دینې لیکنېلیکنې

د اسلامي نظامونو په وړاندي د منافقينو دسيسې:

لکه څنګه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي منافقينو د اسلام او مسلمانانو پر ضد خپل ناوړه کارونه کول د هغه د وفات وروسته يې نور هم خپلو کارونو ته کش ورکړ او د دې لپاره چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لاس جوړ سوی اسلامي نظام ړنګ کړي او د اسلام د پرمختګ مه ونيسي د صحابه وو په زمانه کي يې هم خپل منافقت ته دوام ورکړ او د وخت اسلامي نظام يې د ګڼو ننګونو سره مخ کړ. د رسول الله صلي الله عليه وسلم په زمانه کي ډېرو منافقينو ظهور نسو کولای خو کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفات سو ځينو يې سر راپورته کړ او د وخت حاکم اسلامي نظام پر ضد يې بغاوت وکړ چي لويه بېلګه يې د زکات څخه انکار وو او بيا ارتداد وو.د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي ځينو خلګو لکه اسد او غطفان قبيلو زکاتونه په اخلاص نه آداء کول چي همدې خبري ته په قرآن شريف کي هم اشاره سوېده.
ژباړه: ځيني د اعرابو هغه کسان دي چي د الله په لاره کي مال مصرفول تاوان ګڼي او ستاسي لپاره آفتونو ته انتظار کوي، پر دوی باندي به بد آفت وي او الله تعالی اورېدونکی او باخبر دی.
په تفاسيرو کي راځي چي دغه آيت د دوی په باره کي نازل سو چي په اخلاص يې زکات نه ورکوی، کله چې ابوبکر رضي الله عنه خليفه وټاکل سو دوی وړانديز ورته وکړ چي زموږ څخه زکات معاف کړي خو ابوبکر رضي الله عنه د دوی خبره و نه منله او زکات يې ورته معاف نه کړ هغه وو چي د خپل قوم پر يوه سړي طليحة الاسدي باندي راټول سوه چي هغه د پيغمبرۍ دعوه کړېوه چي هغه بيا د خالد بن وليد رضي الله عنه سره په جګړه کې ماتي وخوړله او بيرته مسلمان سو.
مؤرخينو ليکلي دي چې دا د منافقينو په دسيسه يو لوی سياسي ارتداد وو چي هدف يې د اسلامي نظام دړي وړي کېدل او د عربو ټوټه ټوټه کېدل وو تر څو اسلامي نظام ړنګ سي او يا هم لږترټږه د پرمختګ مخه يې ونيول سي خو الله تعالی د ابوبکر رضي الله عنه او نورو صحابه وو په قوي ايمان او جديت سره دا دسيسه شنډه کړه.
بايد ووايو چي د دين څخه د مسلمانانو اړول د منافقينو لوی هدف دی چي هم يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کي د لاس ته راوړلو کوښښ کاوه او هم يې د صحابه وو په وخت کې کوی؛ دا ځکه چي د مسلمانانو د يووالي او اتحاد محور يواځي دين دی تر څو چي دوی پر دين سره راټول وي هيڅ وخت يې په مينځ کي تفرقه او درځ نه راځي خو که د دين څخه واوښتل بيا به يې په مينځ کي هر ډول طبقاتي توپيرونه، ژبني تبعيضونه، قومي شخړي او سيمه ايز وېشونه راځي چې په نتيجه کي به د هر ډول قوي او خپلواک نظام څخه محروم وي؛ چي دا ترخه تجربه مو د اسلامي خلافتونو له ړنګېدلو څخه بيا تر اوسه په خپلو حواسو او ذائقو ليدلې او څکلې ده.د ابوبکر رضي الله څه وروسته چي حضرت عمر رضي الله عنه خليفه سو بيا هم منافقين آرام نه وه ناست خو د حضرت عمر رضي الله عنه الهي رعب پر دوی غالب سوی وو ځکه يې نو په چټکۍ او زغرده کوم کار نسو کولای.د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت پلان هم دوو منافقينو جوړ کړ او امکانات يې د ابولؤلؤ مجوسي په لاس ورکړ ترڅو چي يې عمر رضي الله عنه په شهادت ورسه.
د تاريخ په کتابونو کې راځي: هرمزان د فارس د حاکمانو څخه يو حاکم وو کله چي مسلمانانو ګير کړ نو ده په ښکاره د حضرت عمر رضي الله عنه مخ ته ايمان راوړ خو په اصل کي يې د حضرت عمر رضي الله عنه وژلو ته فرصت جوړاوه ځکه نو ډېر وختونه د حضرت عمر رضي الله عنه څخه نه جلا کېدی هغه وو چي زهرجن خنجر يې جوړ کړ او د ابولؤلؤ مجوسي په لاس يې ورکړ هغه حضرت عمر رضي الله عنه ورباندي شهيد کړ، دويم منافق د حيرې اوسېدونکی جفينة نصراني وو چي سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه مدينې منورې ته را لېږلی وو تر څو مسلمانانو ته ليکل او لوستل ور زده کړي خو هغه بدمرغه د هرمزان سره په ګډه د حضرت عمر رضي الله عنه د شهادت پلان جوړ کړ.
د اوږد تاريخ په پاڼو کي دا يوه وړوکې بېلګه ده؛ خو که موږ تاريخ وګورو دا به راته ثابته سي چې د هر مسلمان رهبر په وژلو، متهم کولو او ضعيف کولو کي د منافقينو لاس دی په خاصه توګه هغه منافقين چې اصليت يې يهودي وي ځکه يهودان بيا په شيطنت، منافقت او دسيسه جوړولو کې خورا ډېره لويه سابقه لري. دوام لري….

(دويمه برخه) مولوي نورالحق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *