افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: د رسنیو عمومي جرایم معاف او د باقیاتو د ورکړې موده ۳ کلونو ته غځول شوې

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریال د ملي ورځې په پار په خپاره کړي پیغام کې ويلي، چې د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره په هېواد کې د بیان ازادۍ او د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په همدې موخه په خپاره کړي پیغام کې ويلي، چې اسلامي امارت د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل کولو هڅې کوي.
د قانع په خبره په همدې موخه په هېواد کې د ټولو رسنیو عمومي جرایم معاف شوي او باقیاتو د ورکړې په موخه د یوې میاشتې موده ۳ کلونو ته غځول شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې امنيتي ارګانونه شپه ورځ هڅې کوي، چې د رسنیو او خبریالانو لپاره خوندي او ډاډمن چاپېریال رامنځته او د احتمالي امنیتي پېښو مخنیوی وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند همدارنګه خبر ورکړی، چې د یوې نوې جوړې شوې ستراتېژۍ له مخې به په را روان کال کې د رسنیو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
نوموړي یو ځل بیا په ټولو رسنیو غږ کړی، چې نړیوالو ته د افغانستان ريښتینی انځور وړاندې کړي او د راپورونو په چمتو کولو کې له پوره غور او دقت څخه کار واخلي.
سرچینې ډاډ ورکړی، چې له امنیتي ادارو سره هم د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل په موخه هوکړه شوې چې ډېر ژر به رسنیزه شي.
د یادونې وړ ده، چې له څو کلونو راهیسې د کب ۲۷مه په هېواد کې د خبریال د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *