بېلابېلې لیکنېلیکنې

د اشرف خان هجري د شعر نوستالوژیک اړخ

لومړۍ برخه ـ  تاج محمد

لنډیز

اشرف خان هجري (۱۰۴۲-۱۱۰۶ه.ق.) د ستر خوشحال مشر زوی او د نوموړي د تخت او قلم لومړنی وارث او مستحق دی. اشرف هجري هم د پلار په څېر د زندان تورې خوني لیدلي. دی دوه ځلې موقتا په کابل کې او درېیم ځل ابدا په هند کې د مغولو لخوا پر بند محکوم شوی. هجري پوره څوارلس کاله په ګوالیار او بیجاپور زندانونو کې تېر کړل او همالته پسې ومړ. هجري نږدې ټوله شاعري په همدو پورته دوو زندانونو کې پنځولې. هجري له هجرانه ډکه شاعري راپریښې. نوستالژي تېر یاد ته وایي. په نوستالژیک رواني موډ کې شاعر خپلې ماضي ته ستنیږي او په تخیل کې هماغه رنګین جهان اړوي را اړوي. نوستالژیک درد د ټولو انسانانو مشترک دی او په همدې خاطر نوستالژیکه شاعري د نړیوالۍ شاعرۍ ښه نمونه ده. طبیعي ده چې انسان پر مرګ محکوم دی او دی چې له خپله اصله را جلا شو نو په فغان سر شو. د نوستالژي کلمه په لومړیو کې د زړه تنګون په مانا کارېدله او یوازې د جلاوطنو په وطن او کور کلي پسې زړه تنګون او رنځ پورې تړلې وه؛ خو وروسته یې معنایي دامنه پراخه شوه. اوس هر هغه افسوس او حسرت ته نوستالژي وایو چې د تېرو په اړه کیږي او یا په اوس تنګ او تروش وخت د تېر هوسا او لذیذ ژوند بیا رایادول دي. شاید له لاسه وتی موقف، وخت، فرصت او ثروت وي. په پښتو کلاسیکه شاعري کې تر هر چا اشرف خان هجري نوستالژیکه شاعري ډېره پنځولې. ده پوره څوارلس کاله په دکن کې په خپل دیار پسې کریغي کړي، خپل ټاټوبی یې یاد کړی او ځان د روهستان بلبل بولي چې اوس په هند کې بندي دی. ددې مقالې مرکزي نکته د اشرف هجري د نوستالژیک شاعرۍ زباتول دي. پر دې برسیره په څو څنګزنو بحثونو کې د هجري پر وجداني عذاب، په تقدیر تړلتیا او یو ځای مو د زوی او پلار موزانه هم کړې.

سریزه

د پښتو په کلاسیکه شاعرۍ کې نه یوازې اشرف خان هجري د نوستالژیکو اشعارو ویاړ لري؛ بلکې تر ده وړاندې د هجري پلار خوشحال خان خټک هم د مغولو زندان تېر کړی او همالته يې نوستالرژیک اشعار پنځولي. ددې ترڅنګ د اشرف د کورنۍ بل فرد کاظم خان شیدا هم لغړه زنه له سرایه اواره شوی او له خپل دیاره لیرې یې د وطن، دوستانو او د کورنۍ د غړو په یاد کې نارې سورې وهلي. له دېواني شاعرۍ ور اخوا زموږ ګړنۍ شاعري هم له نوستالژیکو کړیکو مالاماله ده. نوستالژي تېر یاد ته وایي او یا له په جلاوطنۍ کې د خپل وطن، د خاپوړو د ځای، د ملګرو او په خپلو خپلوانو پسې کریغو ته وایي.

موږ په دې مقاله کې د اشرف هجري په دېوان کې نوستالژیک شعرونه پلټلي او سپړلي. په پښتو شاعرۍ کې اشرف خان هجري ځانګړی ځای لري او په ډاډ وایو چې د نوموړي شاعرۍ تر بل هر شاعر ډېره نوستالژیکه چاشني لري. پر دې برسیره مو د اشرف خان هجري وجداني ځور، اشرف د تقدیر قیدي او د خوشحال او اشرف موازنې په نامه فرعي بحثونه کړي. خو هېره دې نه وي چې د مقالې زیاته برخه د اشرف خان نوستالرژیک شعر ته ځانګړې شوې چې زموږ د مقالې اصله برخه ده.

اصلي متن

نوستالژي تېر هېر یاد ته وايي. یا زموږ تېرې هېرې خاطرې او وختونه چې اوس ورپسې یوازې لاسونه مږو. دا ګړنه په لومړیو کې په جلاوطنۍ کې د خپل وطن یاد ته کارېدله خو اوس یې معنا پراخه شوې. وسمهال هر تېر شي ته چې په اوس کې نشته او یوازې یې یادونه راپاتې دي، ویل کیږي. مثلا په بل دیار کې د خپلو خاپوړو د ټاټوبي، د لوبو او ساتېریو د ډګرونو، د خپلو همزولو او د خپلو خپلوانو یاد او د هغوی په نشتون کې اوښکې تویول دي.

اکبر کرګر یې په خپل اثر د ((پښتو شعر او تېر ارمان)) کې داسې راپېژني:” نوستالژي یوه فرانسوي ګړنه ده چې له(Nostalgia)  چې د یوناني له (Nostos)یعنې تېر ته ستنېدل او (Alogos )درد او رنځ مانا لري. د لغاتو په قاموسونو کې او فرهنګونو کې د تېر ارمان، د غربت غم او د لیرې والي درد په مانا راوړل کیږي.” (کرګر، ۱۳۹۷:5) د انګریزي معتبر قاموس اکسفورډ[1] یې داسې تعریفوي:” له خوښۍ ګډ یو غمژن احساس چې د تېرو خوشاله وختونو فکر پکې کوي.” له دې علاوه د انګریزي بل مشهور قاموس لانګ مین[2] کې یې په دا ډول تعریف راغلی. ” د تير ښه وخت احساس یا هغه فعالیت چې تېر ښه وخت پکې رایادوو او هیله لرو چې نه وای بدل شوای.”

بیا هم یادونه کوو چې نوستالژي فقط د وطن یاد ته نه وايي؛ بلکې هر څه چې موږ په تېر کې لرل او اوس یې نه لرو. هغه که ځواني وي، د خپلو مړو ملګرو او اقربه وو یاد وي یا ثروت وي او یا تېر برم. هر شی چې موږ تېر ته بیایي. دا اصطلاح لومړی طبي وه؛ بیا وروسته فلسفې، ارواپوهنې او ادبیاتو ته راوکوچېده.

موږ خبره پر اشرف خان هجري کوو خو د نوستالژیک شعر څرکونه یوازې د اشرف په دېوان کې نشته؛ بلکې تر نوموړي وړاندې دده پلار خوشحال خان خټک د مغولو لاسونو ته لوېدلی او څلورکاله یې په رنتبور کې تېر کړي. په هغه شعرونو کې د روه ذکر بار بار کوي او د شعر موضوع یې د خپلې سیمې، خپلو بچیانو او خپلو معشوقو یاد دی. همدا ډول د افضل خان خټک تر مرګ وروسته کاظم خان شیدا هم له پلرني ټاټوبي را لېری شوی او پر هند لګېدلی. ده په تانده  ځوانۍ کې کلی کور پریښی او په شعرونو کې یې د روه حال بیا بیا پوښتلی.

غره بې ځایه د هند سبزانې دي

غنج و ادا لري که دلستانې دي

چې دلبري کا بې تکلفه

د روه په ملک کې ساده خوبانې دي(شیدا،۱۳۳۱:151)

او یا یې دا څلوریزه:

نسیمه! ورشه د سرای سواد ته

له هغه پسه افضل اباد ته

سلام یې وکړه په دواړه لاسه

در و دېوار و ګل و شمشاد ته(پورتنی اخځ:۱۳۱)

همدا شان زموږ شفاهي ادبیات په ځانګړي ډول لنډۍ له نوستالژیکو کریغو ډکې دي او ښې پریمانه بېلګې پکې موندلی شو.

هغه دې هېر دي که دې یاد دي

چه د کړکۍ شمال په دواړو لګېدنه

ائین(ه) مې څله مخ ته نسئ

اشنا زما په ځوانۍ اور ولګونه( ډارمسټټر، ۱۳۵۶:256)

اشرف خان هجري د خوشحال خټک مشر زوی او د خوشحال ولیعهد دی. اشرف خان هجري هم د پلار په څېر د مغولو په زندانونو کې سړې تودې تېرې کړي او همالته وفات شوی هم دی. موږ دلته د هجري د زنداني کېدو پر لاملونو او حالاتو نه غږیږو. دلته یوازې هماغه شاعري څېړو چې د ګوالیار او بیجاپور په زندانونو کې یې له خپل استوګنځای لیرې پنځولې. د خدیجې بېګم په کتاب د ((خوشحال خان خټک ژوند او هنر)) کې راځي. ” د بند ناخوالو او د روه بيلتون له اشرف خان یو خوږژبی او اورژبی شاعر جوړ کړ او د هجري ۷مخ

تخلص یې خپل کړ، چې له خپلې معشوقې نه د لرې او غمژن مانا ښندي. هجري همدلته د دېوان څښتن شو.”(فیروزالدین،۱۳۸۷:255)

همدا ډول بل ځای وایي:” اشرف خان هجري هډور ځوان و او په جنګي مهارتونو پوه و”(پورتنی اخځ:۲۵۳)

دلته د اشرف خان هجري له دېوانه لومړۍ بېلګه رااخلو:

څو د یار د مستو سترګو نه جدا یم

لاهو کړی د حیرت خونې دریار یم

د ځیګر وینې مې وخوړې غمونو

مرګه جګې جګې راشه اوس رضا یم

د وصال خوشې لا تنده تر سبا ده

له فراقه یې خسته په سالها یم

یا دکن د غم وطن، ښادي يې نشته

یا په ما غمونو شپه کړه مبتلا یم

د دیدن طمع شکي ده په کالونو

تش دمه د زړه کوم چې نن سبا یم

یو زمان یې خالي کله یم له یاده

بل په خوب کښې په دغه سودوسودا یم

د اورنګ جور آسان چه په صورت دی

په فریاد د فرقتونو له غوغا یم

جو دانه صبر مې کله دی په زړه کې

زه روهي د یار په مخ پسې تالا یم (هجري، ۲۰۱۱: 134-13۵)

د اشرف خان هجري په شاعرۍ کې د خپل وطن د کاڼو بوټواو غرونو بار بار یادونه شوې.

هغه وخت د هجر غم لره سزا شوم

چې له یاره په ژړا ژړا جدا شوم

ما هاله ماتم دځان وکړ په وینو

چې اټک و ته مې شا کړه په ژړا شوم

اوس به څه د وطن کاڼي بوټي ژاړم

د رخصت سلام مې کړی ترې جدا شوم

یو ناوک مې په دل لک راوړ له روهه

ځار و جار مې د باغ و نه کړو خطا شوم

که هر څو د وطن کاڼي بوټي یاد کړم

په اخلاص به سلام وایم چې جدا یم

دم په دم مې د جان نوم په ژبه ګرځي

زه هجري له بله ذکره مبراه یم(هجري،۲۰۱۱:127)

د اشرف هجري اشعار دومره له سوزوګدازه ډک دي چې ډبرې هم ژړوي. دده پر شاعرۍ د (از دل خیزد و بر دل بنشید) مقوله پوره تطبیقیږي.

لکه ما ته شوه درازه د احزان شپه

وهیچا ته پېښه مه شه هسې شان شپه

برایه مې د یار یاد په زړه غالب شه

نهایت مې کړه د درو په سیلاب شپه

په خوږ زړه مې هسې کار کا لکه مالګه

چې رایاده کړم د وصل د زمان شپه

په کومک به د بخت هاله باور وکړم

که مې اوشي یو ځل بیا په کوی د جان شپه

نن حیات څه حیات نه، حیات هغه وو

چې به روڼه شوه د روه په کلستان شپه

د هجران له تاوه آه که هجري وکا

تور لوګی به یې کا تل په هندوستان شپه(پورتنی اخځ،:187)

د هجري په اندازه نوستالژیکه شاعري هیچا نه ده پنځولې. پوره څوارلس کاله له خپله کویه کوره لیرې و او د خپل ټاټوبی په یاد کې یې شپه او ورځ ژړلي. حتی ادعا کیږي چې د نوموړي د دکني او روهي اشعارو ښه تفکیک کېدای شي.

تر وېښته ځکه نری د غم وطن شوم

په چهره لا څه خو زیړ تر کورکمن شوم

چې مې زړه چا ته ورکړی و مینه

د هغه کور په کابل زه په دکن شوم(پورتنی اخځ:۳۷۸)

دا یې هم دعمر په بې وفایی او د یارانو پر مړینه ویلی:

هغه تللي یاران نه راغله یارغه شول

په کاته مې پسې ستړي دوه لیمه شول

څو به سیل د باغ کوې ګورونه کوره

چه په نس کې یې خوبان د انسان څه شول

رخسارونو چې یې رنګ باخښه و ګل ته

په بستر د مزکې څشکله سپیره شول

په پرون یې په هر لور نورو مورچل کړ

په صورت یې نن د ګور چمچي ماړه شول

ډېرو لوی فکرونه کړل په ډاډ د عمر

څو هډونه یې د تن به باد خواره شول

هجري ته به څه هوس پخپل ژوندون کړې

چه یاران دې په دا مزکه کې وراسته شول(پورتنی اخځ:۱۲۷)

په بدیع او بیان کې په زندان کې شوې شاعري ته حبسیه شاعري وایي. په دې حساب هم په  پښتو ادب کې اشرف تر هر چا لومړی دی. “اشرف خان له خوشحال  خټک وروسته هجري هغه شاعر دی چې قوي حبسیه شعرونه یې ویلي او یو لوی فکر یې خپلو پلویانو ته پریښی.”(منګل، ۱۳۹۶:۷۴)

تاسو یې دا بیتونه وګورئ چې د زړه له تله یې ویلي او بیخي ډېر تاثیر کوي:

زه لمبه د هجر مړه کړمه په اوښکو

دا یې بیا راته پوکی سر یې بالا کا

ما په ډېره ناله نو د صورت وچ کړ

لا مې هم چې باڼه وچ ویني غوغا کا

که یو دم وصل د یار چاته موجود شي

هغه دم یې بیا ګردون سره جلا کا

هجري ته باڼه وچ مه لره چې خوږ یې

ستا په روغ وګړيی څه دي که خندا که(هماغه اخځ:۳۷)

او دا یې هم وروستی بیت:

د زړه باز یې د روه په ځمکه ګرځي

که هجري په دکن ناست خالي بدن دی

اشرف خان هجري او وجداني ځور

د اشرف خان هجري دېوان ته که سړی ځیر شي نو داسې مالومیږي چې هجري  له ستر درد سره مخ و. هجري خپل ضمیر ډېر ځله ملامت کړی، ځان ورته شرمنده ښکاري؛ فکر کوي چې کوم نه بښونکی جرم یې کړی. یوه قضیه یې چې مستندو کتابونو راخیستې، هغه د شیخ رحمکار[3](رح) د فرزند وژنه ده. ” ډېرې مودې راهیسې دا روایت مشهوردی چې شیخ رحمکار فرزند شیخ ضیاالدین وفات له طبیعي اسبابو نه و واقع شوی بلکې موصوف د مولف د پلار په وینا سړیو شهید کړی و وایي چې زهر یې ورکړي وو.”(خټک، ۲۰۰۶:30)

بله قضیه یې د خپل پلار سره زشت برخورد دی. دې کیسې هم دروني ځوراوه. د سردارۍ په های و هوی کې دی څو ځله له پلار سره نښتی، حتی جګړې یې ورسره کړي. خو له دې سره سره چې خوشحال یې مذمت کړی، خو په وروستیو کې ترې راضي ښکاري.

په دا دومره قباحت اشرف عاق نه شو

چې بهرام دا هسې عاق شه څه حکمت دی

زه ګنهګار یم زیړه کستیره

د نورو ډېرو ولې ستا په تېره

صغیر چې خطا شي کبیر یې عفوه کا

بنده معاف کړه ماه منیره(هماغه اخځ:۳۸۶)

که زما په خون مین یې نن د وار دی

د یار عم مې سبا وژني درته وایم

دکفن حاجت یې نشته شهیدان دي

چه په تیغ د هجرمړه دي  زه ګواه یم

زه په بند د اورنګ نه یم چې به خلاص شم

بندي کړی شیخ رحمکار زیړي بابا یم

په دکن کې پادو نشته چې مې دم کړی

زه خوړلی اژدها تورې بلا یم(هماغه اخځ:۱۳۵)

همدا ډول په لاندې شعر کې یې هم په خپله ګناه اعتراف کړی او پښېمان دی.

نن په مخ د ځمکې زه لوی ګنهګار یم

همیشه له خپلو بدو شرمسار یم

د نیکۍ عمل مې نشته شرمنده یم

په دوه داره دې له فضله طمع دار یم

زه خطا کوم همیش ته نیکویی کړې

باري شکر چه پخپل جرم اقرار یم

زه هجري ځکه دایم په استغفار یم(هماغه اخځ:۱۳۲)

لکه څنګه چې خوشحال له خپله عیاله ناکرار و او پخپل کلي کور کې یې نه پرېښود، همداسې د دوی زامنو هم ورته عمل له پلار سره کړی. فکر کیږيی چې هجري هم له خپل زویه(افضل خان خټک)  راضي نه ښکاري. عبدالباري جهاني خو په خپل کتاب کې ادعا کوي چې اشرف خان هجري په هند کې ازاد و؛ خو د افضل له ډاره نه شو راتلای.”زه یقین لرم چې اشرف خان هجري هم د خپل زوی افضل خان له وېرط پّپ دکن کې اوسیدل او د عمر د وروستیو شپو تېرول یې غوره کړي دی. افضل خان دمیجر راورټي په قول خپل څوارلس اکاګان چې عبدالقادر خان خټک هم پکښې شامل وو، په یوه شپه ووژل. افضل خان یو خودخواه سړی وه او تر مرګه پورې یېد هیڅ تربور پر وینو تویولو صرفه ونه کړه. دا البته د افضل خان ګناه نه وه؛ بلکې د خاني د سیستم تقاضا وه. که افضل خپل تربورونه له منځه وړي نه وای هغوی دی له منځه ووړ.

نو د خانۍ دمقام د ساتلو لپاره یې ښايي خپل پلار اشرف خان خټک هم له منځه وړی او یا یې داسې په عذاب کړي وای چې هغه ته به تر خپل وطن په دکن کې اوسېدل ښه وای.”(جهاني:۱۳۹۶:۱۳۶)

اشرف خان هجري د تقدیر قیدي

د اشرف خان هجري دېوان که مطالعه شي، وینئ چې دی جبر ته ډېر تمایل لري، هر څه په بخت او تقدیر پورې تړي او بې لاس و پښو ښکاري. نوموړي پوره څوارلس کاله په ګوالیار او بیجاپور زندانونو کې تېر کړي او هره شېبه یې نوي خبر ته غوږونه څک نیولي. د بند په لسم کال یې اورنګزېب خپل دربار  ته غواړي او دی انګیري چې نور به ازاد شي؛ خو دده د تمې برعکس یې بیا د پنجرو تر شا کړ. له دې وروسته زموږ زنداني شاعر ته هېڅ هیله نه وه ورپاتې او دا ناره به یې په خوله وه: مرګه جګې جګې راشه اوس رضا یم. هجري ګرم هم نه دی. په لاسونو کې هتکړۍ او پښو کې ځنځیرونه او د تورو پنجرو تر شا؛ نو مجبور چې ازل ته پناه یوسي. بېلګې یې وړاندې کوو:

تا که ډېر دولت ټول کړی د جهان دی

عاقبت دې نتیجه واړه ارمان دی

بې کفنه به نور هيڅ ځنې یو نسې

هغه هم بیشکه نه لا په ګومان دی(هماغه اخځ:۳۹۶)

او یا دا څلوریزه:

نهه کاله ګذشته دا لسم کال دی

چه سپهر مې سرګرم په ګوښمال دی

د دنیا طمعې یې تار پّ تار خورې شوې

د غریب هجري امید په ذوالجلال دی(هماغه اخځ: ۳۹۵)

دا یې هم د وروستۍ بېلګې په ډ‌ول واخلئ:

قضا چه راغله طبیب ابلهه شي

دارو له خپلې نفعې ګمره شي

د مار د غوښو میږي اړاند کا

شیر بې قدرته لکه روبهه شي(هماغه اخځ:۳۹۱)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button