
د ازبیک سوداګریز پلاوی سره د ملا عبدالغنی برادر لیدنه
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري لوړ رتبه امارتي مسولینو د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۷مه د ازبیکستان لومړي وزیر د مرستیال جمشید خوجه ییوف په مشري له راغلي ازبیک پلاوي سره لیدنه وکړه.
په دې پلاوي کې د کرنې، انرژۍ، اوبو مدیریت، کانونو او ترانسپورټ وزیرانو په.ګډون د بېلا بېلو سکټورونو استازو حضور درلود.
په دې لیدنه کې دواړو لورو په سوداګریزو، ترانزیټي او اقتصادي اړیکو سربېره د رېل پټلۍ، ترانسپورټ، افغانستان کې د کانونو فني استخراج، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه په ازبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د لوړو زده کړو زمینې برابرولو په اړه هراړخیز بحث وکړ.
ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان او ازبیکستان د تاریخ په اوږدو کې دوه ښه ګاونډي هېوادونه پاتې شوي او هر وخت یې په امنیتي، سیاسي او اقتصادي برخو کې له یو بل سره همکاري کړې ده.
د محترم ملا صاحب په خبره، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړپوړو پلاوو تګ راتګ ښيي، چې زموږ دوه اړخیزې اړیکې د لا پراختیا په حال کې دي او په دې سره به وتوانېږو، چې د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ښه پرمختګونه ولرو.
محترم ملا صاحب زیاته کړې، چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ غواړي د سیمې په ترانزیټ کې مرستندوی رول ولوبوي او د دې موخې ترلاسه کولو لپاره مو د لویو لارو پر بیارغونې سربېره لازمې اسانتیاوې برابرې کړې، چې دا به د سویلي او مرکزي اسیا هېوادونو په نښلولو کې ارزښتناک رول ولوبوي.
دغهراز د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان د مرکزي اسیا هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په موخه د ازبیکستان له مسیرونو څخه زیاته استفاده کوي.
په دې مسیر کې د افغانستان پر محمولو باندې ترانزیټي فیس د نورو مسیرونو په مقایسه لوړ دی، چې موږ یې د کمېدو غوښتنه کوو.
د محترم ملا صاحب په خبره، ددې لپاره چې افغانستان او ازبیکستان د سوداګرۍ متوازن بېلانس ولري ښه ده، چې ازبیکستان ته د افغانستان صادرات د پام وړ زیات شي او په دې برخه کې ازبیکستان د افغانستان لپاره د ځانګړو ترجیحي تعرفو په نظر کې نیولو سره په ځینو مواردو کې له استثنايي دوستانه تعامل څخه کار واخلي.
د ازبیک پلاوي مشر جمشید خوجه ییوف د خپلو خبرو پر مهال ویلي، چې ازبیکستان له افغانستان سره د کرنې، ترانسپورټ، رېل پټلۍ، سوداګرۍ، ترانزیټ، اوبو مدیریت او کانونو په برخه کې ګډې همکارۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې به د دواړو لورو
تخنیکي کمېټې په ګډه سره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ ازبیکستان ته د افغانستان صارداتو د زیاتولو په اړه ازبیک لوري د سوداګرۍ لارې نقشه جوړه کړې، چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه شاوخوا درېیو میلیاردو ډالر ته ورسېږي.
ښاغلي جمشید همدا راز ویلي، چې دوی افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته د وېزو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړې دي، په نېږدې راتلونکي کې به تاشکند کې افغاني محصولاتو نړېوال نندارتون جوړ کړی او چمتو دي، چې ترمذ کې افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ یو لوی مرکز هم وسپاري.
د غونډې په پای کې محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د هرات له زلزله ځپلو سره د ازبیکستان له بشري مرستو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو په لا زیاتوالي ټینګار کړی دی.