افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د دغه وزارت کارکوونکو لپاره د عقیدتي مسایلو روزنیزه دوره پیل کړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د خپلو فعالیتونو په دوام، پرون د دغه وزارت د ځوانانو چارو معینیت، د وزارت د مقام دفتر ریاست او د کنټرول مدیریت کارکوونکو لپاره د دیني او عقیدتي مسایلو روزنیزه دوره پیل کړه.
د دعوت او ارشاد ریاست د درسونو او روزنیزو دورو د ترسره کولو موخه، د کارکوونکو د دیني وړتیاوو لوړول او له دیني، عقیدتي او اخلاقي موضوعاتو سره د هغوی آشنا کول دي.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د یادې روزنیزې دورې په پراینست‌غونډه کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مولوي محمد طیب، د علم پر اهمیت او فضیلت او همدا رنګه د دین پر اشاعت او بلاغت خبرې وکړې او ویې ویل: «د الله (ج) هغه بندګان چې د دین بلاغت او اشاعت کوي؛ له شک پرته چې الله تعالی (ج) هم د هغوی نصرت او حفاظت کوي».
هغه په خپلو خبرو کې، د یادې روزنیزې دورې له ګډونوالو څخه وغوښتل چې دیني علوم زده کړي او نورو ته یې ورسوي.
د دعوت او ارشاد ریاست یوه دیني، تعلیمي، تربیتي او اصلاحي اداره ده چې د تقریرونو او درسونو له لارو د دین اشاعت او بلاغت کوي. د دغه ریاست د مدرسینو له خوا په درې کټګورۍ کې د وزارت د اړوندو معینیتونو کارکوونکو(رئیسانو او آمرانو، مدیرانو او صفاکارانو او ډریورانو) ته په درېیو میاشتو کې عقیدتي او دیني مسائل تدریس کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوو کلونو په بهیر کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د دغه وزارت د بېلابېلاو برخو کارکوونکو ته د دیني او عقیدتي مسایلو اته روزنیزې دورې ترسره کړې چې سلګونه کسان ترې فارغ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *