لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي امارت پر وړاندې پراته خنډونه

١- د قوانینو او لوائحو تطبیق:

د هر نظام او دولت په وړاندي چيلنجونه او ستونزې پرتې وي چې اکثره وخت دغه چلنجونه د حکومت لپاره په کارونو كې د مخته وړلو د کمزورۍ لامل کېږي، او یا د ولس د ستونزو په حلولو کې خنډونه جوړوي.

اسلامي امارت هم د دغسې چيلنجونو سره لاس او ګریوان دی.

د دغه چيلنجونو له جملې څخه چې شاید تر ټولو مهم یې په امارتي ارګانونو او ادارو کې دقوانینو، ضوابطو او لوائحو تطبيقول وي او دي.

دغه قوانین او لوائح د کابل دپخوانۍ اجیرې ادارې له لوري د ميلیونونو ډالرو په مصرف او د ځمکني واقعیتونو او موجوده اداري سیاسي او ټولنیز وضعیت سره په ټکر کې د نورو هیوادونو د قوانینو او مقرراتو څخه کاپي شوي چې د عملي کیدو امکانات يې هیڅ په پام کې نه دي نیول شوي.

د کابل د اجیري ادارې مشران او مامورین د دغو قوانینو په حقیقت پوهیدل ځکه خو يې په کامله توګه نه عملي کول، د واسطې راوړلو او یا رشوت په اخیستلو يې تر پښو لاندې کول، له همدې امله که څه هم خلکو له فساد څخه شکایت کولو خو بیا یې هم کارونه د واسطې راوړلو او یا په رشوت ورکولو مخکې تلل.

اوس له دوو کلونو څخه اسلامي امارت هماغه قوانین او لوائح پرته له دې چې د دغه قوانینو او لوائحو د تطبیق عملي امکانات وسنجوي او یا ناوړه پایلې پر حکومتي سیستم او پر ولس درک کړي په ډېر جدیت په کامله توګه عملي کوي، چې له امله يې د ډېرو خلکو ورځني کارونه له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړي او حتی د کابل د تېرې ادارې د قوانینو او لوائحو له امله حکومتي اجراءات پيچلي او سست شوي، چې نه یوازې ولس متضرر کېږي بلکې حکومت هم د دغه قوانینو او لوائحو د پلي کولو له امله متضرر شوی.

د تیرې اجیرې ادارې پاتي شوي مامورین هم د قوانینو او لوائحو د عملي کولو په پلمه د خلکو او حتی د امارت د منسوبینو د اجراءات په وړاندې خنډ واقع کېږي.

که چیرې د اسلامي امارت مشران متوجه نه شي او د دغه قوانینو بي روحه عملي کول ونه دروي بې له شکه چې د رعیت د خپګان، غصې او له حکومت څخه د لري والی لامل به شي، بلکې د حکومتي کړنو د معطل کیدلو او ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې د پرمختګ او ترقي د مخنيوي لامل ګرځي.

دکتور محمد یحیی مجددي

نو….

د دغې ستونزې د حل لپاره وړاندیز کېږي چې د اسلامي امارت رهبري یو با صلاحیته کمیسیون وټاکي تر څو په عاجله توګه دغه قوانین او لوائح له سره وګوري او پر حقیقت ولاړ او مځکیني واقعیتونو سره سم تیار کړي.

همدارنګه وړاندیز کېږي: دا چې پورتنی کار حتماً وخت نیسي نو وزارتونو ، اداراتو او ارګانونو ته دې لارښوونه وشي تر څو هغه شمیر مواد له خپلو داخلي قوانینو او لوائحو څخه لري کړي چې د حکومت په وړاندې د کړنو خنډ او د پر مختګ او ترقي مخنیوی کوي او د ولس د ځورونې لامل او د ملى ګټو سره په ټکر کې دي تر څو د حکومت او رعیت کارونه په سمه او په چټکه توګه ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *