مقالی اوتبصرې

دکمپنۍ- ګذرګاه د غځېدلي سیند غېږ کې د خځلو انبارونه

د ژوندچاپېریال باید پاک اوخوندي وي دا د هروګړي حق دی او وګړي هم باید الله پ خپل سرحاضراوناظروګڼي، خپل او د نورو لپاره د ژوند چاپېریال ککړنکړي د کابل پر ښارکې سره له دې چې هره ورځ په زرګونوټنه جوټه مواد له دغه ښار اېستل کېږي بیا هم د ښارپه هره برخه د جمهوریت له زمانې را پاته د داسې چټلیو انبارونه لیدل کېږي چې عقل له سره وباسي، دا کوم پروپاګند نه، بلکې هغه بالمشاهده حقیقت دی چې همدا اوس هم د کمپنۍ رانیولې بیا ترګذرګاه پورې د سیند په بسترکې مشهود دی اوهره ورځ یې په سلګونو زره کابل ښاریان ویني، که څه هم زیاته ګناه د همدغه بې پروا ښاریانوده چې دغه انبارونه په خپل ګاونډ کې ویني خو بیا هم ښایي د کابل ښاروالۍ نه وي ورپام شوی او یا دوی ته څوک نه وي عارض شوي خوکه خدای مکړه د پخوانیو وختو په څېرکوم لوی سیلاب راشي نوبستربه یې حتمي له خپل اصلي مسیرنه منحرف اوپه څرګنده به د خلکوپه کورونوکې روان وي ځکه په ځینوځایونوکې ددې چټلیو زړه بوګنونکي انبارونه د سیند له محافظتي دیوالونوڅخه لوړدي.
د کابل ښار د جمهوریت له زمانې، نه یوازې د نظافت په لحاظ ترکلک تهدید لاندې دی بلکې دغه ښارد ډاډمن کانالزاسیون د نشتوالي له امله هم له لوړخطرسره مخ دی ځکه نفوس ورځ د بلې په پرتله زیاتېږي اوهېڅوک د محیطي نظافت رعایت نه کوي اوله کورونو یې د بدرفت نري لښتي د کوڅوپه لور لیکه را وان وي، د نړۍ د ښاروالانوترمنځ په متحد المال ډول دا معقوله موجوده ده چې وایي: هغه ښارچې د کانالیزاسیون سیستم ونه لري، هغه انسان ته ورته کیږی چې زړه ونه لري.په تکرار په دې حقیقت بیا هم را تکیه کېږو چې کابل ښاریان د ښاري اصولورعایت ته پام نه کوي نه د چا خبرې ته غوږ نیسي د رسنیوله لارې د دوی لپاره کوم داسې پروګرامونه نشته چې دوی له ښاري اصولوسره بلد کړي هرڅوک په خپل سر دي، په ځینوځایونوکې بیا معمول دی چې د بد رفتونومازاد اوبه د کوڅواوسړکونو نالیوته راوشړي اوهغه بیا د موانعوله امله پټم ځکه په چټکۍ سره نه شي تلای نو ځکه یې په هرځای کې زړه بوګنونکی بویونه جوړکړي وي، ښه مثال یې په قنبرڅلورلاري کې د دعوت د خصوصي پوهنتون د لمرپرېواته ردیف کوڅې دي چې د ټولې منتنې اوبه یې یوې داسې ویالې ته منتهي کېږي چې تر کارته مامورین پورې یې ښاري ککړتیا را منځ ته کړې چې دا د نظافت او روغتیا له پلوه د کابل ښارته ترټولوستره ننګونه ده چې نه یوازې د دې محل اوسېدونکي ترې په عذاب دي بلکې د عابرینود حیرانتیا سبب هم ګرځېدلې ده .
څلورنېمې لسیزې ترمخ د کابل ښارکانالیزاسیون په ډیره آسانۍ اوتقریبا لږ لګښت سره جوړېده خو د یوې سروې له مخې اوس ۱۱ ملیارد ډالروته اړتیا ده چې په ټول کابل ښارکې د کانالیزاسیون سیستم عیارشي په دې خبره یوځل بیا را تکیه کېږو چې ترهرڅه لومړی باید د خلکوترمنځ د ښاري ژوند د فرهنګ ترویج ته وده ورکړل شي او ښاریان ټول په لطایف الحیل له ښارې ژونداوښاري فرهنګ سره بلد کړل شی څوهرڅوک لومړی دخپل چاپیریال اوبیا د ښارپاک ساتلوپه اړه د مسؤلیت احساس ولري دغه ترویج ته لاسرسی به تربل هرڅه د رسنیو (تلویزیون، رادیو، ورځپاڼواو پوسترو ) له لارې شونی وي.
دا یادونه یوځل بیا کوو، چې د کابل له ښارڅخه هره ورځ په زرګونوټنه (جوټه ) مواد د کابل له ښارنه د ۳۸ ـ ۵۰ کیلو مترو په ليرې فاصله ایستل کېږي خواصله خبره داده چې د کابل په ښارکې ګڼه ګوڼه دومره ډيره شوې چې دوروستیو ۴۵ کالوپه پرتله څلوربرابره لوړه شوی اوپه تيره بیا په وروستیوشلوکلونوکې چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو نه د هوس اوناکام په ترڅ کې په کابل ښاردکډوالو بهیررا مات شوی دی .
په کابل کې په دولتي رو غتونو سربېره څه کم سل خصوصي روغتونونه اوکلینیکونه هم فعالیت لري چې فضله مواد یې ترټولوخطرناک وي لازمه ده له ښاره ایستلو ته لومړیتوب ورکړل شي ځکه دا فضله مواد د زمان په تېرېدوسره له ازادې هوا سره کمیاوي تعاملات جوړوي اود چاپېریال د خطرناکې ککړتیا سبب کېږي ، دغه فضله مواد باید د ښاروالۍ د تنظیف په محلونوکې وانه چول شي اونه هم دروغتونونوپه خوا پورې د وروسته وړلوپه تکل انبارشي باید سمدلاسه یې په محفوظ ډول چاره وشي .
اسلامي امارت په ډېروتندوهڅوهرکال د کابل ښارپه کلیدی برخوکې په سل هاوو زره نیالګې کښینوي او معلومېږي چې ښاري نظافت ته د جمهوریت د واکمنۍ په پرتله په لوړه کچه ژمن دي خوهیله ده چې ښاري ککړتیا له هغه جزیروهم ځانونه خبرکړي چې ددوی له سترګوآلونیه اوپاس ترې یادونه وشوه .
بله ستونزه په کابل ښارکې دکوڅه ډب سپیو ډېروالی دی چې د کابل ښارد خلاصون لپاره ښاروالی ددې په ځای چې هغه په یواوبل ډول ووژنې چې دا د ژوندیو حیواناتوپه حق یو ډول جرم ثابېتېږي، ښه به دا وي چې دغه سپی عقیم کړل شی ترڅود تناسل اوتوالد سیستم یې ختم شي اود وخت په تیریدوسره دا ستونزه پخپله کنترول شي. د ځینو کارپوهانوپه باورچې کابل د نړی له ککړو ښارونوڅخه دی دا خبره ځکه د منلو نه ده چې د نړۍ لومړني آلوده ښارونه د اوکراین ، چرنوبیل ، دومنکین اودنیویارک ښارونه دي ځکه په دغه ښارونو کې ډیرې قوي تولیدي فایریکې موجودې دي چې ددغه ښارونو هوا او فضا یې په داسې آلوده ګازونو لړلې ده چې هره شېبه ژوند پکې د مرګ ترتهدید لاندې دی ، په کابل کې فابریکې نشته اوآلودګي یې طبیعی بڼه لري چې ژرکنترول
کیدای شي.)

حیا ت الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *