لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي امارت د حكومتولۍ معيــار څـه او معـمار يـې څــوك!؟

خليفه صاحب په يو پخواني سېمينار كې د چا د خوب كيسه كړې چې د نبي عليه السلام مباركه لمن له وينو ډكه وي، وپوښتل شي چې دا د څه وينې دي؟ ځواب ور كوي: د افغانستان د خلكو وينې دي، ډېرې عزتمنې او قدرمنې وينې دي(لمن مې ترې ډكه)چې پر ځمكه تويې نشي. نو د اسلامي امارت د حكومتولۍ او نظام پالنې معيار د هغه د معمارانو پر همدغو سپېڅلو او مباركو وينو ولاړ او له نورو معيارونو پرې بډايه دی. يانې هر فرد يې بايد دومره سپېڅلی او ژمن وي چې حكومتولي-نظام پالنه يې د دغو وينو رښتونی رنگ وي، تقدس او سپېڅلتيا يې په خپله لمنه كې وگرځوي او پر ځمكه ترې لوېدو ته يې پرېنږدي او باوري يم چې دا به يواځي هغه مجاهدين وي چې د پخواني جهاد له اوږدې مودې يې د دغه معمار او معيار روزنه ليدلې، عملي ازماينه يې ور كړې او كاري تجربې يې لري، ځكه د همدوی د پخوانيو او شهيد شويو ملگرو چې الله تعالی سره د سر د قربانۍ كړې ژمنې يې ور نغدې كړې؛ وينې يې گڼم چې دغه مجاهدين هغوی هيڅكله هم نه هېروي، بلكې لا پر پله يې الله تعالی ته د يادې ژمنې ور پوره كولو ته شېبې هم لنډوي.
دا چې اسلامي امارت په لومړي ځل واك او ورپسې سقوط كې هم د گردې نړۍ پر وړاندې يو لوريز حيثيت درلود، اوس هم د نړۍ پر مخ يواځينی اسلامي نظام دی چې هم رښتونی اسلامي او هم د اوږدې مودې جهاد پر مټ راغلی، د راتلو لاره او تخنيك يې هم پېچلي او پر قربانيو پوښلي دي، د جهاد او مجاهد جوړونې د بټۍ حيثيت لرونكي هېواد رښتوني بچيان پكې را ټول دي، پر يواځي ځان د شوروي امپراتورۍ د پاتې شونو او بشپړې صليبي امپراتورۍ د له منځه وړلو ویاړ هم لري، روان پرمختگونه او لاسته راوړنې يې هم د اسلامي تمدن او خلافت وږمه ځانگړي سبك له مخې دي چې پر وړاندې ماتې خوړلې يو لوريزه نړۍ يې بياهم زغم نشي لرلی، تر بنديزونو او فشارونو لاندې اوسنيو وضعيتونو په رڼا كې چې د نړۍ ناوړه ارادې او نيتونه ښيي؛ بې برخليكه راتلونكی يې هم يواځي پر خپله غاړه دی چې د خپل وياړمن بشپړ تاريخ په تېر او اوس پسې يې د وخت پر غوښتنه غوره مديريت كړي، د افغانستان د پېړيو په تاريخ كې بې مثاله خوځښت او بيا واكمن نظام و او دی، تر چتر لاندې يې د بشپړ تاريخ يو ځانگړی او وياړمن ولس چې په نړۍ او په تاريخ كې يې پر همدې پېژندل شوی؛ را ټول او تر شا يې ولاړ دی، د گردې نړۍ لپاره د افغانستان ستراتېژيك موقعيت-جغرافيوي جوړښت-آب وهوا-تجارتي او ترانزېتي مركزيت-طبيعي هستې ځانگړی حيثيت لري او په ټوله كې چې د تاريخ دغه نظام ځانگړی، ولس ځانگړی، هېواد ځانگړی او دا گډ وياړونه او هستۍ يې ځانگړي دي او په دې ټولو كې يې د عقيدوي، سليقوي او د يوې جلا جغرافيې په توگه افغاني صلابت چې د ايماني ځواك او بډاينې دوهم نوم دی؛ بارز نقش له هيچا پټ نه دی، نو موږ پر هيڅ لحاظ د نورو د پرتلې نه و او د اسلامي امارت او نوي افغانستان نننی نړيوال حيثيت، وجاهت او رعب هم پر همدې ولاړ دی، البته دا ځانته ده چې له اوسني پاكستان سره د هېواد غځېدلې د پخواني هند پولې پر اوږدو يوې لويې برخې ځمكې باندې له ډېورنډ انگرېز سره امير عبدالرحمن خان د سل كاله لپاره معامله وکړه او د افغانستان ځمكنۍ بشپړتيا او په سيستماتيك ډول كرار-كرار دغو وياړونو او ځانگړنو ته گواښونو پېښېدو لومړی گام و چې بيا د وروستيو څو لسيزو تپل شويو غدارو رژيمونو او چارواكو مو هېواد په تر ټولو وروسته پاتې هغو ور كډ او پكې د واك په جزېرو را منځته كولو سره يې د حتمي تجزيې له گواښ سره هم مخ كړ.
نو د دغو ځانگړتياوو د بيا را ستنونې، دوام، پالنې غوښتنه دا ده چې د پخواني جهاد پورتني معيار او معمار روزنې، عملي ازماينې او كاري تجربې ته ټولو برخو کې پر ودې ور كولو بياهم بايد اسلامي امارت او نوی افغانستان په هر لحاظ بې ساري او بې مثاله وي، ترڅو هم پرې د تلليو تشې په پوره مانا ډكې شي، هم يې احساساتو او ولولو ته پر كتو چې هغوی څه ډول ارمانونه درلودل او كوم ډول نظام او نوی افغانستان يې غوښت؟ هغه بشپړ كړي، هم دا هرڅه ژغورلي او لازياتې لاسته راوړنې مو پكې لرلې وي او هم نظام او حكومتولي له نورو سره پر پرتلې او د هغوی پر معيارونو ولاړه نه وي چې خدای مكړه دا به د تاريخ ډېره گواښونكې او نا هيلې كوونكې پېښه وي. افغانستان لكه چې ځينې اشغالگر هم پكې د جگړه ييزو تجربو ترلاسه كولو له انگېزې سره ورته راغلل؛ د جهاد او مجاهد جوړونې بټۍ وه او له هېڅ پلوه له نورو سره د پرتلې نه دی، نو ځكه كه نورو پر اټكليزو روزنو خپل اشغالگر تر سپوږمو هم وپړسول، دلته زموږ پر وړاندې تش پوكي او بالونونه وختل، نو ورسره د پرتلې په رامنځته كېدو وياړلی افغانستان او اسلامي امارت هم مخ پر ځول ځي او رښتيا؛ اوس چې تر پخوانيو مجاهدينو د اقتدار زېږنده هغو کچه لوړه او د تلليو مجاهدينو تشو ډكولو پسې هم گرځي او پر دوی د اشغال تپلي رژيم سلگونه زره افراد هم علاوه دي چې يو هم يې د اسلامي امارت د پخواني جهاد پورتني معيار او معمار روزنه، عملي ازماينه او كاري تجربه نه لري او ترڅنگ يې پر ياد معيار او معمار د سرتېرو روزنې لپاره جگړه او مناسب پراخ فرصت هم نشته؛ د حكومتولۍ او نظام پالنې شرائط يې سخت او وضعيت يې ترېنگلی كړی دی او اوس د چيك پوائنټ او ساتمنۍ هر سرتېری او د مقام او دفتر هر پرسونل دا وړتيا نه لري چې حكومتولي-نظام پالنه يې د هماغو د رسول الله مبارك صلی الله عليه وسلم د لمنې وينو رښتونی رنگ وي، تقدس او سپېڅلتيا يې په خپله لمنه كې وگرځوي او پر ځمكه لوېدو ته يې پرېنږدي.

جبريل سعد ـ لومړی برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *