افغانستان

د اسلامي امارت ویاند: د نجونو د زده کړو برخه کې موقتي ګام اخیستل شوی

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې په ځواب کې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو په برخه کې

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې په ځواب کې ویلي چې د ښځو او نجونو د زده کړو په برخه کې یې موقتي ګام اخیستی او کله چې زمینه برابره شي، دا اندېښنه به لرې شي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپله ټويتر پاڼه لیکلي چې د افغانستان ا.ا د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه له اعلامیې څخه هرکلی کوي.
هغه زیاته کړې، نړیوال باید له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
مجاهد ویلي، د ښځو د زده کړو په اړه د دغه سازمان اندېښنې د درک وړ دي، خو اسلامي امارت په یاده برخه کې موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدیدو سره به دغه اندېښنه رفع شي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت له ټولو نړیوالو سازمانونو خصوصا د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غواړي چې له اسلامي امارت سره له نږدې تفاهم ولري او له افغان ولس سره خپلو همکاریوته دوام ورکړي.
دوه ورځې مخکې د سعودي عربستان په جدې ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه بيړنۍ غونډه کړې وه. د دغه سازمان غړو هېوادونو د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث وکړ او د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار پر بندیزونو یې اندېښنه وښوده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *