افغانستان

دکندهار دکرنې رییس: د پنجوايي د ټولو دولتي ځمکو ارزونه دې وشي

دکندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي پنجوایي ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولسوالۍ له سیمه ییزو چارواکو او دکرنې ادارې له چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل او پر یوشمېر مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه، چې د پنجوایي ولسوالی د کرنې په مدیریت کې دائره شوې وه، دکندهار دکرنې رییس الحاج مولوی فضل الباري فضلي ددې ولسوالی چارواکو ته سپارښتنه وکړه، چې د پنجوایي ولسوالۍ په کچه دې د ټولو امارتي ځمکو څارنه او ارزونه ترسره او غصب شوي ځمکې دې بېرته راوګرځوي.
ښاغلی فضلي دغه راز ددې ولسوالی له چارواکو وغوښتل، چې د عشر او زکات په هکله خلکو ته عامه
پوهاوی ورکړل شي او له خلکو سره په نرمښت او مناسب چلند وکړي.
مولو فضل الباري فضلي زياته کړه چې په یاده برخه کې دې د خلکو سره همکاري وشي او خلک وهڅول شي، تر څو خپله اسلامي او ایماني وجيبه ترسره کړي.
د کندهار دکرنې رییس دغه راز ددې ولسوالی د ځنګلونو او طبیعي سرچینو پر ساتنه هم ټینګار وکړ او له چارواکو څخه یې وغوښتل، چې د ځنګلونو د پرې کولو مخه دې ونیسي
په همدې حال کې د یادې ولسوالی چارواکو د کندهار دکرنې رییس ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د یادو موضوعاتو په برخه کې نه ستړې کېډونکي هلې ځلې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *