افغانستان

د اسلامي مالي محصولاتو د کرنې پرمختیايي صندوق او د اسلامي تمویل بهیر بیرته پرانيستل شو

د اسلامي مالي محصولاتو د کرنې پرمختیايي صندوق او د اسلامي ملاتړ بهیر، د اسلامي امارت له واکمنۍ

د اسلامي مالي محصولاتو د کرنې پرمختیايي صندوق او د اسلامي ملاتړ بهیر، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د څه مودې لپاره د بانکي سیستم د بدلونونو او د افغانستان د محاکمو اصولو له امله ځنډول شوې و، چې تېره ورځ د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په شتون بیا ځلي پرانیستل شو.
په دې پروګرام کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاالله عمري د دغه صندوق د بیا رامنځته کولو موخه د هېواد د بزګرانو ملاتړ یاد کړی او په وینایي، دغه صندوق وکولای شي په ټولو برخو کې دوی ته د میلیاردونو افغانیو پورونه ورکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه دې غونډې ته په وینا کې د هېواد پر ځان بسیاینه د کرنې په ودې پورې تړلې بللې او ویلي یې دي، چې د هېواد د روانو اوبو په کنټرولولو سره به دا زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې د افغانستان بانک مشر ویلي، چې د دغه صندوق له جوړېدو څخه یې موخه د هېواد د اقتصاد وده او د هېواد له بزګرانو ملاتړ دی.
ورته مهال د ملګرو ملتونو استازي سمریت چیزاري ویلي؛ “زموږ اصلي موخه د کرنیز نظام بدلون دی، ترڅو غوره محصولات، غوره تغذیه، ښه چاپیریال او ښه ژوند رامنځته شي، نارینه، ښځې، په ځانګړې توګه ځوانان د کرنیز سیسټم په بدلون کې مهم رول لوبوي.”
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق یو غیر بانکي مالي دولتي بنسټ دی چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې له یوولسو کلونو راهیسې فعالیت کوي، د دې صندوق موخه د سوداګرو او کرنې متشبثینو ته د اسلامي مالي ملاتړ برابرول او په هېواد کې د کرنې وده ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *