سرمقالې

د اسلامي نظام د تطبیق لپاره خپل هېواد او خپلواکي دواړه لازمي دي !

تېره ورځ د هېواد دفاع وزیر دخپلې وینا په یوه برخه کې دې ټکی ته اشاره وکړه چې زموږ فضایی قلمرو لاهم خوندی نه دی او هېوادوال ویني چې بهرنۍ الوتکې دګاونډیو ملکونو له سرحدونو را تیرېږی او زموږ پرخاوره ګزمې کوي ، واقعیت دادی چې یاده موضوع له څو اړخونو د څېړنې او دقت وړ ده ، مثلاً یوه ستونزه داده چې څرنګه موږ په داسې یو وضعیت کې راګیر یو چې دامریکې په شان یو ډېر لېرې هېواد الوتکې راځی، شپه ورځ مو پرسرونوګرځي او چې هرځای او هرڅوک په نښه کوي، په ډاډه زړه يې ویشتلي شي، تردې لاډېره زیاته دويمه کمزوري موداده چې څرنګه يادې الوتکې بیا زموږ د یو مسلمان ګاونډي هېواد له خوا زموږ فضاته را داخليږي او موږ بیا هماغه ګاونډي سره هم څه حساب نه شو کولای ، او دريمه اصلی ستونزه مو بیاداچې لاهم زموږ د زیاترو سرپردې نه دې خلاص چې د یادو ستونزو چاره څه ده اوپه څه طریقه به یې حل کوو، حال دا چې پرکوم سپېڅلي الهی کلام موږ ایمان راوړی ،هماغه کتاب يې هم حل را ښوولی اوهم يې کلکه سپارښتنه راته کړې ځکه قرآن مجید پرموږ ټینګار کوي چې باید چمتووالی ورته ونیسو او نبی علیه الصلوة والسلام يې په تشریح کې وايي چې مطلب ویشتل او دویشتلو سامان چمتو کول دي، بناپر دې معلومه شوه چې ترڅو مو ددغو ستونزو چاره نه وي کړې ، نه دهېواد خپلواکي ساتلی شو او نه پکې اسلامی نظام په سمه توګه تطبیقولی ، طبیعی ده چې اسلامي نظام یا پرنړۍ دالهی حاکمیت پراساس دانسانانو تنظیمول بې له شکه يوه سیمه او جغرافیه غواړی. نوڅرنګه چې اوس دنړۍ پرمخ په ټاکلو سرحداتوکې دننه جلا جلا هېوادونه منځ ته راغلی او هرملت ترخپله وسه هڅه هاند کوي چې پرياده خاوره خپله ولکه ټینګه، خپلواکي محفوظه او دخپلې خوښې سیاسي نظام ،ارزښتونه اوکلتور په آزادۍ سره وپالي ،مطلب دا چې کله موږ ځان لپاره دیومستقل هېواد او پکې له خپل فکر اوعقيدي سره سم اسلامی نظام د نفاذ غوښتونکي یو نو بیا لازمه ده چې دخپلواکۍ، ساتنې ، دفاع او سوکالۍفکریې هم وکړو ، اوس دا واقعیت هم ښايي هرچاته معلوم وي چې دا مهال ټوله نړۍ فقط دیوه کلي په شان ده. په دې معنا چې ګرد سره بشري توکمونه یو بل سره خورا ډېر نږدې شوي،یو دبل له وضعیت اوحالاتو ښه خبر اوپه شېبه شېبه کې اغېزمن کېدی شي، له همدې امله اوس مهال ټول مسلمان امت دکفارو ترسخت فشار لاندې راغلی او دا پرې لازمه شوې چې په هره ممکنه وسیله اوطریقه باید دخپلې دفاع لپاره ملاوتړي او کار وکړي، یعنی موږ یوازې پردې نه خلاصيږو چې خپل هيواد کې داسلامي نظام تطبیق اعلان کړو او نه مو مسؤليت او مکلفیت یوازې همدومره دی، بلکې ترڅنګ يې بله مهمه فریضه دا هم لرو چې څرنګه خپل ژوند ،خپله عقیده ،خپل پت او ناموس اوخپل مسکن وساتو، دفاع یې وکړو او د پرديو دسیسو مخنیوی وکړو، ښکاره ده چې نن زمانه کې دغه اهداف ترلاسه کول پرته له نویو ساینسی علومو، تخنیک او تجربو په بله طریقه هيڅکله نه شی ترلاسه کېدی ، پايله دا شوه چې که سر له ننه موږ دخپلې يادې ستونزې دحل لپاره لاس په کار نه شو نو خدای دې نه کړي ډېر ژربه هرڅه له لاسه ورکړو اویابه تر ډېرې اوږدې زمانې پورې همدغه شان دبې وسۍ وختونه تېروو … راځئ خپل مهم مسؤليتونه وپېژنو، ستونزې وڅېړو ،حل يې وپېژنو اوپه اړه يې عملی ګامونه خپل لومړیتوب وبولو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *