دینې لیکنې

د اخلاص سورت فضایل دویمه برخه

۸ ــ عن أنس بن مالک عن رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّم قَالَ: من قرأ: (قُلْ هْوَ …)خمسین مرة غُفرت له ذنوب خمسین سنة.
(الدارمی فی السنن رقم الحدیث: ۳۴۳۸)
ژباړه: حضرت انس بن مالک رض له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛ چاچې د اخلاص سورت پنځوس ځلې ولوست نو هغه ته به د پنځوسو (۵۰) کلونو صغیره ګناهونه معاف شي.
۹ ــ عن أنس قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: من قرا فی یوم: (قُلْ هْوَ …)
(مسند أبی یعلی (۶ / ۱۰۳))
ژباړه: له حضرت انس رض څخه روایت دی، وايي: رسول الله (ص) وویل: چا چې په یوه ورځ کې ۲۰۰ ځلې (قُلْ هْوَ…) ولوست، که په ده باندې دین (د چا حق) نه و؛ نو الله (ج) به ورته ۱۵۰۰ نیکۍ ولیکي.
۱۰ ــ عن أنس قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: من قرأ: (قُلْ هْوَ…) مائتی مرة، حط الله عنه ذنوب مائتی سنة. (رواه ابن الضریس فی فضائل القرآن، رقم الحدیث: ۲۶۷)
ژباړه: له انس (رض) څخه روایت دی، چې نبي علیه السلام وویل: که چا ۲۰۰ ځلې (قُلْ هْوَ…) ولوست؛ نو الله (ج) به یې د ۲۰۰ کلونو ګناهونه محوه کړي.
۱۱ ــ حدثنا عبدالرحمن، حدثنا زید بن الحباب، حدثنا مالک بن مِغول، حدثنا عبدالله بن بُرَیدة، عن آبیه: أنه دخل مع رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ المسجد فاذا رجل یصلی، یدعو یقول: اللهم، انی أسألک بأنی أشهد أن لا اله الا أنت الأحد الصمد الذی لم یلد ولم یولد ولم یکن له کفوا أحد. قال: ((والذی نفسی بیده، لقد سأله باسمه الأعظم، الذی اذا سئل به أعطی، واذا دعا به أجاب))
(سنن النسائی الکبری کما فی تحفة الأشراف للمزی (۲/۹۰) وسنن ابن ماجه رقم الحدیث: ۳۸۵۷)
ژباړه: عبدالله بن بریده له خپل پلاره روایت کوي، وايي، چې: هغه له رسول الله (ص) سره جومات ته ننوت، یو سړي لمونځ اداء کولو، دعا یې کوله، ویل یې: اې الله! زه له تا نه سوال کوم او زه شاهدي وایم، چې (له تا پرته هېڅوک د عبادت وړ نه دی، ته یو یې، بې نیازه یې، ته هغه ذات یې، چې نه دې څوک زېږولي، نه له چا زېږېدلی یې، نه دې مېرمن شته.) نو رسول الله (ص) وویل: قسم په هغه ذات چې زما نفس یې په واک کې دی، ده په اسم اعظم سره سوال وکړ، څوک چې په اسم اعظم سره سوال وکړي؛ نو الله (ج) یې ورکوي او په دې نوم چې دعا وغواړي؛ نو الله (ج) یې قبلوي.
۱۲ ــ عَنْ اَنَسْ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ مَنْ قَرَأَ کُلَّ یَوْمٍ مِائَتَیْ مَرَّةٍ (قُلْ هْوَ…) مُحِیَتْ عَنٌهُ ذُنُوْبْه‘ خَمْسِیْنَ سَنَةً اِلاَّ اَنْ یَّکُوْنَ عَلَیْهِ دَیْن.
(أخرجه الترمذی فی فضائل القرآن، باب ماجأء فی سورة الاخلاص ۲ / ۱۳۳)
ژباړه: له انس (رض) څخه روایت دی،چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چا چې هره ورځ ۲۰۰ ځلې (قُلْ هْوَ…) ولوست؛ نو د ۵۰ کلونو ګناه به یې معافه شي؛ خو چې د چا قرض (حق) پرې نه وي.
۱۳ ــ عَنْ اَنَسْ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَرَادَ اَنْ یَنَامَ عَلی فِرَاشِه فَنَامَ عَلی یَمِیْنَه ثُمَّ قَرَأَ: (قُلْ هْوَ…) مِائَةَ مَرَّةٍ فَاِذَا کَانَ یَوْمَ الْقِیَامَةِ یَقُوْلُ لَهُ الرَّبُ تَبَارَکَ وَتَعَالی یا عَبْدِیْ أدْخِلْ عَلی یَمِیْنِکَ الْجَنَّة.
(أخرجه الترمذی فی فضائل القرآن، باب ماجأء فی سورة الاخلاص ۲ / ۱۳۳)
ژباړه: له حضرت انس (رض) څخه روایت دی، وايي: رسول الله (ص) وویل: چا چې اراده وکړه، څو په خپل ځای ویده شي او په ښي اړخ څملاست او بیا یې (قُلْ هْوَ…) سل ځله ولوستلو؛ نو کله چې د قیامت ورځ راشي، الله (ج) به هغه ته ووايي: اې زما بنده! په ښي لوري جنت ته ننوځه.
۱۴ ــ عَنْ اَبِی هُرَیْرَةَ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: أَقْبَلْتُ مَعَ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فَسَمِعَ رَجُلاُ یَقْرَأُ: (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد، اَللهُ الصَّمَدُ، لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُوْلَدْ، وَلَمْ یَکُنْ لَّهُ کُفُوَا أَحَد) فَقَالَ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: وَجَبَتْ، فَسَأَلْتُه‘ مَا ذَا یَا رَسُوْلَ اللهِ؟ فَقَالَ: الْجَنَّةُ، فَقَالَ أَبُوْ هُرِیْرَةَ: فَأَرَدْتُ أنْ أذْهَبَ اِلَی الرَّجُلِ فَأُبَشِرَه‘، ثُمَّ فَرِقْتُ أَنْ یَفُوْتَنِی الْغَدَاءُ مَعَ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ ذَهَبْتُ اِلِی الرَّجُلِ فَوَجَدْتُه‘ قَدْ ذَهَبَ.
(البشیر و النذیر، کتاب قرأة القرآن : ۲ / ۵۷۲)
ژباړه: له حضرت ابو هریره (رض) څخه روایت دی، وایي: زه له نبي کریم (ص) سره راغلم، نبي (ص) له یو کسه واورېدل، چې (قُلْ هْوَ…) وايي، هغه وویل: لازم شو! ما وویل: څه لازم شو؟ نبي علیه السلام وویل: جنت. حضرت ابو هریره (رض) وايي: ما وغوښتل چې هغه کس ته ورشم او دا زېری ورکړم، وډار شوم چې له ما به له رسول الله (ص) سره د غرمې ډوډۍ لاړه شي، وروسته چې هغه سړي ته ورغلم ، هغه تللی و، پيدا مې نه کړ!
۱۵ ــ عَنْ معاذ بن انس الجهنی (رَض) قَالَ: قَالَ رَسُوْلِ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ مَنْ قَرَأَ: (قُلْ هْوَ اللهُ أَحَد) عَشْرَ مَرَّاتٍ بَنَی اللهُ لَهُ بَیْتاً فِی الْجَنَّةِ قَالَ عُمَر رَضِیَ اللهُ عَنْهُ اِذَا نَسْتَکْثِرُ قَالَ: اَللهُ أَکْثَرَ وَأَطْیَبْ.
(کنز العمال، کتاب الاذکار: ۱ / ۲۹۸، رقم الحدیث ۲۷۲۸)
ژباړه: له حضرت معاذ بن انس جهني (رض) څخه روایت دی، وايي رسول الله (ص) وویل: چا چې ۱۰ ځلې (قُلْ هْوَ…) ولوست؛ نو الله تعالی ورته په جنت کې کور جوړوي. حضرت عمر (رض) وویل: اې رسول (ص) نو دا خو به ډېره محلونه (کورونه) ترلاسه کړو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: له الله تعالی سره د څه کمی دی او هلته هر شی له غوره
نه غوره وي.

  خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *