دینې لیکنېلیکنې

د اسلام اتل علي رضي الله عنه

علي مسجد ته رانووت، شونډې يې د علم د هغې خزانې په تورو خوځولوې چې په سینه کې يې پروت دی، سترګې يې هغې دروازې ته وې چې د ده خوږ ملګری معلم، ایډیال، د هغې د خوږې زهراء پلار به ترې ژر راووځي.

قریش له اقتصادي بحران سره مخ شول، ابوطالب ته ډېره کوړمه(بچي) ورپه غاړه وه، رسول اللهﷺخپل تره عباس ته وویل او تره يې په هاشمیانو کې شتمن و:

– ای عباسه، ستا ورور ابوطالب ته ډېر ماشومان ورغاړې دي، خلک له اقتصادي بحران سره مخ دي، ماسره ورشه چې یو څه بچي ترې کم کړو، یو تن به زه ترې واخلم او یو تن به ترې ته واخلې.

عباس وویل:

– سمه ده.

رسول اللهﷺوړاندې له دې چې پيغمبر شي او خلکو ته نېک اعمال بشپړ کړي، دا يې هېر نه کړل چې ابوطالب يې د ماشومتوب سرپرستي کړې وه، اوس يې وخت رارسېدلی دی چې سپين ږیري ته يو څه بدله ورکړي، د خپل تره عباس سره د ابوطالب کور ته ورغی، دواړو ورته وویل:

– موږ غواړو چې له تانه دې يو څه بچي واخلو.

– که عقیل زوی راته پرېږدئ او نور چې هر یو اخلئ نو وايې اخلئ.

له هغو څخه چې الله تعالی پرې لورینه کړې وه، یو تن علي بن ابي طالب و، له اسلام وړاندې د رسول اللهﷺپه لاس تربيه شو، د خدیجې بنت خویلد په کور کې رالوی شو، د کور په قېمتي شیانو يې زړه ورنغی، بلکې د خپل تره زوی خبرو يې په عقل واکمني وکړه.

ماشوم به د خدیجه الکبری له غلام میسره سره کیناسته چې يې له خولې څخه په حیرانتیا د ابوالقاسم په اړه هغه خبرې واوري چې په تجارتي سفر کې یې لیدلې وې، خلک يې په بازار کې په خپل ښه ښوی او نرم مزاج اسیران کړي وو، میسره په ډېره پارونکي لهجه وايي ابوالقاسم د دې لپاره زېږېدلی دی چې په عربي ټاپووزمه کې له ټولو لوی سوداګر وي، امانتکارۍ يې د دې کار جوګه کړی ، علي که څه هم کشر دی، خو د خپل زړه په ژورو کې په دې پوهېږي چې د تره زوی یې د بل ستر کار لپاره پيدا شوی دی، هغه خو په دنیا کې زاهد دی، په شتمنۍ دومره نه خوشالېږي، تل يې نورو ته ورکوي، هغه د باران په څېر سخي دی، د وریځې په څير سخي دی.

د ماشوم له وړاندوینې سره سم الله تعالی خپل رسول ټولو خلکو ته د بشیر او نذیر په توګه راولېږه، نو ده پرې ایمان راوړه او د الله په وحي کې يې ريښتونی کړ، کله چې به د لمانځه وخت شو، رسول اللهﷺبه د مکې درې ته راووت، لس کلن علي به ورسره هم له خپل پلار نه پټ راووت، یوه ورځ ابوطالب دواړه په لمانځه ولیدل، نو رسول اللهﷺته یې وویل:

– وراره دا کوم دین دی چې ته يې کوې؟

– ای کاکا دا د الله دین دی، د هغه د ملائکو دین دی، د هغه د رسولانو دین دی، زموږ د پلار ابراهیم دین دی، زه الله تعالی خپلو بندګانو ته د رسول په توګه رالېږلی یم، کاکا ته تر ټولو ډېر مستحق يې چې د دې دین په اړه تاته نصیحت وکړم او سمې لارې ته دې راوغواړم، حق هم دا دی چې ته مثبت ځواب راکړې او مرسته راسره وکړې.

– ای وراره، زه خو نه شم کولای چې د خپلو پلرونو دین پرېږدم. خو په خدای که زه ژوندای وم، هېڅوک درته پورته نه شي کتلی.

ماشوم تندی ترش کړ او خواشینی شو، د خپل پلار د مسلمانېدو تمه يې لرله، هغه هیله يې راکمه شوه چې د ابوطالب په اسلام کې یې لرله، ابوطالب پرته له دې مړ شو چې شونډې یې د شهادت په کلمه وخوځېږی، په دې يې باور و چې الله له دې څخه ډېر لوی دی چې کوم بشر دې پيغمبر راولېږي. کله چې هم علي ته خپل پلار وریاد شي چې په کفر مړ دی، مرۍ يې راډکه شي او اوښکې يې سترګې پرېمنځي.

ده خو هغه شپه د رسول اللهﷺپه بستره سبا کړه چې رسول اللهﷺهجرت کاوه، د هغه حضرمي څادر يې په ځان راخپور کړ، که څه هم په دې پوهېده چې قریش په دروازه کې ولاړ دي، چې ویده شي، ټول به پرې یو ګوزار وکړي او وبه يې وژني، سره له دې بیا هم وېرې د علي زړه ته لاره ونه کړه.

ډېر ارام او ډاډه و، هغه چې له کومې ورځې نه اسلام اعلان کړی دی، نو خپل ځان يې په دې روزلی چې سر یې له خپل خوږ نبي څخه قربان! رسول الله علیه السلا هجرت وکړ، علي خلکو ته د هغوی هغه امانتونه بېرته ورسپاري چې رسول اللهﷺته یې ورکړي و، په مکه کې نو داسې څوک نه و چې په کوم څیز به ووېرېده او هغه به يې رسول اللهﷺته امانت ور نه کړ، ځکه چې هغه رښتونی او امانتکار و.

مدینې ته یې هجرت وکړ، په قباء کې دوه شپې پاتې شو، یوه مسلمانه بېوزله مېرمن يې ولیدله چې خاوند يې نه لره، په نیمه شپه کې به ورته يو څوک راغی، دروزاه به يې وروټکوله، هغه به ورته راووتله، دې سړی به یو څه ورکړل، هغې به ترې واخیستل، نو علي د دې کار په اړه حیران شو، په ښځه پسې ورغی، ورته يې وویل:

– ای مېرمنې، دا سړی څوک دی چې په نیمه شپه کې ستا دروازه ټکوي، ته ورته راوځې، تاته یو شی درکوي، نه پوهېږم چې څه شی درکوي او ته یوه مسلمانه مېرمن يې، خاوند نه لرې؟

– دا سهل بن حنیف بن واهب دی، هغه خبر شوی چې زه یوازې ښځه یم، څوک نه لرم، کله چې ماښام شي هغه د خلکو په بتانو پسې لاړ شي، مات يې کړي او بیا يې ماته د شپې راوړي چې په دې اور بل کړه.

د ده او د سهل ترمنځ ملګرتیا وه، په خوا خاطر کې یې نه ګرځېدله چې سهل به يې په لویه فتنه کې تر څنګ ودرېږي او په عراق کې په مري.

رسول اللهﷺد خپلو د مهاجرینو او انصارو تر منځ ورورولي وکړه، بیا يې علي له لاسه ونیوه او ويې ویل:

– دا زما ورور دی.

د زلمي زړه له خوښۍ ډک شو، د متقیانو امام او د رب العالمین استازي په ډک مجلس کې له علي سره وروري اعلان کړه، په العشیره غزا کې زلمی د عمار بن یاسر ملګری و، کله چې رسول اللهﷺورننوت، د خړوب په چارو يې د بني مدلج څخه ځينې خلک وټاکل، علي ابن ابي طالب عمار ته وویل:

– ای ابوالیقظانه، خوښه دې نه ده چې دې خلکو ته ورشو. ويې ګورو چې څنګه کار کوي؟

– ستا خوښه.

دواړه ورغلل، یوه ساعت يې د هغوی کار ولیده، بیا پرې خوب راغی، دواړه لاړل د کجورو سیورو ته په خاوره ویده شول، رسول اللهﷺراويښ کړل، په دغه خاورو يې جامې خړې شوې وې چې دوی په کې پراته وو، هم هغه ورځ رسول اللهﷺعلي ته وویل:

– ابوترابه (د خاورې پلاره) څه کوې؟

ځکه چې په خاورو ککړ و، بیا يې وویل:

– ایا د دوزخ تر ټولو بدبخته دوه تنه درونه ښایم؟

– ولې نه، د الله رسوله.

– د ثمودیانو احیمر چې اوښه يې ووژله او علي بل هغه چې تا به په دې ځای وهي، په تندي يې لاس کېښود – تر دې چې دا او دا به دې ترې لمده شي – او ږيره يې ونیوه.

علي ته تر ټولو خوږه اسم کنیه ابوتراب ( د خاور پلار) و.

مسلمانان بدر ته ووتل، په دغه وخت کې مسلمانانو اویا اوښان درلودل چې دوی به پرې په نوبت سپرېدل، رسول الله علیه السلام، علي بن ابي طالب او مرثد بن ابی مرثد الغنوی په یوه اوښ پسې وو.

علي بن ابي طالب د بدر په جګړه کې ولید بن عتبه وواژه او په دې سره يې د هغه د خور هند بنت عتبه په زړه کې د کرکې تخم وکره، هغې به خپل زوی معاویه بن ابي سفیان د علي بن ابی طالب سره په کرکه روزوه. د قریشو هيڅ داسې کور نه و چې د علي د تورې خرپ يې نه و خوړلی. پوره اوه دیرش کسان يې وژلي وو، ټول قریش د علي بن ابي طالب وینو ته تږي ناست وو. د مکې له فتحې وروسته ټولو قریشو اسلام ومانه، نو د اسلامي ځوان سره د دښمنۍ لپاره کوم مجال پاتې نه شو او چې کله د عثمان بن عفان له مړینې وروسته د فتنې طوفان راوالوت،نو دې اور زاړه غچونه او خښې شوې کینې راوویستلې چې علي کرم الله وجهه پرې وداغي.

د احد د جکړې په ورځ، مصعب بن عمیر له رسول اللهﷺنه په مېړانه دفاع کوله او د مهاجرینو بیرغ يې پورته کړی و، مصعب ووژل شو او رسول اللهﷺبېرغ علي کرم الله وجهه ته ورکړ، علي بېرغ پورته کړ، جګړې ته رامخکې شو او ويې ویل:

– زه ابوالفصم ( ماتونکي)یم.

نو سعدبن ابی طلحه ورغږ کړ، دی د مشرکانو د لواء مسئول و، په ملنډه امیزه شکل يې وویل:

– ابوالفصمه. له ماسره دې جګړې ته زړه کېږي؟

– بلې.

دواړه د لیکو ترمنځ جګړې ته کوز شول، علي پرې ګوزار وکړ. طلحه یې راوپرځاوه، خو علي ترې ستون شو او مړ یې نه کړ، ملګرو يې ورته وویل:

– ولې دې مړ نه کړ.

– د هغه عورت ښکاره شو، له مایې د صله رحمې غوښتنه وکړه او زه پوهه شوم چې الله تعالی يې وژني.

غیشو ویشتونکو د رسول اللهﷺله امر نه سر غړونه وکړه، نو ماتې وخوړه، کله چې ابوسفیان بېرته وګرځېده، نو غږ يې وکړ:

– په راتلونکي کال کې به بیا په بدر کې ګورو.

رسول الله علیه السلام. خپل یو تن ملګري ته وویل:

– ورته ووایه هو، دا زموږ او ستاسې ترمنځ ژمنه شوه.

بیا رسول اللهﷺعلي ورولېږه او ورته یې وویل:

– دې خلکو پسې ووځه چې څه کوي، که له اسونو څخه کوز شوي وي او په اوښانو سپاره وي، بیا مکې ته ځي، خو که په اسونو سپاره يې او اوښان يې روان کړي وي، بیا په مدینه برید کوي، په خدای که د مدینې په نیت لاړل، نو هرومرو پسې ورځم او جګړه ورسره کوم.

علي ورپسې روان شو، په مسلمانانو یې زړه خوږېده، عبدالرحمن شل ټپونه خوړلي دي، زیات ټپونه يې په پښه خوړلي وو، ترې ګوډ شو، ابودجانه رسول اللهﷺته ځان سپر کړی و، په شايې غیشي لګېدل او ده په رسول اللهﷺځان ورټيټ کړی و، د قتاده بن النعمان سترګه ولګېده، بهر ترې راووتله، د رسول اللهﷺرباعي غاښونه مات شول. مخ يې ټپي شو، پر مخ مبارک يې وینې روانې وې.(اسدلله) حمزه بن عبدالمطلب ووژل شو، د مهاجرینو او انصارو ځينې خلک ووژل شول، مسلمانان زیات ستړي شول.

ابوسفیان او ورسره ملګرو یې اسونه پرېښودل. په اوښانو سپاره شول او مکې ته روان شول، نو رسول اللهﷺارام شو چې په مدینه کې د مسلمانانو او د دوی ترمنځ جګړه نه کېږي.

رسول اللهﷺخپل کور ته راستون شو، خپل حبیب او ورور یې علي بن ابي طالب ورسره دی، رسول اللهﷺخپله توره خپلې لور فاطمې ته ورکړه، ورته يې وویل:

– لورجانې له دې وینه ووینځه، په خدای نن خو يې ریښتونی کړم

علي هم خپله توره ورکړه او ورته یې وویل:

– او له دې يې هم ووینځه، په خدای نن خو يې راسره ځواني وکړه.

رسول اللهﷺوویل:

– که تا په ريښتوني جګړه کړې ده، نو له تاسره سهیل بن حنیف او ابودجانه هم په مېړانې جګړه کړې ده.

یوه شیبه چوپتیا شوه، بیا رسول الله علیه السلا علی ته وویل:

– مشرکان به نو نور موږ ته د مکې تر فتحې د دې مصیبت څېر بل مصیبت ونه رسوي.

رسول اللهﷺرښتیا ویلي وو، مشرکانو د مکې تر فتحې مسلمانانو ته دغسې بل کوم زیان وانه اړاوه.

محمد صلی الله علیه وسلم او ملګري يې

۱۹ ټوک حجه الوداع

نور بیا…

لیکوال عبدالحمید جوده السحار / ژباړن شرر ساپی

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *