ټولنه اوکلتور

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او کابل ښاروالۍ تر منځ  د لا ښې همغږۍ په موخه غونډه وشوه

د چارو ادارې د لوی ریاست د لارښوونې پر بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ د ګډو چارو د لا  ښې همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه.

د چارو ادارې د لوی ریاست د لارښوونې پر بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د کابل ښاروالۍ ترمنځ د ګډو چارو د لا  ښې همغږۍ په موخه غونډه تر سره شوه.

دغه غونډه د دغه ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست له لوري د دفتررئیس قاري عبدالوالي صدیقي په مشرۍ د غونډو په تالار کې تر سره شوه.

په دغه غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو معین مولوي خالد سجستاني، د ښاري پراختیا او پلان جوړونې معین پوهنمل صدرالدین تاجیک، د اطلاعاتو او. فرهنګ وزارت معین عتیق الله عزیزي د یادو ادارو د تاریخي آبداتو رئیسانو او د آغا خان بنیاد استازي ګډون درلود.

د کابل ښاروالۍ ښاري خدماتو معین د ښار د ښکلا او له ګڼې ګوڼې څخه د مخنیوي او همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین د تاریخي آبداتو د ساتنې او سیلانیانو لپاره د ښار اصلي څېرې پر ساتنې ټینګار وکړ.

د چارو ادارې لوی ریاست د دفتر رئیس قاري عبدالولي صدیقي د ستونزو د هواري او د لا ښې همغږۍ لپاره وویل، چې ټول نظریات به په لیکلې بڼه د وروستۍ پرېکړې لپاره له ریاست الوزراء مقام سره شریک کړل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *