دینې لیکنې

د اسلامي عقايدو پېژندګلوي درېيمه برخه

د عقايدو علم
د عقايدو علم چې ورته د اصولِ دين، علم هم ويل کېږي عبارت دى له: «علمٌ يبْحث فِيهِ عمّا يجب الاعْتقاد بهِ الثّابت بالأدلّة اليقينيّة» يعنې داسې علم دى چې په کې د هغو مسائلو او کارونو اړوند بحث کېږي چې په يقيني دلائلو ثابت شوى وي او هغوى ته عقيده لرل واجب وي،خو دا تعريف يوازې د اعتقادي کارونو تر يو قسم پورې نسبت پيدا کوي؛ ځکه اعتقادات پر دوه قسمه دي:
الف_ ځينې هغه اعتقادي کارونه چې د هغوى د نه پېژندلو له امله انسان، مسلمان نه بلل کېږي؛ لکه: توحيد، رسالت او معاد چې ورته د دين ضروريات او قطعيات ويل کېږي.
ب_ هغه کارونه چې ورته ملحقات ويل کېږي او د هغوى په اړه جهالت، ايمان ته تاوان نه رسوي لکه: د انبياوو غوره ګڼل پر ملائکه وو باندې، ځينې اصحاب پر ځينو نورو غوره ګڼل، د قيامت د حالاتو اړوند تفصيلي علم لرل او …

د عقايدو علم د زده کولو حکم:
له هغه ځايه چې ايمان، الله تعالى ته محبوب شى دى، د بنده لپاره غوره او بهترين عبادت دى، د ځان، مال او آبرو ساتلو لپاره مهم سبب دى، سربېره پر دې چې له انسان څخه دنيوي او اخروي ابدي بربادي لرې کوي مسلمان د الله تعالى پر وړاندې قدرمن او د آخرت له خوندورو نعمتونو برخمن ګرځوي نو پر هر مسلمان فرض ده چې له بلوغ وروسته متصل، هغه لومړنی شى چې زده کوى يې؛ او همدارنګه لومړنی هغه شى چې پر عالم باندې لازمه ده چې عاقلو او بالغو خلکو ته يې ورزده کوي به يې ايماني مسئلې دي، چې ټولې د حضرت عمر فاروق (رض) په حديث کې ذکر شوى دي؛ لکه څنګه چې فرمايي: « ذات يوم اذ طلع علينا … الى آخره «
(يو ورځ موږ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په مجلس کې ناست و، ناڅاپه يو سړى چې تکې سپينې جامې يې په تن وې او ويښتيان يې تک تور و را څرګند شو، د سفر او ستړيا نښې نه په کې معلومېدې خو له بل پلوه بيا په موږ کې هېڅ چا نه پېژانده، (رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دومره نږدې شو چې) د هغه مخ ته کېناست او خپل زنګون يې د رسول الله صلى الله عليه و سلم په مبارک زنګون چسپ کړو او لاسونه يې پر خپل ورنو (زنګنو) باندې کېښودل او ويې ويل: اى محمد صلى الله عليه و سلم!! ما ته د اسلام په اړه معلومات راکړه … وروسته يې وويل: د ايمان په هکله راته ووايه. رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ايمان دا چې په الله تعالى، ملائکه وو، آسماني کتابونو، پيغمبرانو او د آخرت په ورځ باور او ايمان ولري او دا هم ومني چې ټول تقدير؛ که خير وي که شر، د الله تعالى له لوري فيصله کېږي …)
له همدې امله په خپل دغه کتاب کې د هغه اعتقادي کارونو تشريح پيلوو چې په ياد حديث کې ذکر شوى دی، په لومړي ګام کې به يې د ايمان له تعريف څخه را پيل کړو او وروسته به پر مؤمن ‌به؛ يعنې هغه څه چې پر هغوى ايمان راوړل اړين وي، بحث کوو.

  شيخ الحديث صبغت الله مولوي زاده / ژباړن: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *