
د اسلامي امارت له حاکمیت سره د کوکنارو کرکیله ۸۵ سلنه راکمه شوې
په تازه راپور کې چې د ۲۰۲۳ م کال د اکتوبر په دوهمه خپره شوې، په افغانستان کې د کوکنارو کرکيلې او له نشهيي توکيو سره د اسلامي امارت رغانده مبارزې لاسته راوړنو ته کتنه کړې ده.
د ورځپاڼې په باور د کوکنارو پر کښت باندې د افغانستان حاکم نظام د تېر کال بندیز داسې يوه هڅه وه چې د کارپوهانو له نظره د بشر په تاریخ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو بريالۍ هڅه ګڼل کېږي. د یوه تازه تحليل پر بنسټ چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کې د اسلامي امارت له واکمنېدو څخه تر دې مهاله ۸۵ سلنه کموالی راغلی چې یو مهال د نړۍ په کچه د زیات وخت لپاره د تریاکو د تولید مرکز وو. تېر کال د اپرېل په میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پر بنسټ د کوکنار کرکیله او د نشهيي توکو توليد او قاچاق د ټول هېواد په کچه منع کړل شوه. تر څه باندې ۱۲ میاشتو په تېرېدو سره، د کارپوهانو له لوري ياد بنديز «د بشر په تاریخ کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې تر ټولو بریالۍ هڅه» بلل کيږي. السيس(Alcis) سپوږمکيزو تصويرونو د تحليل او تجزيې پر بنسټ، چې د جغرافیایي معلوماتو خدماتو شرکت دی، په ۲۰۲۳ ز کال کې د ټول هيواد په کچه د کوکنارو کرکیله تر ۳۰،۰۰۰ هکتاره لږ اټکل شوې، خو په ۲۰۲۲ ز کال کې بیا دا کچه تر ۲۱۰،۰۰۰ هکتاره ډېره اټکل شوې وه.د شرکت د معلوماتو پر بنسټ، هلمند، فراه او نميروز هغه ولایتونو دي چې د کوکنارو کښت پهکې پام وړ توګه راکم شوی دی (په تر تیب سره ۹۹، ۹۵ او ۹۱ سلنه ). د السیس په شننه کې راغلې، « دا چې سږ کال کروندګرو د هېواد په ډېرو برخو کې د کوکنارو کښت او ترياکو تولید ته شا کړې اوس نو په دې تړاو نور لږ شک هم شتون نه لري.» بریتانوی ډاکټر ډیویډ منسفیلډ چې خپرونه يې د افغانستان د نارسمي اقتصاد کارپوه معرفي کوي، د افغانستان اسلامي امارت پخوانۍ واکمنۍ ته په اشارې سره وايي چې هغه مهال طالبانو د کوکنارو د کښت پر وړاندې مبارزه د سپټمبر د یوولسمې له پېښې او د نظام له نسکورېدو وروسته په چټکۍ سره پای ته ورسېده.د هغه په خبره د افغانستان اسلامي امارت له لوري په ۲۰۲۱ ز کال کې دکابل په فتحې سره، د رې وارې د هغوی سره د ممنوعیت لپاره خورا ډېر پوټانشل شتون لري.
د بحران په ډله کې د افغانستان یو کار پوه ګریم سمیت په جولای مياشت کې ټيلګراف ته ويلي وو، چې د طالبانو بنديز « د نشه يي توکو هغه کچې ته په کتو سره چې د بازار څخه ايستل شوي، د بشر په تاریخ کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له ټولو بریالۍ هڅه» ده.
د ټليګراف د معلوماتو پر بنسټ د تریاکو تر لاسه کولو عمده سرچينې افغانستان، مکسیکو او میانمار دي خو لېږد يې بیا بېلابېل هېوادونه په بر کې نيسي، چې ډېری يې آسيايي هغه دي. په راپور کې د نشه يي توکو وروستی منزل امریکا، استرالیا، اروپا، د آسیا او منځني ختیځ لویه برخه په ګوته شوې دي.د السیس تحلیل ښي چې په ۲۰۲۳ زکال کې د بدخشان په غرنيز ولایت کې د کوکنارو کرکيله له ۱۳،۸۰۳ هکتارو څخه ۱۵،۳۹۱ هکتارو ته لوړه شوې. هغه همدارنګه زياتوي چې د کوکنارو کرکیله په پرله پسې ټوګه د سویلي ننګرهار د غرونو په لوړو کې هم شتون لري.
اټکل کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا پر کوکنارو د بنديز له امله د کرنې په ډګر کې شاوخوا ۴۵۰،۰۰۰ دندې له منځه تللي دي، دا د یو داسې اقتصاد لپاره لویه ضربه ده چې لاهم له وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دی او پرمختیایي پروګرامونو هم پهکې کم ترسره کېږي.
ريپورټ: ټليګراف ورځپاڼه – ژباړه او تخليص: ثناءالله عمران