لیکنېمقالی اوتبصرې

د اشغال ماهيت او مخينه

اشغال په معتبرو نړيوالو کتابونو کې د « يو هېواد له‌خوا پر بل هغه نظامي ولکې» يا د « فضاء او وخت تصرف» او يا « د يو هېواد تر واک لاندې راستولو» په معناوو سره تعريف شوی او په اصطلاح کې په دښمن هېواد کې په لنډه او اوږدمهاله توګه د نظامي ځواکونو مېشتولو څخه عبارت دی چې د اشغال شوي هېواد د امنيت ټينګښت او د چارو اداره هم تر ډېره له اشغالګرو ځواکونو سره وي .
يا په بل عبارت په مستقیمه توګه د یوې خاورې نیولو او یا د یوې سیمې د اقتصادي کنټرول تر لاسه کولو له‌پاره د دولت پالیسي او کړنو ته اشغال وایي.
اشغال هغه مهال پيښېږي چې يو هېواد د بل هغه پر حريم بريد وکړي او تر خپلې ولکې لاندې يې راولي.که څه هم د بين‌المللي قوانينو مطابق، اشغالګر دولتونه نه‌شي کولی مستعمره هېواد له خپلې خاورې سره ضمیمه او يا يوبل خپلواک هېواد ورڅخه جوړ کړي، خو سره له دې هم په نړيواله کچه دغه ډول اقدامات ليدل کېږي، اشغالګر دولتونه په بېلابېلو پلمو د نورو هېوادونو او سيمو لاندې کولو بهير ته دوام ورکوي او پر مستعمره هېوادونو کې خپلو لاسپوڅو ته د واک سپارلو او يو ډول نظامي مديريت له‌ لارې د يادو هېوادونو پر مادي او معنوي سرچينو خېټه اچوي.
که څه هم د ۱۹۰۷ کال د لاهه او د ۱۹۴۹ کال د ژنيوا کنوانسيونونو د مقرراتو پر بنسټ اشغالګر د عمومي نظم، خصوصي مالکيت او فردي آزادۍ ساتلو باندې مکلف دي او نه‌شوي کولی چې ملکيان په جبري توګه اخراج او يا يې د جګړه‌ييزو موخو له‌پاره وکاروي خو له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د سترو قدرتونو په تېره بيا امريکا او پخواني شوري اتحاد او د هغوی د متحدانو له‌خوا د دغو مقرراتو ماهيت له منځته تللی او يا ورڅخه په پراخه کچه سرغړونه شوې ده.
د اشغال مخينې ته په پام سره ويلی شو چې دغه پديده بېلابېل پټ او ښکاره اړخونه لري چې تر اشغال لاندې ټولنو د ژوندانه ټول ابعاد اغېزمنوي. دغه موارد ډېری د بشرپالنې، سولې، آزادۍ، آبادۍ او رغاونې په نوم شعارونو سره ملتونه په لومو کې راګيروي. پوهان عموماً اشغال په دوو برخو وېشي چې له زاړه (کلاسيک او مستقيم) او نوي ( معاصر او غيرمستقيم) څخه عبارت دی.
لومړی؛ کلاسیک اشغال:د اشغال پخوانۍ بڼه داسې وه چې سترو قدرتونو به په زور سره نور هېوادونه لاندې کول او د حاکميت په ترلاسه کولو سره به يې د هغوی شتمني او سرچينې لوټلې. د بېلګې په ډول کله چې بريټانيا د ۱۶ پيړۍ په وروستيو او د ۱۷ پيړۍ په لومړيو کې پر هند بريد وکړ هغه مهال هند له اقتصادي اړخه يو ځواکمن هېواد وو خو تر ۱۹۴۸ کال پورې چې کله دغه هېواد خپلواکي ترلاسه کوله، پر يو بې‌وزله او ويجاړ او برعکس بريټانيا په يو بډای هېواد بدل شو. ځکه چې ټوله شتمني يې انګريزانو ورڅخه خپل هېواد ته وېوړه.
د کلاسیک اشغال مخينه ۱۴۹۳ ميلادي کال ته ورګرځي، چې د پاپ په يوې مشهورې بيانيې سره چې د « مستقيم فرمان» په نوم يې شهرت وموند، پيل شو. د دغه اشغال په ترڅ کې د شمالي او سويلې امريکا عمده برخې، هسپانيا، هند، جاپان، چين او افريقايي هېوادونه د پرتګال تر کنټرول لاندې راغلل او د دغو هېوادونو ټولې شتمنۍ د اشغالګرو له‌خوا لوټ او تالان شوې. له هغه وروسته د انګلستان په شمول يو شمېر نورو ځواکمنو هېوادونو هم د خپلو تر واک لاندې سيمو پراختيا په لړ کې ځينې هېوادونه تر حاکميت لاندې راوستل چې دغه بهير تر ۱۹۴۵ کال يعنې تر دويمې نړيوالې جګړې پورې دوام درلود.
دا چې په زاړه ( کلاسيک) اشغال کې نظامي ځواک لومړۍ خبره کوله، د مستقيمو جګړو او وژنو له لارې يې تحقق مونده، هېوادونه به نيول کيدل او پر مستقيم ډول به د اشغالګرو تر حاکميت لاندې راتلل، نو د زيات لګښت، مقاومت، د وضعيت بدلون او سنتي امپراتوريو پاشلتيا له امله له ناکامۍ سره مخ شو.
دویم؛ معاصر اشغال: که څه هم لومړۍ نړيوالې جګړې د اروپا ځواکمنيدو ته لاره هواره کړه او د نړۍ د واک پر مرکزيت بدله شوه خو دويمه نړيواله جګړه بيا د نړۍ د دوو سترو نظامي قدرتونو يعنې پخواني شوروي اتحاد او متحده ايالتونو ترمنځ ووېشله.
دغه بدلونونه له خپلو مستعمراتو سره د اشغال‌ګرو هېوادونو د اړېکو بدلون لامل شول.د آزادۍ غوښتنې حس زياتوالي او د مقاومت او خپلواکۍ خوځښتونو رامنځته کيدو اشغالګر هېوادونه دې‌ته اړ کړل څو د مستعمراتو پر وړاندې خپلو سياستونه بدل او استعماري سياستونه د خپلو لاسپوڅو او ګمارل شویو کسانو له لارې چې د هغوی پر مټ واک ته رسيدلې، تعقيب کړي. هغوی ظاهراً د خپلو مستعمراتو له آزادۍ سره هوکړه کوله او حتی له هغوی سره يې مالي مرستې کولې، خو دغه اقدامات يوازې تظاهر وو او له دې لارې يې په غيرمستقيم ډول د هېوادونو نفتي او کاني زيرمې او پانګې لوټولې.
په دې توګه اشغال په نوې بڼه راڅرګند شو چې په ترڅ کې يې د اجيرو واکمنانو له لارې د اشغالګرو اهداف او غوښتنې عملي کېږي او تر ډېره د مستقيمې سياسي واکمنۍ په پرتله د پانګې پر ترلاسه کولو تمرکز لري.
په دې ترڅ کې په آسيايي او افريقايي هېوادونو کې د آزادۍ غوښتنې او بيدارۍ په نوم داسې خوځښتونه رامنځته شول چې ډېری يې د اشغال‌ګرو په لاس جوړ شوي وو، هغوی د خلکو غولولو له‌پاره د اشغال او استعمار ضد شعارونه ورکول، لکه په ترکيه کې د کمال اتاترک پلويان يا د کماليستانو خوځښت. دغو خوځښتونو ټول کلاسيک او سنتي جوړښتونه سره وپاشل او داسې کسان يې د واک په ګدۍ کينول چې په لويديز پورې تړلي وو او په غيرمستقيم ډول يې د هغوی موخې تعقيبولې.
فرانسوي ټولن‌پوه آدګارموران د نوي استعمار د ظهور په اړه وايي چې په کلاسيک اشغال کې زبرځواکونو د يوبل پر حريم تيری کاوه دا چې دغه چاره له بېلابېلو اړخونو زيانمنوونکې وه او له بل لوري اشغالګر د خپلو ګټو د دايمي کيدو په لټه کې وو، نو د نوې يا غيرمستقيم اشغال طريقه يې غوره کړه.

ابوالياس جهادوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *