دینې لیکنېلیکنې

د اسلامي نظامونو پر وړاندې د منافقينو دسيسې

د دې لپاره چې مسلمان مشران او عام مسلمانان، اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو په زيانونو ډېر پوه شي او په پوره توګه يې وپېژني راځو په قرآن شريف کې د منافقينو ځينې راغلي حالات په لنډ ډول بيانوو:
په سورة البقره کې الله تعالی د منافقينو د زړونو ناروغي او د دوی لخوا د مسلمانانو دوکه کول ذکر کړي، په سورة آل عمران کې يې د دوی نا آرامي او خواري ذکر کړې ده، په سورة النساء کې يې د الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم د حکمونو څخه د دوی مخ اړول ذکر کړي، په سورة المائده کې يې له کفارو سره د منافقينو د دوستۍ بيان کړی، په سورة الانفال کې يې د دين د قوي کېدلو لپاره د الله تعالی په نصرت کې د دوی د شک او ترديد بيان کړی، په سورة التوبة کې يې د جهاد څخه د دوی د تښتې او پر مسلمانانو باندې د دوی د بد ويلو يادونه کړې ده، په سورة الحچ کې يې د دوی د تزلزل يادونه کړې ده، په سورة النور کې يې د دې بيان کړی چې منافقين په خپلو نفسي غوښتنو پر دين نيوکه کوي، په سورة العنکبوت کې يې د دوی د صبر د لږوالي يادونه کړې، په سورة الأحزاب کې يې د الله تعالی د وعدې څخه د دوی د مخالفت بيان کړی ، په سورة محمد کې يې د دوی د بېغرتۍ يادونه کړې، په سورة الفتح کې يې پر الله تعالی د دوی د بدګمانۍ يادونه کړې، په سورة الحديد کې يې په هيلو باندې د دوی لخوا د خپلو ځانونو د دوکه کولو بيان کړی دی، په سورة المجادلة کې يې د دوی د درواغ قسم اخيستلو يادونه کړې، په سورة الحشر کې يې د قيامت په ورځ د منافقينو د دوستانو د ذلت او خوارۍ بيان کړی دی، په سورة المنافقين کې يې د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د منافقينو د بې ادبۍ ذکر کړی او په سورة التحريم کې پر منافقينو د سختۍ کولو او د دوی په وړاندې د جهاد کولو بيان کړی دی.
لنډه دا چې د منافقينو د تاوانونو د ډېروالي له امله او د دوی په وړاندې د مسلمانانو د ويښتوب لپاره الله تعالی د قرآن شريف په ۱۷ سورتونو کې د دوی د بديو، فريبونو او ګمراهيو يادونه کړې له همدې امله ټوله مسلمانان په خاصه توګه په اسلامي نظام کې مسئولين بايد د هغه کسانو په وړاندې چې د منافقينو کړنې تر سره کوي ډېر ويښ او ځيرک وي تر څو يې دوکه نه کړي او مسلمانان يا اسلامي نظام د ستونزو او ننګونو سره مخ نه کړي.
اسلام او مسلمانانو ته د منافقينو د ډېر زيان په خاطر رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپل امت په وړاندې د منافقينو د دسيسو او چلونو څخه ډېر د ويرې اظهار کړی،عمران به حصين رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څوک چې د هغه څخه زه پر تاسو ډېر وېرېږم هر هغه منافق دی په ژبه عالم وي.
محدثينو د دې حديث په تشريح کي ليکلي دي: په ژبه باندې عالم هغه چا ته وايي چې علم يې يواځې په ژبه کې وي نه په زړه کې يعنې په خوله او ژبه ښې خبرې کوي خو په زړه کې پر الله تعالی او پر خپلو ښو خبرو باور و نه لري چې دا په اصل کې د منافق عمل دی ځکه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دې شخص ته منافق ويلي دي.
د منافق د خطر او تاوان ډېروالی په دې خاطر دی چې هغه ځان د مسلمان په بڼه ښکاره کوي، له مسلمانانو سره په ټولي کې ژوند کوي او د مسلمانانو په ټولو حالاتو ښه پوره خبر وي نو د هر ناوړه کار اراده چې وکړي د کافر په نسبت يې ډېر ژر په اسلامي ټولنې کولای شي.
د يوې شبهې جواب: ځينې خلک وايي: تاسې ولې د ځانونو او خپلو ځينو مشرانو ملامتيا پر منافقينو اچوی او تل واياست چې په فلاني وخت کې منافقينو داسې او داسې کړي دي؟ او ولې په دې کار کې د خلپو مشرانو او ځانونو نيمګړتيا له پامه غورځوي؟.
د دوی په ځواب کې بايد وويل شي،چې موږ د ځان او خپلو مشرانو ملامتيا پر منافقينو نه اچوو بلکې د منافقينو په دسيسو خلک خبروو او د دوي کرغېړنه څېره خلکو ته معرفي کوو ځکه دوی د اسلام په جامه کې په خوږه ژبه د مسلمانانو په منځ کې ژوند کوي او د مسلمانو مشرانو په شمول هر څوک ورباندې نيک ګمان کوي او دوی ته د خپلو مسلمانو وړونو په سترګه ګوري ځکه يې په خپلو رازونو خبروي او مشورې ورسره کوي؛ نو په داسې حالت کې دوکه کېدل د انساني فطرت او بشري طبيعت عارضه ده.
موږ دا د ځان لپاره دنده بولو چې په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو هر بدخواه که ښکاره کافر وي، که منافق وي او که ضعيف الايمان مسلمان وي مسلمانو مشرانو او خپلو عامو مسلمانانو ته د کارونو او عادتو پر اساس معرفي کړو تر څو زموږ اسلامي نظامونه او زموږ مسلمانې ټولنې د دوی د هر ډول شر او فساد څخه خوندي وساتل شي.
په دې خاطر چې منافقين د نفس د عزت او حياء څخه خلاص دي عموماً په دوو حالتونو کې د مسلمانانو په منځ کې منافقت کوي او د نفرت خپرولو کوښښ کوي:
۱-په هغه حالت کې چې مسلمانان د زور او قوت پر لوري روان وي؛ په دې حالت کې منافقين خپل موقف او د خپلو بادارانو چې يهود او نصاري دي راتلونکې په خطر کې ويني ځکه نو د ايمان اظهار کوي او د نفاق د خپرولو له لارې مسلمانانو ته ستونزې پيدا کوي.
۲- په هغه وخت کې چې مسلمانان د اسلامي نظام خاوندان وي؛ منافقينو ته اسلامي نظام په هېڅ صورت کې د منلو نه دي ځکه چې د اسلامي نظام د حاکميت سره د منافقينو او د دوی د بادارانو ګټې په خطر کې لوېږي او همدا راز مسلمانان پر يو امير باندې سره راټولېږي چې منافقين د مسلمانانو لپاره داسې حالت نه شي زغملای.
اجمالي منبع: صفة المنافق للفريابي

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري – شپږمه او ورستۍ برخه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *