افغانستان

د اداري کمېسيون غونډه کې لازم تصميمونه ونيول شول

د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، ‏د اداري کمېسيون ناسته ترسره شوه. باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او کانونو او پټروليم وزارتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول.او په اړه یې لازم تصميمونه ونيول شول.‏د غونډې په پاې کې، د کورنيو چارو، عدليې او شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو، د چارو ادارې لوی رياست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې د موضوعاتو د لا زیاتې… 7مخ

ارزونې په موخه، جلا کمېټو ته دنده سپارل شوې چې تر هر اړخيز تدقيق وروسته يې راتلونکې ناستې ته وړاندې کړي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *