افغانستان

د اتحاد جریدې عواید ۳ برابره زیات شوي

د بغلان د اتحاد جریدې د اعلاناتو عواید د تېرکال په پرتله درې برابره زیات شوي دي.
د بغلان د اتحاد جریدې مدیرمسوول سید عبدالله سادات د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د روان کال په بهیر کې د اتحاد جرېدې د اعلاناتو له درکه ۱ میلیونه ۷۶ زره ۵۵۰ افغانۍ راټولې او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرکال عواید څه باندې ۳۵۰ زره افغانۍ و چې د سږ کال عواید د تېر کال په پرتله ۳ برابره زیاتوالی ښيي. په ورته وخت کې د اتحاد جرېدې د بغلان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د خپرونو لومړنۍ چاپي خپرونه ده، چې له څه باندې سلو کلونو راهيسې د اطلاعاتو په برخه کې فعاليت لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *