
د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې شپنی امنیت څنګه دی؟
وروسته تر هغې، چې دوه کاله وړاندې د افغانستان اسلامي امارت پر هېواد واکمن شو، ورسره جوخت په ټول هېواد د امن لمن خوره شوه او ټولو هېوادوالو د امن ساه واخیستله.
شپنی امنیت، چې د تېر نظام پر مهال د هېوادوالو یوه ستره ستونزه وه او خلکو نه شوی کولی د وسلوالو غلو له وېرې له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره سفر وکړي.
ډېره کله به د هېواد له بېلابېلو ښارونو او سیمو څخه داسې راپورونه هم ورکول کېدل چې ځینو هېوادوالو به د شپې له خوا روغتونونو ته د خپلو ناروغانو د لېږد لپاره موټر ځکه نه شوای پیدا کولی، چې موټر لرونکي کسان به له وسلوالو غلاوو څخه وېرېدل او د دې جرئت یې نه درلوده، چې د شپې لخوا د خپلو هېوادوالو چوپړ ترسره کړي او له همدې امله خو به یا د ناروغ ناروغي یو پر څو چنده زیاتېدله او په ځینو مواردو کې به یې ان خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه راز د تېرې ادارې د حاکمیت پرمهال د خراب شپني امنیت له امله زموږ سلګونه هېوادوال چې ډېره برخه یې ځوانان وو، د وسله والو غلو له لوري په ډېرې بې رحمۍ سره ووژل شول او یا هم سخت ټپیان شول.خو د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته لیدل کیږي، چې د ګڼ شمېر هېوادوالو سربېره بهرني اتباع هم په افغانستان کې په ډاډه زړه شپه او ورځ د هېواد بېلابېلو برخو ته یا د اړتیا په صورت کې او یا هم د سیل او تفریح لپاره سفر کوي.
تاسو به په ټولنیزو رسنیو ډېر داسې انځورونه لیدلي وي، چې افغانستان کې د شپې د سفر کولو او یا هم د سیل او تفریح پر مهال اخیستل شوي او خپاره شوي دي.
دغه راز د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال ما د یو خبریال په توګه له ډېرو کسانو اورېدلي، چې ویلي دي اوس وخت کې له یو ولایت څخه بل ولایت او له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د شپې له لوري خپل سوداګریز، تفریحي او نور سفرونه په ډېر ډاډه زړه ترسره کوي.
همدارنګه د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې هم امنیت خوندي شو او د لویو لارو په اوږدو کې له لوټنې او د زورواکو له باجګیرۍ خلاص شول او اوس کولی شي شپه او ورځ په پوره امنیت سره خپل سوداګریز توکي له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته ولېږدوي.
له ولس سره د اسلامي امارت د امنیتي مسولینو او په ټوله کې د رهبرۍ ژمنه هم همدا ده، چې په ټول هېواد کې امینت خوندي کړي ترڅو هېواد وکولی شي د شپې او ورځې په پوره ډاډه زړه ژوند وکړي.
د آژانس باختر تبصره