افغانستان

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج د فریضې اداء کوونکو ته خبر ورکړی، چې د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال چې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال سره سمون خوري، د حاجیانو د اسنادو د ترتیب او نهايي کولو په خاطر، د حج د لګښتونو د بشپړې تحویلۍ بهیر سر له چهارشنبې ۱۳/شوال المکرم/ ۱۴۴۴هـ ق مطابق ۱۳/ ثور/ ۱۴۰۲ هـ ش نېټې څخه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي.
د لګښتونو د جدول له مخې د اهل تسنن حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۲۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۳۴۰۰۵۰.۰۲) افغانۍ او د اهل تشیع حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۷۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۳۴۴۳۸۲.۶۲) افغانۍ ټاکل شوی دی.
له ټولو هغو حاجیانو څخه چې د (۱۴۰۲ هـ ش) کال لپاره ورته نوبت رسېدلی او لومړی قسط یې تحویل کړی، په درنښت هیله کېږي، چې د خپل دویم او وروستي قسط د تحویلولو لپاره له خپلو اړوندو اسنادو او لاندې مقدار پیسو سره حاضر شي:
۱ـ هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۱۰۰۰) زر امریکایي ډالر تحویل کړي، له (۲۹۲۴.۴۱) امریکایي ډالرو، معادل (۲۵۳۴۰۰.۱۲) افغانۍ.
۲ـ هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۵۰۰) پنځه سوه امریکایي ډالر تحویل کړي (۳۴۲۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۲۹۶۷۲۵.۱۲) افغانۍ له ځان سره راوړي.
۳ـ د اهل تشیع هغه حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۱۰۰۰) زر امریکايي ډالر تحویل کړي (۲۹۷۴.۴۱) امریکايي ډالر، معادل (۲۵۷۷۳۲.۶۲) افغانۍ او هغه اهل تشیع حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۵۰۰) امریکايي ډالر تحویل کړي (۳۴۷۴.۴۱) امریکايي ډالر، معادل (۳۰۱۰۵۷.۶۲) افغانۍ له ځان سره راوړي.
۴ـ د اداراتو او فوق العاده سهمیې محترمو حاجیانو چې تر اوسه یې هېڅ پسسې نه دي تحویل کړې باید د حج د اداء کولو ټولې پیسې په یو ځل د لګښتونو د جدول له مخې د اهل تسنن حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۲۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۳۴۰۰۵۰.۰۲) افغانۍ او د اهل تشیع حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۳۹۷۴.۴۱) امریکایي ډالر، معادل (۳۴۴۳۸۲.۶۲) افغانۍ کېږي تحویل کړي.
د حج محترم متقاضیان کولای شي چې د روان کال د شوال المکرم د میاشتې له دیارلسمې نېټې څخه چې د ثور میاشتې له دیارلسمې نیټې سره برابره ده، د خپلو اسنادو سره او یا د هغې اداراې څخه یو رسمي مکتوب په راوړلو سره چې سهمیه ورته ورکړل شوې ده، د خپل نوبت سند، د تذکرې اصل او کاپي او د پاسپورټ د درلودلو په صورت کې د پاسپورټ له رنګه کاپي سره، د کابل د دوویشتو ناحیو حاجیان دې د زړو مکرویانو د ملي بس څلور لارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع ته او د ولایتونو حاجیان دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ولایتي ریاستونو ته مراجعه وکړي؛ تر څو د دوی د حج د لګښت پيسې د تعرفې له مخې اړوندو بانکونو ته وسپارل شي او د دوی د سفر اسناد طی مراحل، تعقيب او بشپړ شي.
د حج له ټولو محترمو متقاضیانو څخه په درنښت هیله کیږي، چې د خپلو پیسو د تحویلۍ، د پاسپورټونو د سپارلو او یا بایومټریک لپاره هر څومره ژر چې کیږي اقدام وکړي او د خبرتیا د خپریدو له نیټې څخه د ( ۱۳ ) ورځو په موده کې (د شوال المکرم میاشتې تر ۲۵ نیټې پورې) باید خپل کارونه بشپړ کړي.
یادونه:
الف : د کابل ولایت د ولسوالیو حاجیان دې د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.
ب : هغه حاجیان چې مخکې تنظیم شوي او برېښنایي پاسپورټونه لري، له ۴ قطعې اوسني ۴/۳ عکسونو سره، چې سپین بګرونډ ولري، حاضر شي.
ج: هغه حاجیان چې مخکې تنظیم شوي، خو برېښنایي پاسپورټونه نه لري، له ۶ قطعې ۴/۳ او ۲ قطعې ۵/۴ عکسونو سره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوند د کابل ښار د نواحیو حاجیان د حاجیانو مجتمع ته او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته ژر تر ژره مراجعه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *