افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور: د کڼو له مهارت او مسلکي وړتياوو دې ګټه واخیستل شي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه د هېواد يو شمېر کڼو ځوانانو سره لیدنه کړې.
کاڼه وګړوته دې په ټولنه کې دوی ته د ورپېښو ستونزو، په دولتي ادارو کې د کاري فرصتونو د نشتون، د خپلو کاري وړتياوو، او مسلکي زده کړو په اړه معلومات شريک کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزير څخه يې د ملاتړ غوښتنه
کړې.
ملا خيرالله خيرخواه له دوی څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ دوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې ژمنه کړې، تر څو د دوی له مهارتونو څخه په رسنيزه برخه کې د کڼو ماشومانو، ځوانانو او ښځو لپاره د ديني او خبري خپرونو او مرکو په جوړولو کې ګټه واخستل شي.
سرپرست وزیر ویلي؛ د ټولنې د فعالو غړو په توګه کاڼه کسان مهارت او مسلکي وړتیا لري، هڅه کوي تر څو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مختلفو برخو کې د کڼو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي.
د نوموړي په وينا؛ کاڼه باید د کار او ټولنيزو چارو وزارت پورې منحصر ونه ګڼل شي، بلکې په ټولنه کې د کڼو کسانو له مهارت او مسلکي وړتيا څخه دې ګټه واخیستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *