سرمقالې

د اسلامي نظام د بریا لپاره کاملې پراخ نظرۍ ته اړتیا ده !

دا حقیقت له هیچا پټ نه دی چې په دې وروستۍ زمانه کې ټول مسلمان امت له انتهايي زیات انحطاط او ذلت سره مخ دی، تر دې چې نن سبا خو د (۵۷) اسلامي هېوادو ګرد سره سیاسي مشران مطلقاً د اغیارو په غلامۍ کې وخت تېروي. دا یوازې افغانستان دی چې مؤمن ملت یې د اسلام لپاره د سرو مال قربانیو ته چمتو او هر وخت د خپلو معنوي ارزښتونو دفاع ته ملاټرلی ولاړ دی. همدا وجه ده چې اوس د نورې اسلامي نړۍ سترګې هم همدغو مېړنیو مبارزینو ته اوښتې او تل یې د بریا او پرمختګ لپاره شېبې شماري په دې حساب همدغه حالت زموږ مسئولیت او مکلفیت څو برابره نور هم زیاتوي او یوازې د خپل ځان نه، بلکې د نړۍ پرمخ د ګردو مسلمانانو غمخوري او پاملرنه زموږ پراوږو را اچوي. خو څرنګه چې بې له شکه هیڅ ممکنه نه ده چې ټول امت یا هره یوه بشري ټولنه دې سربېره پر اصولو، ګردو جزئیاتو او فروعاتو کې هم سره هم نظره او هیڅ اختلاف ونه لري، ځکه انسان یو عاقل مخلوق او هر یو د جلاجلا فکر څښتن دی نو له همدې کبله د سلیم عقل غوښتنه دا ده چې ترڅو پورې په اصولو او کلیاتو کې اتفاق او وحدت ممکن وي، هیڅکله مناسب نه ده چې په جزیاتو او فروعاتو کې پر اختلافی موضوعاتو اصرار وشي، یو عالم مشکلات او فتنې را وپارول شي او نورو اصولي او بنیادي دښمنانو ته د مداخلو او تعرض مواقع چمتو کړی شي.

اوس که موږ یوازې پر خپل هېواد بحث وکړو او د خپل ملت افکار او نظریات وګورو نو هم په څرګنده راته ښکاري چې ان زموږ دیني علماء، طالبان او نور ملتزم وګړي هم نه د یو استاد شاګردان، نه د یو ملا مقتدیان او نه د یو پیر مریدان دي. ځکه خو معلومه ده چې که زموږ مشران او واکمن اشخاص مثلاً د وهابی، پنجپیري، مودودي، دیوبندي، سیفی او داسې نورو موضوعاتو کې ونښلي او جزیاتو کې تنګ نظري پرې غالبه شي، نو سل په سلو کې یقین دی چې دا ډول اشخاص په لاشعوري توګه هغو بې دینانو او ملحدینو سره مرسته کوي څوک چې اساساً د الله تعالی له وجوده منکر او د اسلام او مسلمانانو داسې دښمنان دي چې ان یو اسلامي نوم هم نه شي زغملی او ټول انسانیت فقط ماده پرستي او د جهنمي ابلیس ملګرتیا ته وربلي. موږ ته لازمه ده د خپل ملت پېژندنه کې دا ټکی له پامه ونه غورځوو چې دلته زښته ډېر انقلابونه راغلي، بهرنۍ مداخلې شوې او د اسلامي نړۍ د مختلفو سیاسي او مذهبي حرکتونو افکار او نظریات را رسېدلي چې حتماً به ځینې مثبت او منفي اړخونه هم لري. د مثال په ډول د شوروي یرغل په زمانه کې موږ د جهاد او مبارزې په ډګر کې د تنظیمونو تعدد تجربه کړ چې د کمونیزم پر خلاف د ملت پاڅولو او جنګي افرادو روزلو کې یې ښه پرمختګ وکړ خو پای کې د واک تر لاسه کولو سیالۍ کې یې ولسي پرګنې یو د بل دښمنې او هېوادیې تبا برباد کړ. بناء پردې اوس مهال د هېواد زیاتره منورین او تجربه کار شخصیتونه په دې باور دي چې د هېواد سیاسي واک پر سمتونو، قومونو او تنظیمونو د وېشلو تجربه نوره بالکل بس ده، خو په فردي شکل د هر اهل او مستعد شخص په ګمارلو او رابللو کې باید هیڅکله جزېې اختلافاتوته کوم ارزښت ورنه کړی شي. لنډه دا چې هر هغه مخلص او مؤمن مبارز چې په رښتیني ډول او د زړه له تله په دې ځورېدلي هېواد او ملت کې د فساد او بې دینۍ خاتمه، د اسلامي نظام پرمختګ او بریا او د اغیارو له مداخلو او احتیاجه خلاصون غواړي، نو ورته لازمه ده چې ښه پراخ اسلامي نظر او پر هر مخلص هېوادوال ډېره پېر زوینه ولري. راځئ د تنګ نظرۍ هر ډول مظاهر او د سلیقې، مسلک او مشرب له تعصباتو په کلکه ځان وساتو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *