افغانستان

د اريانا هوايي شرکت رئیس: حاجيانو ته لا زياتې اسانتياوې برابروو

شریعت: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دکتور مولوي نور محمد ثاقب د اریانا افغان هوايي

شریعت: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دکتور مولوي نور محمد ثاقب د اریانا افغان هوايي شرکت له رئیس مولوي رحمت الله آغا سره تیره ورځ په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې په ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
همدا راز د ياد شرکت د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې يې د تېر کال د تجربو څخه د ګټې اخیستني په اړه هم خبرې وشوې.
د اریانا افغان هوایي شرکت رئیس په دغه کتنه کې د شته وړتياوو او اسانتیاوو او په راتلونکي حج کې د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه سرپرست وزير ته هر اړخیز معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د حاجيانو لېږد سوداګري نه، بلکې ديني او وظيفوي مکلفيت دی.
نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه، چې حاجيانو ته د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو هڅه کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *