مقالی اوتبصرې

د اسـلامي نظـام ګټې!

په ساده ژبه نظام د ترتیب او منظمولو په معنی دی چې د ټولو چارو او فعالیتونو لپاره پلان شوی جوړښت او ساختار وړاندې کوي، معمولاً هر هېواد د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره یوه خاص جوړښت ته اړتیا لري چې د هغه پر اساس خپل فعالیتونه ترتیب کړي او ټاکل شويو اهدافو ته ځان ورسوي.
په نړۍ کې مختلف نظامونه موجود دي لکه جمهوري نظام، دیکتاتوري، شاهي، اشراف واکي او اسلامي نظام چې هېوادونه یې په خپل ځانکړې جغرافیې موقعیت کې د چارو ترتیب او منظمولو لپاره کاروي، په هرحال چې خپله موضوع پاتې نشي نو د نورو نظامونو له تشریح او پرتلې څخه صرف نظر کوو او یوازې خپله موضوع اسلامي نظام تر بحث لاندې نیسو:
اسلامي نظام د نړۍ د نورو نظامونو په پرتله ځوان، هراړخیزه، همه شموله او کامل نظام دی چې له ننه یې شاوخوا ۱۴۰۲ کاله وړاندې په ۶۲۱ م کال د مدینې منورې په ښار کې د رسول الله ﷺ لخوا بنسټ کېښودل شو، د اسلامي نظام بنسټ او موجودیت د الهي وحیې، احکامو او اصولو مطابق ایښودل شوی او د همدې اصولو مطابق جریان لري، د دې سپېځلې نظام حکومت ته د تاریخ په څوارلس پیړیو کې بېلابېل نومونه لکه خلافت، امامت، سلطنت او امارت کارول شوي، همدا ډول د حکومت مشرتابه لپاره یې هم د بېلابېلو لقبونو لکه امام، سلطان، خلیفه، امیر او امیرالمؤمینین څخه اسفاده شوې دي، په هرحال دا چې دلته زموږ اساسي موضوع د اسلامي نظام ګټې دي نو یوازې پر همدې برخه به دلته إن شاء الله ښه تفصلي معلومات وړاندې کړم، اسلامي نظام خورا زیاتې ګټې لري چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کوو:
۱- د الهي احکامو تطبیق دی: د نړۍ په ټولو نظامونو کې یوازینی نظام چې د الله تعالی رالېژل شوي احکام او اصول عملي کوي او د تطبیق مسؤلیت یې په غاړه لري اسلامي نظام دی، دا چې موږ ټول خپل رب ته ورګرځېدونکي یو او هر فرد به د رب په وړاندې ځواب ویونکی وي،نو مسؤلیت لرو چې په ژوند کې د الله تعالی ټول اوامر قبول او د نواهیو څخه یې ځان وساتو، یوازینی نظام چې موږ خپل مسؤلیت ته متوجې کوي اسلامي نظام دی لکه الله تعالی چې د المائیده سورت په ۵۰ نمبر ایت کې فرمائي: (که دوی د الله ج له قانون څخه مخ اړوي،نو آیا دوی د جاهلیت په قانون پرېکړه کول غواړي؟) له دې مبارک قول څخه په ډاګه معلومېژي چې د الهي احکامو پرته نور قوانین تطبیقول د جاهلیت د دورې نښه ګڼل شوې او له امله به یې عملي کوونکي د رب په وړاندې بې ځوابه او مسؤل وي، د همدې سورت په ۴۵ نمبر ایات کې الله ﷻ فرمائي: (د خلکو ترمنځ په پېښو او ستونزو کې د الله تعالی په لارښوونو باندې پرېکړه وکړئ)، له دې څخه په ډاګه معلومېژي چې د الهي احکامو تطبیق زموږ ټولو مسؤلیت دی او اسلامي نظام موږ له دې دروند پیټي او مسؤلیت څخه خوندي کوي.
۲- د عدالت تطبیق دی: پرته له اسلامي نظامه د نړۍ هېڅ نظام د عدالت اصل نه دی مراعت کړی، نو بناً د اسلامي نظام تطبیقول یوه لویه ګټه دا لري چې پر ځمکه کې عدالت قایمېږي او حق حقدار ته رسول کېږي، په دې برخه کې موږ په تاریخ کې بې شمیره بېلګې لرو چې دا خبره یې ثابته کړې دی، یوه ښه بېلګه یې د عمر ابن عبدالعزیز واکمني وه چې شریعت یې عملي کړی و او له برکته یې په ټوله اسلامي خاوره کې د زکات اخیستلو مستحق کس نه پیدا کېده، د ژوند په هره برخه کې اسلام د ظلم مخنیوی کړی او خلګ یې عدالت ته رابللي دي، اللهﷻ د سورت المائیده په ۸ نمبر ایت کې فرمائي: (د يوه قوم سره بغض (يا دښمني) دې تاسو دې ته نه اړ باسي چي عدالت نه کوئ، عدالت وکړئ؛ ځکه دغه عدالت تقوى ته ډېر نژدې دی.)، یوه بله بېلګه یې د رسول الله ﷺ د وخت یوه واقعه یادوم چې د بني مخزوم د قبیلي یوې ښځې غلا وکړه او اسامه بن زید د هغې د شفاعت لپاره سیدنا حضرت محمد ﷺ ته ورغلی، رسول ﷺ ورته وفرمایل: آیا د الله ﷻ له حدودو څخه په یو حد کي شفاعت کوي؟ پخواني خلک ځکه هلاک سوه، کله چي به د دوی شریف سړي غلا وکړه هغه به یې پریښود او که به کمزوري او بېچاره سړي غلا وکړه نو حد به یې ورباندي جاري کړ. او په خدای قسم کوم که د محمد لور فاطمه غلا وکړي، نو خامخا به مي لاس ور پرې کړی وای.
۳- د اتحاد او یووالي قایمول: اسلامي نظام د نورو وضعي نظامو غوندې ګوندونه، ګروپونه او ډلې نه مني. موږ شاهدان یو چې د نړۍ هر نظام له جمهوریت او ډیموکراسي را شروع بیا تر دیکتاتورۍ پورې ګوندیز فعالیتونه، قومي، ژبني، نژداي او سمتي ځانکړتیاوې په نظر کې نیسي او د هرهغه چاته لومړیتوب ورکول کېږي چې د همدې معیارونو پر اساس تر نورو غوره وي، اما په اسلامي نظام کې هېڅ ډول ګوندیز حرکتونه، ژبني، قومي او نژادي توپیرونو ته ارزښت نه ورکول کېږي او هرهغه څوک غوره دی،چې تر نورو یې تقوا زیاته او الله تعالی ته نژدې وي.
۴- د فقر او غربت له منځه وړل : په اوسنۍ نړۍ کې یوه لویه ستونزه غربت دی،چې ټول هېوادونه، سازمانونه او نړیوالې ادارې یې په کابو کولو کې پاتې راغلې او په ميلیاردونو ډالر مصارف ترسره کوي ترڅو په نړۍ کې د فقر کچه راکمه کړي، اما اسلامي نظام په دې برخه کې دومره منظم او فصیح جوړښت لري،چې په تطبیق سره به یې په څو محدودو میاشتو کې په مربوطه هېواد کې د غُربت کچه صفر ته راکمه شي، په اسلام کې د ذکات راټولول، خیرات، صدقه او د بیت المال مسؤلیت هغه ځانګړتیاوې دي چې نور نظامونه يې نه لري او له دې لارې د هېواد هر فرد ته د اړتیا وړ توکي او خدمات رسول کېږي.
۵- د ځان، مال، عزت او شتمنۍ ساتل: په اسلامي نظام کې د هر فرد ځان، مال، عزت او شتمني خوندي وي او هېڅوک حق نلري چې د بل کس پر ملکیت تعرض وکړي، موږ شاهدان یو چې په نورو نظامونو کې هېڅ شی خوندي نه وي ځکه هلته یوازینی هدف دا وي چې یوڅه ترلاسه کړې نور که ته ظلم کوي، فحشا، غلا، زنا او هر ډول ناوړه او بد عادتونه ترسره کوي بس خو یوڅه وګټه، اما په اسلامي نظام کې داسې نه دي، دلته که هر کار ترسره کوې،نو د بل مسلمان خیال به ساتې، هېڅوک د دې حق نلري،چې د بل کس پر مال تجاوز وکړي او په چل یا زور سره هغه ترلاسه کړي، په دې اړه د قرانکریم په سورت النسا ۲۹نمبر ایت کې الله تعالی فرمائي: (اې مؤمنانو په خپلو منځو کې د یوبل مال په ناحقه مه خورئ، خو دا چې د دواړو غاړو په خوشه سوداګري وي)، نو ځکه خو موږ وایو چې اسلامي نظام د شتمنۍ او مال لپاره یو خوندي نظام دی، د دې ترڅنګ په دې نظام کې د هر ډول فحشا، زنا او ډمتوب مخه نیول شوې ترڅو د انسانانو عزت ته په سپکه ونه کتل شي او ټول وګړي په یوه عزتمنه فضا کې ژوند ولري.
۶- د احتکار مخه نیول: په نړۍ کې یوازینی اقتصادي نظام اسلامي نظام دی،چې د احتکار مخه یې نیولې او دا کړنه یې حرامه ګرځولې، احتکار یوه بده پدیده ده چې په ټولنه کې د منابعو دروغجن کمښت رامنځته کوي او له امله یې د توکو قیمتونه لوړېږي، د خلکو اړتیاوې نه پوره کېږي او په ټولنه کې شته منابع د څو محدودو کسانو په لاس ورځي چې عملاً ټوله نړۍ له دې ستونزې سره مخ ده، اما د اسلامي نظام په تطبیق سره دا ستونزه کاملاً له منځه ځي ځکه چې رسول الله ﷺ فرمايي: (یوازې ګناهګار تن احتکار کوي) او اسلامي نظام د هرې ګناه مخه نیسي.
۷- له منابعو څخه مؤثره استفاده کېږي: په اسلامي نظام کې د سود مخه نیول شوې او دا کړنه یو حرام عمل دی چې په اړه الله تعالی د سورت البقره په ۲۷۸ ایت کې فرمائي: (ای مؤمینانو د الله ﷻ څخه ووېریږئ او د سود هغه برخه پرېږدئ د چا پر ذمه چې پاتې وي)، د همدې سورت په ۲۷۹ ایت کې الله ﷻ فرمائي: (که تاسو د سود پاتې برخه نه پرېږدئ نو د اللهﷻ او رسول الله ﷺ له تاسو سره د جنګ اعلان دی). په سود کې پر غریبانو ظلم کېږي او په ټولنه کې د نورو زورواکو تر امر او نفوذ لاندې راځي، اما په اسلامي نظام کې دا کړنه حرامه ده او مخه یې نیول کېږي ځکه چې شتمن نور هم شتمنېږي او غریبان لا پسې غریبانېږي، همداسې په اسلامي نظام کې د مضاربت، مشارکت، سلم او اجارې تطبیق ته زمینه برابرېږي چې له امله به یې په ټولنه کې د ټولو شته منابعو اعظمي استفاده ترسره شي، یوه بله بېلګه یې د رسول اللهﷺ حدیث مبارک دی چې فرمايي: (خلک په درېيو شیانو کې سره شریکان دي، اور، اوبه او ځمکه)، چې په ډاګه دا ثابتوي اسلامي نظام شته منابع په مؤثر ډول کاروي.
۸- د اللهﷻ د دین ساتنه: په نړۍ کې یوازینی نظام اسلامي نظام دی چې د الله تعالی د دین ساتنې مسؤلیت په غاړه لري، اسلامي نظام د هر ډول دیني شعائرو او احکامو ساتنې ته ژمن دی چې له هغوی دفاع وکړي او ويې ساتي.
۹- د بشري حقوقو ساتنه: په اسلامي نظام کې د کوچني، نارينه، ښځې، لېوني، ناروغ او هر انسان حقوق خوندي دي او د هرچا لپاره د ساتنې یو ځانګړی جوړښت لري، په اسلامي نظام کې د کوچنیانو لپاره روزنیزې مدرسې او زده کړې د دې نظام دنده ده چې باید زمینه ورته مساعده کړي، همداسې د ښځې لپاره اسلام داسې یو موقف ټاکلی،چې د نړۍ هېڅ نظام یې نه لري، په اسلامي نظام کې ښځه د کور ملکه ده او هرڅه ته چې اړتیا لري نارینه به یې ورته برابروي، موږ وینو چې په غربي نظامونو کې ښځې د غلامانو حیثت لري اما اسلامي نظام د کور ملکه ورڅخه جوړه کړې ، په اسلامي نظام کې هرې ښځې ته د میراث حق ورکول کېږي او په هغه کې د هر ډول روا تصرف حق لري، په دې نظام کې ښځې ته د نکاح په مقابل کې مهر ورکول کېږي او د دې ترڅنګ ښځې په ځانکړې چوکاټ کې د علم حاصلولو حق لري،چې اسلامي نظام یې ورته برابروي، په ټوله کې د ټول بشر حقوق په دې نظام کې خوندي شوې، آن تر دې چې د هغه کسانو ساتنه چې کمزوري او مجبور وي د دې نظام مسؤلیت دی، بشر خو څه د حیواناتو ساتنه لا هم د اسلامي نظام مسؤلیت ګرځي.
۱۰- د کُفري نړۍ له ظلمونه خلاصون: په اسلامي نظام کې ټول مسلمانان سره متحد دي، د یوې موخې او یوه هدف لپاره په ګډه کار کوي، له څو پیړیو راهيسې مسلمانان د سختو ظلمونو او وحشتونو ښکار ګرځېدلي او د نړۍ هر ظالم چې ظلم شروع کوي نو پیل یې له مسلمانانو وي، زموږ ملکیتونه، شتمنۍ، منابع، ازادي او هرڅه یې راڅخه صلب کړي، یوازینۍ لاره چې موږ ټول مسلمانان له دې وحشیانو او ظالمانو څخه ژغوري هغه د اسلامي نظام قایمول دي، موږ یې وینو چې غربیان په ډېري سپین سترګۍ سره د سعودي عرب څخه تیل اخلي او په هماغو تیلو د فلسطین مسلمانان بمباروي، دا په ښکاره ډول د مسلمانانو بې اتفاقي او کمزوري په ډاګه کوي چې د حل یوازینۍ لار یې اسلامي نظام قایمول او هغه ته د نړۍ ټولو هېوادونو ته پراختیا ورکول دي.
۱۱- د کامل ټولنیز نظام تاسیس: پرته له اسلامي نظام څخه د نړۍ د هر نظام ټولنیز جوړښت ګډوډ، فاسد او یوه طرفه خاصیت لري، اما د اسلامي نظام یوه لویه ګټه داده چې په تطبیق سره یې یو هر اړخیزه او کامل ټولنیز نظام رامنځته کېږي، موږ پوهېږو چې په اسلام کې د کورنیو جوړښت، د ټولنو ترتیب او د وګړو ترمنځ کردار د انصاف، عدل، متقابل احترام او الهي اصولو مطابق دی، په غربي ټولنو کې کورنی نظام په بشپړ ډول له منځه تللی، آن تر دې چې کله د دوی مور او پلار زاړه شي،نو د ساتنې لپاره یې ځانګړو مرکزونو ته استوي او ځانونه ورڅخه بې غمه کوي، مګر په اسلامي نظام کې د نکاح، میراث، اولادونو ساتنه، مور او پلار خدمت او مشرانو احترام د خورا لوړو ارزښتونو څخه ګڼل کېږي او دا هرڅه خوندي وي.
۱۲- له قوي اقتصاده برخمنېدل: په اوسنۍ نړۍ کې د هرې بریا او پرمختګ تر شاه د یو قوي اقتصاد لاس شته، پرته له قوي او خپلواک اقتصاد څخه هېڅ هېواد پرمختګ نه شي کولای، زموږ بدبختي بیا دا ده چې له یوه طرفه مو اقتصاد وار له پخوا کمزوری دی او له بل اړخه بیا شته اقتصادي سیستم د غربیانو په لاس یو جوړ شوی سیستم دی،چې ټول اسلامي هېوادونه یې په کې تړلي دي، د اسلامي نظام یوه لویه ګټه دا ده چې یو خپلواک، کامل او هر اړخیزه اقتصادي جوړښت لري چې په یوه ټولنه کې د شته ټولو منابعو څخه په اعظمي ډول استفاده کېږي، دا ښکاره خبره ده چې د ټولو اسلامي هېوادونو منابع (ګاز، تیل، اوسپنه، لیتیم، مس، ډبروسکاره، سره زر…) منابعې د کُفارو تر لاس لاندې دي، د دې ټولو ناخوالو د خلاصون غوره لار د اسلامي نظام قایمول دي چې په مرسته به یې د ټولو اسلامي هېوادونو له ذخیرو څخه په خپله په همدې هېوادونو کې استفاده کېږي او زموږ هره اقتصادي پرېکړه به د خپلو ګټو په موخه وي، نه دا چې د غربیانو د فشارونو او زورواکۍ له امله وي.
۱۳- له دجالي فتنو خلاصون: ټوله نړۍ رنګارنګ شیطاني او دجالي فتنو محاصره کړې، آن تر دې چې د نړۍ هېڅ کور به لا هم د شیطاني او دجالي فتنو خوندي نه وي، دا فتنې په داسې شکل پلان شوې چې بغیر د اسلامي نظام له موجودیته د هغو له منځه وړل ناممکنه دي، آن تر دې چې د مسلمانانو فکرونه یې داسې پیچکاري کړي چې حق او باطل ورڅخه ورک دی، د نړۍ لوړه برخه مسلمانان دا نه شي درک کولای چې څه ښه او څه بد دي، ځکه چې د دوی فکرونه، ماحول، چاپېریال او هرڅه په شیطاني او چټل رنګ رنګول شوي او پاکولو ته یې اشده اړتیا ده، موږ به هغه وخت دا فکرونه اصلاح کړو چې اسلامي نظام تطبیق شي او په تدریجي ډول رنګ شوي فکرونه ومينځل شي، الحَمْدُ ِلله په دې برخه کې اسلامي نظام امربالمعروف او نهي عن المنکر ځانکړې اداره لري،چې خلک اصلاح ته راوبولي.
په ټوله کې اسلامي نظام له هر اړخه د خورا زیاتو ګټو سبب ګرځي، دا چې په اسلامي نظام کې هرې برخې ته یو جلا جلا معیاري چوکاټ موجود دی،نو ځکه خو یې ګټې هم خورا زیاتې دي، د اسلامي نظام ټول جوړښتونه لکه د سیاسي نظام جوړښت، ټولنیز، کلتوري، اخلاقي او اقتصادي معیارونه د نړۍ د بل هر نظامه خاص او کامل دي،په اسلامي نظام کې د ښځو حقوق، بشر حقوق، مساوات، د زده کړو حقوق، دفاعي ځواک، یووالی، ګټوره سوداګري، د شته فکرونو څخه ګټه اخيستل، کار اهل کار ته سپارل، نړیوالې اړیکې، اُخوت، د دین ساتنه، د مال ساتنه، نفس ساتنه، د شتمنیو عادلانه توزیع، د الهي احکامو تطبیق، قوي اسلامي پوځ درلودل، د رب رضا، د ولس اړتیاوې رفع کول او د نړیوال امنیت تامین رامنځته کېږي، خلاصه دا چې اسلامي نظام یعنې (إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلٰمُ ۗ )!

محمدایوب عمري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *