لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي نظامونو پر وړاندې د منافقينو دسيسې: (لومړی برخه)

په دې خاطر چې اسلامي نظام په مځکه کې د الله تعالی دين پياده کوي، د حقيقي سياسي اسلام نماينده ګي، د ظالمانو د ظلم مخه نيسي او د هر ډول فساد مخنيوی کوي ځکه نو هر اهل باطل يې په وړاندې درېږي او د حاکم کېدلو مخه يې نيسي او که اسلامي نظام حاکم وي بيا يې د توسعې او بقاء پر ضد دسيسې جوړوي تر څو يې ړنګ کړي.
اهل باطل د عقيدې، عمل او سياسي ليدلوري په لحاظ ډېر دي،خو د اسلامي نظام لپاره له ټولو ډېر خطرناک يې منافقين دي،چې ځانونه د اسلام يا تقوی په لباس کې ښکاره کوي خو اصالت يې بل ډول وي له همدې امله الله تعالی مسلمانان د دوی سره په احتياط کولو باندې امر کوي او فرمايي: هُمُ الْعَدُوُّ فَاحْذَرْهُمْ.[المنافقون: ۴] ژباړه: دوی دښمنان دي نو احتياط ورسره وکړئ. يعنې منافقين ستاسې دښمنان دي ځکه نو تاسې مأمور ياست چې له دوی سره ډېر احتياط وکړئ او د دوست په سترګه مه ورته ګورئ تر څو مو دوکه نه کړي او د ستونزو سره مو مخامخ نه کړي.
منافقين دوه ډوله دي: عقيدوي منافق او عملي منافق لکه امام ترمذي چې د حسن بصري رحمه الله په حواله فرمايي: النفاق نفاقان: نفاق التكذيب ونفاق العمل.[سنن ترمذي۳۶۳۲] ژباړه: نفاق پر دوه ډوله دی: د تکذيب نفاق او د عمل نفاق.
د تکذيب نفاق هغه وي چې څوک په ښکاره ايمان راوړي،خو په اصل کې يې ايمان نه وي راوړی،بلکې کافر وي او د عمل نفاق هغه دی،چې ايمان يې راوړی وي خو کارونه د منافق کوي لکه په احاديثو کې چې ځينې نښې د عملي نفاق ذکر سوي دي.
د تاريخ په اوږدو کې دواړې ډلې د اسلامي نظام په وړاندې خطرناکې تمامي سوي دي په خاصه توګه عقيدوي منافقين،چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له زمانې څخه بيا زموږ تر زمانې پورې يې تل عموماً د مسلمانانو پر ضد او بيا يې په خاصه توګه د اسلامي نظامونو پر ضد ناوړه کړنې ترسره کړي،چې موږ يې په څو کتګوريو کې په لاندې ډول ذکر کوو:
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې منافقين:
د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې د يهودو او عربو منافقينو تل د دې کوښښ کوی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم او مسلمانانو ته ستونزې جوړې کړي او د دوی نوی تأسيس سوی اسلامي نظام ړنګ کړي او يا يې هم لږ تر لږه د توسعې او پرمختګ مخه ونيسي؛ منافقينو به په دين کې شبهات پيدا کول، مسلمانان به يې پر دين باندې بې باوره کول، د مسلمانانو په منځ کې به يې بې اتفاقي خپروله، په مسلمانانو کې نيک خلک به يې په بدو کارونو متهمول آن تر دې چې خپله پر رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده پر کورنۍ به يې هم تهمتونه ويل او ټول هغه کارونه به يې کول چې د اسلام او مسلمانانو په تاوان تمامېدل؛ د بېلګې په ډول:
۱ – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته آمادګي نيوله او صحابه يې وتلو ته امر کړل منافقينو د دې ترڅنګ چې ځانونه يې له جهاده کښل او د تللو څخه يې ډډه وکړه،بلکې نور مسلمانان يې هم د جهاده راګرځول او کوښښ يې کوي چې مسلمانان د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر مخالفت وکړي؛ الله تعالی د دوی په اړه فرمايي:ژباړه: خوشحاله سول پاته سوي کسان په ناستي سره د دوی وروسته تر رسول الله صلی الله عليه وسلم او دوی بد وګڼل چې په خپلو مالونو او ځانونو د الله تعالی په لاره کې جهاد وکړي او دوی وويل: په ګرمۍ کې مه وځئ ورته ووايه چې د جهنم اور ډېر ګرم دی که دوی پوهېږي. [التوبة۸۱] دلته منافقين خپله هم جهاد ته نه تلل او د مسلمانانو په منځ کې يې نفاق ته هم لمنه وهل تر څو هغوی هم د دوی غوندې جهاد ته ولاړ نسي ځکه يې نو ورته وويل: په ګرمۍ کې مه وځئ.
۲ – کله چي رسول الله صلی الله عليه د تبوک غزوې د وتلو اراده وکړه نو جد بني قيس ته يې ويل: څنګه يې د بني الاصفر قوم سره جنګ کولو ته؟ هغه ورته وويل: يارسول الله ته پوهېږې،چې زه د ښځو ډېر شوقي يم،نو که زه جنګ ته درسره ولاړ سم ممکن د ښځو په فتنه کې ولوېږم او دين به مې خراب سي؛ مفسرينو ليکلي،چې دا سړی منافق و،په دې ډول يې د جهاد څخه ځان وکيښ او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې درواغ ويل؛ الله تعالی يې په اړه دا آيت نازل کړ:ژباړه: ځينې د دوی(د منافقينو څخه) هغه څوک دي چې وايي: ما ته اجازه( د پاتي کېدلو) راکړه او په فتنه کې مې مه اچوه، خبر اوسه چې دوی په فتنه کې لوېدلي او يقيناً چې جهنم پر کافرانو باندې راګرځېدلی دی. [التوبة۴۹] دې منافق د دې ترڅنګ چې خپله جهاد ته نه تلو نور مسلمانان يې هم د جهاد نه تللو ته هڅول او هغوی ته يې هم د عذر او ګناه نقل ورکوی.
۳ – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې د تللو اراده وکړه څو منافقين د يوه يهودي چې سويلم نومېدی په کور کې سره راټول سول تر څو مسلمانان له کفارو سره د جګړې څخه را وګرځوي؛ کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم پرې خبر سو طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه يې د څو نفرو سره ور واستوی او امر يې ورته وکړ چې د سويلم کور وسوځوئ او راټول سوي خلک پسې واخلئ؛ طلحه بن عبيدالله رضي الله عنه دا کار وکړ او منافقين ټول و تښتېدل.
دا د مسلمانانو پر ضد د منافقينو له دسيسو څخه يوه دسيسه وه ترڅو په مسلمانانو کې وېره خپره کړي،له دښمن څخه يې ووېروي او د جهاد کولو څخه يې را وګرځوي.
۴ – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبوک غزوې ته تلی حضرت علي رضي الله عنه يې د لنډ وخت لپاره په مدينه منوره کې د خليفه پر حيث پرېښود دلته نو منافقينو په خپل منافقت پيل وکړ او آوازه يې ګډه کړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم علي رضي الله عنه په دې خاطر له ځانه سره نه بيايي چې زړه يې نه غواړي او د هغه تلل ورباندې سخت تمامېږي؛ علي رضي الله عنه راغی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې ويل: يا رسول الله ځينې خلک وايي: ته ځكه ما دلته پرېږدې چې زما په تللو نه يې خوشحاله او زما تلل پر تا باندې سخت تمامېږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: آيا ته نه خوشحالېږې چې ته زما سره داسې سې لکه هارون عليه السلام د موسی عليه السلام سره؛ يعنې کله چې موسی عليه السلام د طور غره ته تلو، نو هارون عليه السلام يې تر خپل راتګ پورې د ځان نماينده وټاکه؛ زه هم تر خپل راتګ پورې تا خپل نماينده ټاکم؛ حضرت علي رضي الله عنه په دې باندي خوشحاله سو او د منافقينو د نفاق پلان شنډ سو.
د لته منافقينو غوښتل د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده د صحابه وو تر منځ اختلاف او بې باوري پيدا کړي ترڅو د ده ملګري د ده د امر مخالفت وکړي او په خپل منځ کې سره اخته سي او د کفارو سره جګړه کول ورڅخه پاتې سي.
۵ – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه د خيراتونو او صدقاتو ورکولو ته تشويق کړه عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه څلور زره ديناره د صدقې لپاره راوړه؛ منافقينو وويل: دا خو يې د رياء لپاره راوړي او چه کله بل صحابه دوه پيمانې خورما د صدقې لپاره راوړه منافقينو وويل: الله او د هغه رسول ستا دغه پيمانې ته هېڅ ضرورت نه لري.
دلته د منافقينو هدف دا و،چې مسلمانان د خيراتونو له ورکولو څخه را وګرځوي ځکه يې نو پر ډېر مال ورکوونکي او لږ مال ورکوونکي دواړو نيوکي وکړې، يو يې په ريا متهم کړ او د هغه بل صدقه يې بې ارزښته وګڼل؛ الله تعالی د دوی په رد کې دا آيت نازل کړ: ژباړه: هغه منافقان چي عيب وايي پر خيرات ورکوونکو د مؤمنانو په خيراتونو کې او د هغه کسانو عيب وايي چې دوی نسي موندلای مګر د خپل کوښښ په اندازه الله تعالی به د دوی د مسخرو عذاب ورکوي او د دوی لپاره سخت عذاب دی.منافقانو پر هغو مؤمنانو هم بد ويل چې ډېر خيرات يې ورکړی و او پر هغو مسلمانانو يې هم بد ويل چې لږ خيرات يې ورکړی و،ځکه دا د منافق عادت دی چې په هر شي کې پلمه او فاسده خبره پيدا کوي؛ الله تعالی د دوی دغه کار وغنده او دوی مؤمنانو ته رسوا کړه.
۶ – کله مسلمانان د تبوک غزوې ته د روميانو سره جګړې ته روانېدل ځينو منافقينو ورته ويل: تاسې پر روميانو د عربو ګمان کوئ چې جګړې مو ورسره کولې؟ هدف يې دا و، چې مسلمانان و وېروي او له روميانو سره د جګړې يې را وګرځوي.
۷ – کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينې منورې کې د اسلامي نظام بنسټ کېښود او مهاجرين او انصار يې سره وړونه کړه د منافقينو دغه حالت نه خوښېده نو د دې لپاره چې د مسلمانانو منځ کې بې اتفاقي راولي مسجد ضرار يې جوړ کړ،خو الله تعالی دوی رسوا کړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم يې مسجد وران کړ.
۸ – منافقينو د دې لپاره چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم شخصت داغداره کړي او د ده مبارکه کورنۍ بدنامه کړي د مشهور منافق عبدالله بن ابی بن سلول په دسیسه يې پر عائشې رضي الله عنها تهمت ولګوی ځکه تهمت لګول هم د فکري جګړې څخه برخه ده چې تل يې کفار او منافقين د مسلمانانو او بيا اسلامي نظامونو پر ضد کاروي؛ خو الله تعالی د عائشې رضي الله عنها پر پاکۍ قرآن نازل کړ او نافقين يې رسوا کړه.
لنډه دا چې په زمانه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم منافقينو ډېر کوښښونه وکړل تر څو د صحابه وو تر منځ اختلافات پيدا کړي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اطاعت ارزښت په صحابه وو کې کم کړي، د مسلمانانو دښمنان پر دوی باندې را وپاروي، انصار او مهاجرين، اوس او خرزج سره وجنګوي او د دوی ترمنځ قومي جګړې پيل کړي؛ دا ټول د دې لپاره چې په مدينې منورې کې د اسلامي نظام مخنيوی وکړي.په هره زمانه کې بايد مسلمانان په خاصه توګه د اسلامي نظام مشران د منافقينو مکر او فريب ته متوجه وسي او د دوی په چاپلوسۍ، خوړمالۍ، خوږو خبرو او ظاهري دوستۍ دوکه نسي تر څو خدای مکړه تسلط، نفوذ او اقتدار يې له منځه يو نه سي. نور بیا …

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *