افغانستان

د اسپانیا مشهورې لرغون پېژندونکې بغلان وکوت

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسئولین دغه ولایت ته د اسپانیا مشهورې لرغون پېژندونکې در ورتګ خبر ورکوي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مدیر عبدالبشیر اظهر د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، اسپانوي مېرمن آنه چې یوه مشهوره لرغون پيژندونکې ده، د سرخ کوتل له سیمې او د شمرق له تاریخي آبدې څخه لیدنه کړې ده.نوموړي زیاته کړه، په یاد ولایت کې ۹۵ لرغونې سیمې او تاریخي آبدې شتون لري، چې زیاتره یې د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته کشف او پېژندل شوي دي.د یادونې وړ ده، چې د روان کال په بهیر کې نږدې لس زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د یاد ولایت له سیاحتي سیمو څخه لیدنه کړې چې له دې لارې په میلیونونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *