تاریخ او جغرافیهلیکنې

د اربکېزم فتنه !

۱۳۸۹/۹/۱۶ هجری لمریز کال
امریکایي ښکېلا کګرو دجهادي خوځښت دغلې کولو لپاره له بېلابېلو دسیسو اوپلانونو څخه کارواخیست . یوه ترټولو خطرناکه طرحه یې د سیمه ییزو ولسي وګړو مسلح کول وو چې دوی ورته محلی پولیس او خلکو ورته اربکیان ویل.
د اربکېزم پروژه مستقیم دامریکایانو لخوا حمایه ، تنظیم اوتمویلېدل دا پروژه دامریکايي قواوو دقوماندان جنرال پټیروس ابتکاروو چې په عراق کې يې له کامیابه آزمون وروسته دلته دعملي کولو لپاره ترلاس لاندې ونیول.
دلومړي ځل لپاره اعلان وشو چې په امتحاني شکل به د هېواد په اتو ولسواليو کې داربکي سازۍ پروګرام پیل شي. دا ولسوالۍ په لاندې توګه وې دارزګان ګېزاب اوخاص ارزګان ، دکندهار ارغنداب د هرات شیندنډ دخوست ځاځي د پکتیا ډنډپټان او برمل دفراه پشترود.))
ددې پروژې جزئیات څه داسې وو (( کليوالو ته به په دې نوم چې ګواکې دطالبانو نه خپل دکليو ساتنه کوي، میاشتانه لس زره افغانۍ ورکول کېدلې همداشان رینجر، ثقیل ،راکټ اوکلاشنکوفونه هم ورته توزیع کېدل دخپل عادي ورځنیزو چارو د ترسره کولو سره سره به يې ګزمي اوپېرې هم کولې.))
په لومړيو وختونوکې یې کوم ځانګړي مراکز نلرل خو کله چې د مجاهدینو سره په جګړو کې ښکېل شول نو يې په کليو کې پوستې او مراکز ایجاد کړل، بیا ورته غټې اسلحې لکه دهشتکه او زیکویک هم ورکړل شول.
دفراه ولایت په درېيو ولسواليو کې د اربکېزم پروژه عملاً په کارواچول شوه په پشترود ولسوالۍ کې دمساو کلی، خاک سفید ولسوالۍ کې د خوست کلی اوپه بالابلوک ولسوالۍ کې ددهزکې، شېوان ګراني ، ګنج آباد او کنسک کلی…
څرنګه چې اربکیان سیمه ییز وګړي وه، دمنطقې مجاهدین يې پېژندل او ددوی دلارو اوتګ راتګ لوری يې په آسانۍ سره معلومولای شونو په لومړيو وختونوکې يې دمجاهدینو په فعالیتونو کې دپام وړخنډونه اومشکلات رامنځته کړل.
دفراه ولایت د اربکیانو په تشکیلاتوکې کې ترټولو ډېرظالم اووحشي صفته دخاک سفید ولسوالۍ دخوست دکلي وه چې د (خاک سفید ولسوالۍ) هم ددوی په ولګه کې وه اوقوماندان يې دعبدالغني په نوم وو ( چې وروسته دفراه په مرکز کې په یوه غلچکي برید کې ووژل شو)
دا اربکیان ترډېره دمجاهدینو ،ولسي وګړو او دهرات ،کندهار لویه لاره تېریدونکو مسافرو لپاره سرخوږي وو ځکه دخوست سیمې د ختیځ لخوا وعمومي سړک ته لاره لرل. د فراه او هرات دمجاهدينو تک راتګ يې ستونزمن کړی وو، همداشان دخاک سفید ولسوالۍ مرکز چې دمجاهدینو لخوا فتحه شو نو دخوست جنوب پلو په یوه دښته کې د (خارۍ) په نوم دخشک آبې پخواني رباط (زړې کلا)کې د ولسوالۍ ودانۍ ځای په ځای شوه چې بیا يې هم ترډېره لامل همدا اربکیان وه.
په فراه کې دبالا بلوک دشېوان کلی اربکیان ډېر ژر دمجاهدینو لخوا وځپل او له پښو وغورځول شول.
دپشترود دمساو کلي له اربکیانو سره (چې دایجاد لامل يې منشي حبیب و) هم څو ځله خونړۍ نښتې وشوې چې له ډېرو تلفاتو او زیانونو وروسته ددعوت ارشاد، قومي مخورو اوساداتو سره په تفاهم يې سیمه پرېښودله.
همداډول دکنسک، ګراني اوګنج آباد داربکیانو سره سختې نښتې او جګړې وشوې چې په کې بې شمېره اربکیان قتل سول. د دهزکې کلي اربکیان بیا دکړۍ له تنګېدا وروسته بیا هم دیوه تفاهم له مخې له سیمې ووتل.
ترټولو وروستي هغه يې دخاک سفید اربکیان وه چې دمجاهدینو سره یې سختې جګړې وکړې او بالآخره ددې لويې فتنې خاتمه د مجاهدینو لخوا د خوست کلي په تصفیوي عملیاتو سره وسوه چې په ۱۳۹۷/۸/۲۱هجري لمریزکال د یکشنبې په شپه مجاهدينو پرې پراخ عمليات وکړل او څه باندې ۴۰ تنه اربکېان يې په کې ووژل، درې ورځې وروسته په ۱۳۹۷/۸/۲۴هجرې لمریز کال دخاک سفید ولسوالۍ انتقالي مرکز چې دهرات کندهار پرعمومي سړک دفراه رود ولسوالۍ دټولې په سیمه کې ځای په ځای شوی وو دنفوذي مجاهدینو لخوا له داخل نه برید پروشو چې دلته هم دخوست داربکیانو دغټو قوماندانانو په شمول ۲۸ عسکر ووژل شول.
اوپه دې سره دتل لپاره دامریکايي جنرال پیټروس دنفاق اوکرکې تخم (اربکېزم) دفراه په ولایت کې پای وموند او زموږ وطنوال يې له شر نه په امن کې شول.

مولوی مهاجر فراهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *