
افغانستان
د اداري کمېسيون په غونډه کې د وزارتونود ستونزو پر حل خبرې وشوي
د رياست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ، د اداري کمېسيون غونډه جوړه شوه.باختر آژانس ته د رياست الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې د روغتونونو او خصوصي روغتيايي مرکزونو ستونزو په اړه د عامې روغتیا، صنعت او سوداګرۍ، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پر موضوعاتو بحث وشو او هغه يې په هر اړخيز ډول وارزول او په تړاو يې لازم تصميمونه ونيول شول.همدا رنګه، په ياده غونډه کې د ماليې وزارت د اړوندې موضوع د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوې
ده.