افغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه کړنلاره جوړوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وړمه ورځ پروان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د

جبل السراج له تاریخي ماڼۍ څخه لیدنه وکړه.

خیرخواه د دغه سفر په ترڅ کې چې د پروان د اطلاعاتو او کلتور رئيس يې هم ملتیا کوله د دغه ولایت له والي مولوي عبيدالله امینزاده او یوشمېر مجاهدینو سره هم وکتل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه سفر موخه د پروان له تاریخي سیمو او ابداتو څخه کتنه ښودلې او ویلي يې دي، چې د ګرځندوی صنعت د هېوادونو په اقتصادي پراختیا کې مهم رول لوبوي.

خیرخواه د دغه سفر په ترڅ کې د پروان ځايي چارواکو ته وویل چې د تاریخي سیمو او ابدو ترڅنګ به هوټلونه او مسافرخانې جوړې کړي ترڅو د ګرځندویانو پام ځانته را واړوي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه د یوې جامعې او مشخصې کړنلارې په جوړولو کار کوي، چې په بشپړېدو سره به يې دغه صنعت په هېواد کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

په ورته وخت کې د پروان والي عبیدالله امینزاده په دغه کتنه کې وویل چې د بشپړ او ډاډمن امنیت ټینګښت ته په کتو سره اوس تر بل هروخت ښه زمینه برابره شوې، چې کورني او نړیوال ګرځندویان د افغانستان په ځانګړي ډول د پروان له تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د پروان له ځايي چارواکو سره تر لېدنې وروسته د جبل السراج ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې د جبل السراج له تاریخي ماڼۍ څخه هم لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن پنجشېر ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د لرغونو تاريخي سيمو او طبيعي ښکلاوو څخه ليدنه وکړه.

خيرخواه د دغه سفر په ترڅ کې د مرکز بازارک اړوند د بادقول په کلي کې د دغه ولايت د مرستيال والي او يو شمېر سیمه يیزو چارواکو د سيمې د قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په دغه کتنه کې د ګرځندوی صنعت د پراختیا او تاريخي سيمو د ساتنې په تړاو د لا ډېرو هڅو خبر ورکړ.

نوموړي زياته کړه، چې پنجشېر د طبيعي ښکلاوو په درلودلو سره د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره مناسب ځای دی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کوي، چې له همدې طريقه د دغه ولايت د اوسېدونکو د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو زمینه برابره کړي.

خيرخواه همدارنګه وويل اسلامي امارت د هېواد د اصيل اسلامي کلتور ودې او پراختيا ته ژمن دی او په دې تړاو به خپلې هڅې ونه سپموي.

نوموړي زياته کړه، چې د ځوانانو د ذهني ودې په موخه به د ياد وزارت اړوند د ځوانانو معینیت له لارې مختلف پروګرامونه په لاره واچوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *