دینې لیکنېلیکنې

د اسلامي عقايدو پېژندګلوي څلورمه برخه

د ايمان اجزاء
فخر الاسلام على بزدوي رحمه الله ايمان او اسلام داسې تعريفوي چې: (( تصديق و اقرارٌ باللهِ سبحانه و تعالى کما هو باسمائه و صفاته و قبول أحکامه و شرائعه)).
ايمان عبارت دى له باور کولو او د الله تعالى په ربوبيت، نومونو او صفاتو باندې لکه څنګه چې الله تعالى د هغوی لائق دى اقرار کول او د الله تعالى له لورې ټول احکام او شرائع منل.
پايله دا چې په ايمان کې دوه شيان ډېر اړين دي؛ يو په زړه پورې اړه لري او بل په وجود پورې، هغه دا چې:
۱- د ايمان قلبي برخه عبارت ده له دې چې په ټولو هغه ضروري احکامو چې د الله تعالى له لوري پر رسول الله صلى الله عليه و سلم باندې نازل شوى دي، باور او عقيده ولري. د دغه رنګ احکامو منل او د هغوی په وړاندې قلبي تسليم، سقوط نه منونکې برخه ده؛ چې که د بنده له زړه سقوط وکړي په حقيقت کې د ايمان له زوال او د اسلام له دايرې څخه د وتلو سره سمون لري.
۲- د ايمان دوهمه برخه چې په وجود پورې تړلې ده، په ژبه اقرار دى؛ ځکه تصديق خو باطني او قلبي کار دى چې هېڅ څوک يې په اړه معلومات نه شې تر لاسه کولاى، نو د څرګندولو لپاره به يې خامخا په ټول ژوند کې، حتى که د يو ځل لپاره هم وي په ژبه سره چې د زړه ترجمانې کوي (( أشهد أن لا اله الا الله و أشهد أن محمدا رسول الله )) ووايي، يعنې په ايماني چارو به اقرار کوي، خو په ژبه د اقرار کولو مقام د زړه له تصديق سره برابر نه دى؛ ځکه د ژبې اقرار په ايماني چارو کې سقوط منونکې برخه ده چې هر کله مسلمان، د کافرانو له لوري په مرګ، د غړيو په پرې کيدو او يا دومره وهلو سره جِدي تهديد شي چې په پورته دوو کارونو کې د يوه لامل وګرځي نو ورته رخصت شته چې داسې خبره يا کار وکړي چې د ايمان پر نه شتون دلالت ولري، په دا شرط چې د اسلامي احکامو په اړه به په زړه کې قوي
تصديق ولري.
د ايمان د دغه دوو ارکانو بېلګه لکه د انسان د بدن غړې دي چې پر دوو برخو؛ رئيسه او غير رئيسه غړو باندې وېشل کېږي، چې هر کله د انسان رئيسه غړې له منځه لاړ شي د مرګ لامل يې ګرځي، خو هر کله چې د انسان غير رئيسه غړې فاسد شي او د يو حاذق ډاکټر د اړينې توصيې له امله د جراحۍ عمل ته اړ شي د هماغه غړي د لاسه ورکولو له امله که څه هم انسان معيوبېږي خو نه مړ کېږي، او يا د فرض لمانځه ارکانو ته ورته دي چې ځينې يې لکه ولاړه (قيام) د انسان د ناروغتيا او کمزورتيا پر مهال ساقطېږي او ځينې نور ارکان د رکوع او سجدې په څېر، تر څو چې د سر په ښورولو سره ادا کېږي نه ساقطېږي، خو که چېرې ناروغ انسان د سر په ښوځولو هم واک و نه لري نو لمونځ يې ساقطېږي.
پاملرنه: که څه هم د ايمان دواړه ارکان ظاهراً په بندګانو کې يو شان دي؛ ځکه پر هر بنده لازمه ده چې په زړه کې د ايماني چارو تصديق، او په ژبه اقرار ولري او د دې دوو اړخونو له پلوه توپير نه لري، خو بيا هم ښه نه ده چې وويل شي: زما ايمان د صحابي ايمان ته ورته دى؛ ځکه ايمان او کفر د سترګو او ړوندتيا مثال لري، سترګې هم له يو بل سره توپير لري، ځينې کسان هر شئ د چشمکو (عينکو) پرته شفاف او واضح ويني او ځينې نور يې له چشمکو پرته ضعيف ويني او هغه کسان چې بيا هر څه ته په چشمکو کې ګوري د سترګو د کمزورتيا نمبرونه يې سره بېل دي، په دغه ډول د ايمان ځليدلو درجه د يوه مسلمان په زړه کې د بل مسلمان د ايماني رڼا سره توپير لري؛ د ځينو په زړونو کې د ايمان ځلا او رڼا د لمر د وړانګو غوندې، په ځينو نورو کې د سپوږمۍ د رڼا غوندې، د ځينو نورو په زړونو کې د ستورو د ځلېدو غوندې او په ځينو نورو کې د څراغ د شغلې غوندې اغېزه لري.

شېخ الحديث صبغت الله مولوي زاده/ ژباړه: محمدصادق طارق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *