مقالی اوتبصرې

د اسلامي اُمت د ځوانانو د ګمراه کولو لپاره د کفارو ۷ بنسټیز مراحل

ګمراه ډلې د اسلامي امت د ځوانانو جذبول او ګمراه کول د یوه منظم پلان له مخې خپله لویه فرضیه ګڼي، د داسې لارو چارو څخه استفاه کوي چې یوازې ځیرک علماء یې محسوسولای شي.پدې لیکنه کې کوشش کوم چې د ګمراه ډلو د جلب او جذب ۷ بسټیز اصول په لاندې توګه معرفي کړم:
لومړی مرحله التفرس: ګمراه فرقې د خپل دعوت لپاره له ټولو زیات ځیرک او باریک بین خلک ټاکي او د همدې ځیرکو خلکو پواسطه د ټولنې بې علمه، خالي الذهن او جاهل قشر ته د دین د زړه کړې او دیني علم په نامه خپل دعوت ورکوي، ورته ژاړي او زیات ځان ورته متقي کوي، د هر شخص حالت ته ګوري هماغسې دعوت ورکوي، د ګمراه ډلو داعیان هېڅکله قوي علماء نه دعوتوي ځکه دوی پوهېږي چې علماء یې په دام کې نه ګیرېږي په دوی رد کوي او راز یې افشاء کوي، د ګمراه فرقو د داعیانو له ټولو زیات فوکس په خالي الذهنه ځوانانو وي، ځکه د ځوانانو عواطف قوي او د دین په نامه زر تر تأثیر لاندې راځي،نو د دین زده کړې ته یې رابولي.
دوهمه مرحله التأنیس: کله چې د ګمراه ډلو داعیان بې علمه ځوانانو ته دعوت ورکړي، له ځوانانو سره تر حد زیات محبت کوي، کتابونه ورته ډالۍ کوي، تحفې او هدیې ورکوې، د دین د زده کړې فضائل له قرآن او حدیث څخه ورته بیانوي، کله چې ځوانان د دوی اخلاص، مینه او محبت وګوري نور هم تر تأثیر لاندې راشي د ځوانانو هم د دې داعیانو سره مینه او محبت پیدا شي.
دریمه مرحله التشکیک: کله چې ځوان د داعیانو نیک برخورد، مینه او محبت وویني او زیات ورڅخه متأثره شي،نو دریمه مرحله پيلېږي چې دا له ټولو خطرناکه مرحله ده. په دې مرحله کې د ګمراه ډلو داعیان ځوانانو ته په دین کې شکوک او شبهات ور اچوي، دعوت شوي ځوانانو خو دیني علم نلري فرضا ورته وایي: په اخترونو کې ذبحه په حیوان باندې ظلم دی، یا مکه مکرمه خو فقط یوه خونه نو د خونې څخه ولې خلک طواف ورکړي؟ یا حائضه ښځه به د روژې قضایي راوړي خو د لمانځه نه راوړي حال دا چې لمونځ د اسلام دوهم رکن دی…په دې شکل او دې ته ورته په دین کې نور شکوک او شبهات ورتع بیانوي او بې علمه ځوانان یې ځواب نه لري.
په دې وخت کې خالي الذهن او بې علمه ځوانان دا شکوش او شبهات پخپل ذهن کې را ګرځوي او د دین په هکله په شبهاتو کې اخته شي.بیا ورته وایي دا سوالونه ټول ځوابونه لري خو ځوابونه یې دومره آسانه نه دي علم ته ضرورت لري، پدې وخت کې د بې علمه ځوانانو له علم سره شوق پیدا شي او د علم په لټه کې شي، د ګمراه ډلو داعیان دې بې علمه ځوانانو ته مشخص کسان معرفي کوي چې د دې سوالونو او دې ورته سوالونه ځوابونه یوازې معرفي شوي کسان لري.
څلورمه مرحله التعلیق: په دې مرحله کې خالي الذهنه ځوانانو ته وایي، د دین زده کړه بیخي مهمه ده او د ژوند له ټولو مهم او لوی رمز دی، دومره په آسانۍ د دې سوالو حل هر چاته نه ویل کېږي، ځوانانو نور هم حیران شي چې دا به څنګه راز وي؟ ځوابونه به یې څه وي؟ کله به یې زده کړم؟ پدې سره یې نور هم رغبت زیات شي.
پنځمه مرحله الربط: په دې مرحله کې د بې علمه ځوانانو لاس او پښې ور تړي، ډېر کلک تعهدات ورته نه اخلي، ورته وایي دا ډېر مهم رازونه دي هر چاته یې نه وایو خو بیا هم ته زموږ په نظر د دې وړ یې چې تاته یې ووایو، خو ته به راز نه افشاء کوې، ځکه د راز افشاء کول او وعده خلافي د یهودو او منافقینو عادت دی، بیا دا بې علمه کسان نور کلک نیسي ورته وایي که د راز افشاء کړ پر تا دې فرضا ۵۰ حجونه نذر وي، یا د ښځه طلاقه وي …
ورورسته تهدید ورکوي که د راز افشاء کړ وژل کېږي، اولادونه دې وژل کېږي…
شپږمه مرحله التدلیس: په دې مرحله کې تر کلکو تعهداتو وروسته ورته وایي چې دا علم لوی شی دی نه پوهېږو چې درته ووایو کنه؟
وروسته دا راز ورته افشاء کوي، او نوی تعلیم ورکوي، ورته وایي: فرضاً که داعي د باطني ډلې له جملې څخه وي: دا لمونځ او روژه مقصودي شیان نه دي، کوم شیان چې نعوذ بالله د محمد په نوم کس راوړي هغه خیالات …
داعي که د خوارجو له جملې څخه وي ورته وایي: فلان او فلان صحابي نعوذ بالله کافر دي ځکه ابوموسی اشعري رضي الله عنه یې حکم وټاکه.
داعي که وهابي ورته وایي: مذهب څه کوې دا دی قرآن او احادیث شته په همدې باید عمل وشي…
داعي که ملحد وي ورته وایي: الله بیخي وجود نه لري دا دنیا خپله پیدا شوې.
داعي که حزب التحریر واله وي ورته وایي: دا مکي دور دی اوس جهاد له سره نشته، کله چې مدني دور راغی بیا به هم نیک اعمال کوو او هم به جهاد کوو.
داعي که شیعه وي ورته وایي: ابوبکر صدیق او عمر رضي الله عنه کافر وه نعوذ بالله ځکه خلافت د علي رضي الله عنه حق و.اوومه مرحله الخلع: کله چې بې علمه ځوان ته شکوک او شبهات پیدا شي، بیا د راز د نه افشاء کیدلو تعهد ورنه واخیستل شي، بیا تهدید شي، په آخر کې خپله عقیده ورته وایي، ځوان هم علم ونه لري، خالي الذهن وي په وروستۍ مرحله کې هغه درک چې پخوا یې د دین په هکله درلود مکمل یې له ذهنه وځي او هغه ټول درواغ او چټیات ورته ښکارېږي، نوې دوره ورته جالبه وي او په همدې نوي ګمراه فکر نوی حرکت پیل کړي. د داسې خلکو اصلاح کول بیا لسګونه کلونه نیسي یا ناممکن وي، دا خلک بیا لومړۍ خپل بې علمه ملګري دعوت کوي، بیا په خپله کورنۍ کار کوي او د د دې ګمراه ډلې یو ګمراه داعي جوړېږي.

سید معصوم الله عاصم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *