افغانستان

د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزې ارزول شوې

له پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو د عمومي وضعیت د ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې په پار لوړ پوړې پلاوی کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت سرپرست والي حاجي ملاصاحب سره د سپین بولدک له لارې د اجباري راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او لنډمهاله کمپونو جوړولو په پار خبرې اترې وکړې.
دکندهار سرپرست والي حاجي ملا صاحب سره د غونډې په ترڅ کې په اجباري توګه ایستل شویو د راستنېدونکو عمومي حالت ته د رسېدنې په موخه لوړ پوړي پلاوي د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوی فضل الباري فضلي او د الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین په مشرۍ، د مولوي سید احمد مستقیم د کلیو پراختیا وزارت مرستیال، مولوي احمد شاه ذهین پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو آمر او د مولوي محمد صالح آخندزاده د افغاني سرې میاشتې ټولنې استازي شتون درلود.
په دې کتنه کې، د کمېسیون مشر او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد وویل؛ دوی د کندهار سپین بولدک ولسوالی ته د سفر په لړ کې د صفري نقطې څخه لیدنه وکړه، په یاده ولسوالۍ کې یې له ولسوال، امنیه قومندان او کمېسار سره ګډ غونډه وکړه، چې په یاده غونډه کې د کډوالو پر تخمیني شمېرو ترڅنګ د کډوالو پر اړتیاوو؛ لکه: سایوان، اوبه، تشنابونو، روغتیا، خوړو، ترانسپورټ او د کمپ ځای معلومولو اړوند هر اړخیزه بحث او خبري وشوې. د نوموړي په خبره؛ کمېسیون د کمپ لپاره په دغه ولسوالۍ کې بېلابېلې سیمې وکتلې، چي په پایله کې د وت غره ته نږدې د سړک پر غاړه غرب اړخ ته شاوخوا شپږ سوه جریبه مځکه وټاکل شوه، چې ولایتي کمېټه باید د دې کمپ پر جوړولو او دغه راز د هرډول اسانتیاوو او خدماتو چمتو کولو په موخه عملاً ورباندې کار پيل کړي.
په همدې حال کې د کندهار سرپرست والي حاجي ملاصاحب له دوی ټولو څخه ځانګړې مننه وکړه او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې وړاندې کړ او ویې ویل:«د مرستیال والي په مشرۍ ولایتي کمېټه به ستاسې سره په همغږۍ ټولې چارې مخته وړي.» هغه دغه راز غوښتنه وکړه، ترڅو لنډمهاله کمپ د ډېرو کډوالو کورنیو لپاره جوړ کړي او هم ورته د ژوند کولو ټولې اړتیاوې ور پوره کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *