لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي امارت رسميت پېژندل حتمي دي

که څه هم افغانستان کې له تېرو څه باندې څلورو لسيزو وړاندې حالات چندان ښه نه وو او د افغانستان او افغانانو حالت، روزګار او ژوند د زړه خوږوالی او ژړا وړ و، چې انسان ته يې اوس په ذهن کې را يادېدل هم ژړا او ژور خپګان راولي، خو له نن څخه دوه لسيزې وړاندې بيا د ابادۍ، ازادۍ او دموکراسۍ درواغجن غږ راپورته او بدرګه شو، چې له امله يې د افغان ولس په زړونو کې د هيلو ډيوې بلې شوې، دې خوشباوره ولس فکر کاوه چې اوس به نو دا کړېدلی ولس او هېواد سوکاله او ودان شي، خو پر دې نه پوهېدل، چې دا هم د نړيوالو مغرضو او ښکېلاکي هېوادونو نوې دسيسه وه، امريکا او نورو ړندو مقلدينو شريکانو يې پر دې هېواد بې شرمانه تجاوز وکړ، چې د تجاوز اصلي موخې او ستراتيژيک پلانونه يې هم افشا شول، که له يوې خوا يې د دې هېواد کانونه لوټل غوښتل، له بلې خوا يې له دې ځايه پر ټوله اسيا، په ځانګړي ډول منځنۍ اسيا چين، ايران او نورو هېوادونو کنترول جاري ساتلو تر څنګ یې خپل هژومونيک قدرت ثابتول غوښتل، له بلې خوا يې جنګي ډلې او ټپلې د ګوندونو په نامه قوي کړې، ډالر يې د بوسو په تول ورکړل او د فرعونيت اوج ته يې ورسول، هغه داړه مارانو دا ډالر ټول په بهرنيو هېوادو کې پر خپلو شخصي ګټو بند کړل او هغه غم ځپلی او بېچاره ولس يو ځل بيا بېچاره پاتې شو، نو هماغه و، چې د دې هېواد هغه غيرتي بچو يو ځل بيا د هېواد د آزادۍ او ابادۍ لپاره خپل سرونه په لاس کې ونيول او د لکونو مجاهدينو په قرباني کولو يې يو ځل بيا له دې هېواده تر شل کاله قربانيو وروسته د هغه بېشرمه متجاوزینو شونډې پر خاورو ومښلې او په ډېر بد حالت کې يې تېښتې ته اړ ايستل او له خپلو ګوډاګيانو سره يو ځای له دې غيرتي هېواده وتښتېدل او دا هېواد يې يو ځل بيا د دې هېواد اصلي بچو او وارثانو ته پرېښود، په پيل کې ځينو خلکو فکر کاوه، دا خلک چې اوس يې حکومت په لاس ورغلی، هر څه به خراب او تباه کړي او داسې ډنډورې به يې کولې، چې ګواکې دا ملايان دي او حکومت د ملا کار نه دی، دا خلک په حکومت کولو نه پوهېږي، خو دا چې رښتيا هم د اسلامي امارت په رأس کې ديني علماوو قرار درلود، دا خلک په دين پوهېدل او د اسلام دين چې له هر پلوه بشپړ دين دی، د سياست په برخه کې بشپړ اصول او مقررات لري، نو هماغه و چې له اسلامي سياسي نظام څخه په ګټه اخيستنه يې وکولی شول چې هم ښه حکومتولي رامنځته کړي او هم له خپلو کورنيو عوايدو د افغانستان بودجه تأمين کړي او هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې عمراني کارونه پر مخ بوزي، حال دا چې د اسلامي هېوادونو په شمول ټولې نړۍ دغه اسلامي نظام لا تر اوسه په رسميت هم نه دی پېژندلی او هيڅ ډول مرستې هم له دغه حکومت سره نه کېږي او هره ورځ ډول ډول فشارونه هم راوړي، خو ان شاء الله دا نظام د چا تر تاثير لاندې نه راځي او دا يې په عمل کې هم ثابته کړې چې د شفافيت پر اصل ولاړ نظام دی، غلا، فساد ، باجګيري او نورې ناوړه پديدې صفر ته رسېدلي دي، نو هماغه ده چې د هېواد ودانول هم له خپلو عوايدو ممکن شوي او هېواد مو د ودانېدو په لور روان دی، ښه بېلګه يې د قوشتېپې کانال، کابل- قندهار سرک، د سالنګ لویه تجارتي لار چې په تېرو شلو کلونو کې د ډالرو له بې خرته باران سره سره هم ونه رغول شوه خو اوس يې رغونې چارې ښه په بيړه روانې دي، په بازارونو کې د لومړنيو توکو د نرخونو را ټيټېدل، د ډالرو او نورو اسعارو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړېدل، د معتادينو علاج کول، چې له يوې خوا په خپله معتاد ته ګټه وشوه چې د پوډرو له څکولو راوګرځول شول او ټولنې ته د يو سالم انسان په توګه وړاندې شول، له بل پلوه يې له شر څخه نور هېوادوال هم بې غمه شول، په ټول هېواد کې د يتيمانو راجستر کول بل هغه نيک ګام دی،چې د اسلامي امارت د مسوولينو له خوا اخيستل شوی، چې په هېواد کې ټول يتيمان چې د هر چا يتيم و، که د طالبانو يتيم و او که د پخواني حکومت او اردو، ټولو ته په هېواد کې معاش حواله شو، بله غټه لاسته راوړنه د سوالګرو کنترول کول دي،چې اصلي بې وزلي له حرفوي سوالګرو تفکيک شول او اصلي بې وزلو هېوادوالو ته چې پخوا به يې سوال کاوه معاش حواله شو، همداراز د زورواکو له ولکې د غصب شويو ځمکو د بېرته را ګرځولو په موخه د عدليې وزارت په مشرۍ او ابتکار يو کمېسيون جوړ شوی، چې په راس کې يې ډېر پاک او مقدس خلک قرار لري او په دغه کار کې ډېر جدي هم دي چې په ټول هېواد کې يې د زور واکو له منګولو لکونه جريبه ځمکه خلاصه کړه او لا هم دا چاره ادامه لري، د ويجاړو شويو الوتکو، امارتي موټرانو، ټانکونو او رينجرو ترميمول او همدارنګه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سرکونو پخېدل په ښه درز روان دي، په ټول هېواد کې يو مرکزي نظام حاکم او سراسري امنيت تامين دی،چې د افغانانو په زړونو کې يې د هيلو غوټۍ غوړولې دي او دا هېواد به په لږ وخت کې ودان شي، دا چې اسلامي امارت نړيوالو ته په عمل کې ثابته کړې چې د دې هېواد اصلي مالکان همدا خلک دي چې دلته اوسېږي، پر دې هېواد دردېږي او ودانولو ته يې ورته مټې رانغاړلي دي او اسلامي امارت، ځان د يو واقعيت په توګه په تېرو دوو کلونو کې ثابت کړ نو اوس نړۍ ته هم لازمه ده چې دغه اسلامي نظام په رسميت وپېژني، هر اړخيزې مرستې ورسره پيل کړي او نور پرېږدي چې افغانان د ارام ساه واخلي او د دوی تر څنګ يو آباد آزاد او له امن ډک افغانستان واوسي، چې دا د ګاونډيو هېوادونو او ټولې نړۍ په ګټه هم ده، له بلې خوا بيا د اسلامي امارت مشرانو ته يو څه ور په زړه کوم هغه دا چې ولس کلک په غيږ کې ونيسي او کلک ملا تړ يې را خپل کړي، ځکه ځينې هېوادوال ګيله لري چې د نجونو ښوونځي ولې بند دي او د خلاصون غوښتنه يې کوي، چې له شک پرته د شرايطو له برابرېدو وروسته به د نجونو ښوونځي هم پرانيستل شي، خو په هر ترتيب د اسلامي امارت مشران بايد د ولس کلک ملاتړ تر لاسه کړي، څو دغه د لويو قربانيو په بدل کې تر لاسه شوی اسلامي نظام قايم او دايمي پاتې شي، ځکه تجربو ثابته کړې چې د تېرو فاسدو نظامونو د سقوط اصلي عامل له ولس سره د واټن رامنځ ته کېدل وو، نو د اسلامي امارت له مشرانو تمه کېږي، چې د ملت او امارت تر منځ که څه هم چې واټن لله الحمد ډېر نه دی، خو بايد د ملت او امارت تر منځ واټن صفر شي، څو د اسلامي امارت پايې کلکې او نظام مو دايمي او قايم پاتې شي.

فيض الله صافی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *