افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان د هرات زلزله ځپلو سره ۱۵۰ زره ډالره مرسته وکړه

افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر دوکتور محمد سعید العیاش د اسلامي پيوستون د صندوق په استازيتوب د هرات له زلزله ځپلو سره ۱۵۰ زره امریکايي ډالره مرسته د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص ته وسپارله.د اسلامي همکاریو د سازمان استازي دوکتور محمد سعید العیاش په دې اړه وویل، چې دا مرسته به د راتلونکو نورو اقداماتو پيلامه وي.نوموړي هيله څرګنده کړه، چې دا ډول مرستې به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطيع الحق خالص وویل: «مونږ ژمن یو چې دا مرسته به په پوره شفافیت او امانتدارۍ تر مستحقو وګړو رسوو.» نوموړي د اسلامي پيوستون د صندوق د ادارې مننه وکړه، چې په ستونزمنو حالاتو کې د افغان ولس
مرسته کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *