افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره خپلې مرستې زیاتوي

شریعت: د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د اسلامي همکاریو د سازمان د خوړو خوندیتوب د څانګې له مسوول پروفیسور یرلن بایدولیت او افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان له استازي دوکتور سعید العیاش سره پلازمېنه کابل کې افغانستان سره د بشري مرستو په اړه غونډه ترسره کړه.غونډه کې پر ګڼو بشري موضوعاتو سربېره د اسلامي همکاریو د سازمان له لوري بادغیس، نیمروز، غور او فراه ولایتونو کې د ۲۶۸ ټنه مرسته شویو اوړو پر ویش هم خبرې وشوې.په دې ناسته کې د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه وشوه، چې په راتلونکي کې به د دواړو لوریو ترمنځ یو هوکړه لیک هم لاسلیک شي او د یاد هوکړه لیک پر بنسټ به له افغانستان سره د اسلامي همکاریو سازمان مرستې نورې هم پراخي شي.
پروفیسور یرلن بایدولیت د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ته قرغزستان ته د ورتګ بلنه ورکړه؛ ترڅو له افغانستان سره د بشري مرستو د جلب برخه نوره هم پراخه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *