د دې بدیل دود شي.» د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني زیاته کړه: «د نوي مالي کال د بودیجې په تخصیص کې باید د کوکنارو کښت د بدیل لپاره ښه بودیجه په پام کې ونیول شي او بدیل یې باید بزګرانو ته معرفي او ترویج شي.»
زعفران، انجه، پنبه، ګني او طبي بوټي د کوکنارو د کښت ښه بدیل دي، چې د کرنې وزارت له خوا د کروندګرو لپاره معرفي شوي، چې لوړ ارزښت او ښه عاید لري.
په دې غونډه کې، چې د یاد معینیت د ترچتر لاندې ریاستونو چارواکو ګډون کړی و، د ننګونو، وړاندیزونو، د پروژو د پلي کولو پر لومړیتوبونو، د نوي مالي کال لپاره د کافي بودیجې د تخصیص او د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو سکټورونو کې د پروژو د تطبیق پراخ پلان په اړه خبرې اترې او نظرونه تبادله شول.
دا چې د افغانستان ډېری خلک په کرکېله او مالدارۍ بوخت دي، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې په نوي مالي کال کې د کرنې، مالدارۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو په برخو کې بېلابېلې پروژې پلې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *