مقالی اوتبصرې

د اسلامي امارت پر وړاندې د غرب د دښمنۍ یوه نوې جبهه!

امین الله احساس

په دې وروستیو کې زیات شمېر غربي رسنیو، د غرب فکري مرکزونو او حتا غربي سیاستوالو د اسلامي امارت پر وړاندې د دښمنۍ یوه بله سیسټماټیکه جبهه پرانیستې ده. که څه هم ټول غرب او حشریاڼو یې د افغان مسلمانانو پر وړاندې په جګړه ییزه جبهه کې سخته ماتې وخوړه. مګر کینه او دښمني یې لا هم نه ده سړه شوې او د افغان مسلمانانو او اسلامي امارت پر وړاندې د تل په څېر له دښمنۍ ډک پلانونه جوړوي. دوی غواړي اسلامي امارت ته په فکري، سیاسي او اقتصادي ډګر کې ماتې ورکړي. غرب هڅه کوي چې په خپلو سیاسي ادبیاتو کې د اسلامي امارت د چارواکو په اړه د ښه او بد طالب، سخت دريځه او نرم دريځه طالب، کندهاري رهبران او دې ته ورته نور اصطلاحات وکاروي. غربي رسنۍ او سیاستوال یوازې ددغو اصطلاحاتو په کارولو بسنه نه کوي. بلکې دوی دغو اصطلاحاتو ته ځانګړي تعریفونه لري. دوی غواړي دا وښيي چې ګواکي د اسلامي امارت ځینې مشران له غرب سره جوړجاړی خوښوي او ځینې نور مشران له غرب سره دښمني پالي. دا لومړی ځل نه دی چې غربي رسنۍ او غربي سیاستوال د اسلامي امارت پر وړاندې دا اصطلاحات په شعوري ډول په خپلو مقالو کې خپروي او په وار وار یې په نړیوالو سیاسي سټېجونو باندې اوروي. دوی د افغانستان د ښکېلاک پر مهال هم د اسلامي امارت مجاهدین په حقاني شبکه او نورو مجاهدینو باندې نومول. د غربي رسنیو او د دوی د سیاستوالو دا ناوړه وېش یوه عادي خبره نه ده او تر شا یې خطرناکه سیاسي اجنډا پرته ده. دوی په لوی لاس دغه وېش په رسنیو کې رواجوي او غواړي د ټولو افغانانو، د اسلامي امارت د چارواکو او مجاهدینو اذهان هم له دغه ډول اصطلاحاتو سره بلد کړي او خپلې خبیثانه اجنډا ته چې د اسلامي امارت د وحدت له منځه وړل او د دوی وېشل دي، لاره هواره کړي. د غرب بله بنسټیزه موخه دا ده چې ددغه ډول اصطلاحاتو په ترویج سره د افغانستان ولس ته وښيي چې اسلامي امارت په نظریاتي لحاظ وېشلی دی او په دې سره هغه هویت او اعتبار چې خلک او ولسونه یې د اسلامي امارت پر وړاندې لري، له منځه لاړ شي.
امریکا او غرب څو لسیزې وړاندې د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کوونکي افغان مجاهدین هم په خپله خطرناکه لومه کې وغورځول. دوی په خورا ځيرکۍ افغان مجاهدین په لویو او کوچنیو ډلو او احزابو ووېشل او د شوروي اتحاد تر ماتولو وروسته یې له یو بل سره داسې وجنګول چې د مسلمانانو یو لوی ارمان چې په افغانستان کې د یوه پیاوړي اسلامي دولت جوړول وو، له خاورو سره خاورې کړ.
مګر له تېرو شلو کلونو راهیسې د اسلامي امارت یوه لویه لاسته راوړنه او سیاسي ځيرکتیا دغه ده، چې هم یې له امریکايي ښکېلاک سره د جهاد پر مهال او هم یې اوس د حکومت او واک پر مهال داخلي وحدت او ثبات خورا ټینګ ساتلی دی. دوی دښمن ته دا چانس نه دی ورکړی، چې اسلامي امارت په کوچنیو او لویو ډلو باندې وویشي. نو بنسټیزه مسئله دا ده چې اسلامي امارت باید د غرب دغه مکر او چل ته سخت متوجه وي. اسلامي امارت باید غربي ډيپلوماتانو او سیاستوالو ته ددې موقع او فرصت په لاس ورنه کړي چې دوی د اسلام د تطبیق او نورو سیاسي مسایلو او موضوعاتو په اړه وویشي او دښمن ته د نفوذ لاره پرانیزي. ځکه همدومره درد او ستونزې کافي دي چې غرب له یوې پېړۍ زیات وخت کېږي چې لوی اسلامي امت یې په کوچنیو جغرافیو وېشلی دی او بیا یې ددې وېشل شوې جغرافیې چارواکي د خپل ځان مزدوران کړي دي. بلکې اسلامي امارت باید د ټولو مسلمانانو د وحدت سمبول وي. اسلامي امارت باید غرب ته وښيي چې د اسلامي امارت ټول لوړ رتبه او ټيټ رتبه چارواکي او افغان مسلمانان د غرب پر وړاندې یو ډول پالیسي لري.
له بل اړخه د صریح نصوصو پر بنسټ پر مسلمانانو باندې واجب ده چې د قدرت، سياست او عقیدې له اړخه وحدت ولري. ځکه د عقيدې په برخه کې بېلتون د ارتداد او تفرقې سبب کيږي او په قدرت او سياست کې د مسلمانانو بېلتون، د بغاوت فتنه راپورته کوي او همداراز د مسلمانانو د زور او ځواک د پاشل کېدو لامل ګرځي او د کافرانو تسلط او نفوذ ته لاره هواروي. په داسې حال کې چې پر مسلمانانو باندې د کافرانو تسلط او حاکمیت ناروا دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *