مقالی اوتبصرې

د اشغال خاتمه او اسلامي نظام اقامه کې د ښځو رسالت !

افغانستان کې شل کلن اشغال پای ته ورسید، هیواد مو ازاد شو، د اسلامي نظام د بنسټ لومړۍ ډبره کیښودل شوه، ټول ملت یې هر کلی وکړ او خوشحاله دي. څو ورځې وړاندې څو بې عزته ښځې سرکونو ته راووتې، هغه چې په خپل بادار پسې خپه وې، او د فحاشۍ دروازې ورباندې بندې شوې، دوی بیرته هماغه پخوانی بادار غوښت.
په همدې مناسبت ما او زما نورو مسلمانو خویندو وغوښتل ترڅو له اسلامي نظام څخه حمایت اعلان او نړیوالو ته وښیو چې دلته ښځې اسلام غواړي، کله چې اسلام حاکم شو، د ښځو ټول حقوق چې اسلام ورکړي خوندي دي.
دیموکراسي زموږ حق نشي راکولی.
یاده غونډه کې ښځو د اسلامي امارت له هغه پریکړې چې په تعلیمي مرکزونو کې د ښځینه او نارینه سره جلا او شرعي حجاب د واغندي حمایت هم وکړ.
دا چې د ځینو شریرو او اسلام دښمنه کړیو لخوا یو څو ناپوه او له اسلام ناخبره ښځې هڅول کیږي ترڅو د اسلامي نظام، جدا تعلیمي سیستم او شرعي حجاب باندې نیوکې او مخالفت یې وکړي.
په دې کار سره باید زموږ خویندې خپه نشي، د دې ملک خلک مسلمانان دي، او دا د همدې مسلمانو میندو په لاس روزل شوي، هغوی چې تل د باطل څخه ملاتړ او حق په وړاندې دریدلي ناکام او نور دتل لپاره د تاریخ کثافت دانۍ ته غورځول شوي.
هغه بې حجابه ښځې چې پر لارو سړکونو به بې ستره روانې وې، د سټیج پر سر به نڅیدلې، داسې لباس به یی پر تن و چی چا به فکر کوو بربنډه ده، د داسې ښځو مثالونه ډیر زیات دی، لنډه دا چې فحشا او بې حجابي خپل اوج ته رسیدلې وه، سره د دې چې هیچا یی هم پر وړاندې غږ پورته نه کړ بلکه لا یې بې حیایئ ته کار کولو، خو لله الحمد په الهي نصرت او د سپیڅلي جهاد او ځوانانو دقربانۍ په برکت د تاریخ پاڼه واوښته او د دوی شوم اهداف او موخې د تل لپاره تر خاورو لاندې شول.
حجاب زموږ عزت دی، مؤمنې او مسلمانې خویندې به هر چیرته د اسلام د دین او عزت ساتنه کوي.
یو بل رسالت چې زموږ تعلیم یافته او په اسلامي فکر سمبال ښځو پرغاړه دی هغه دعوت دی، دا چې موږ ښځو ونشو کولای چې نظامي مبارزه او عملي جهاد کې برخه واخلو، زموږ کمزوري وه، خو نن چې الحمدلله فکري جهاد او مبارزې ته لار هواره ده، موږ باید خپل مسؤلیت په بشپړه توګه ادا کړو، اوږه په اوږه له اسلامي نظام سره دالله ج د قانون دتطبیق لپاره کار وکړو او پرینږدو چې پردیپال یې دتخریب هڅه وکړي.

عایشه عمار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *