لیکنېمقالی اوتبصرې

د افغانانو د کنګل شویو پیسو آزادېدل به اقتصادي سکتور پیاوړی کړي

د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګېست له ۱۵مې نېټې را وروسته پر افغانستان د اقتصادي بندېزونو لګېدو او د افغانستان د شتمنيو ګنګل کېدو له دوو کلونو ډېره موده کېږي، خو لا هم دغه نړيوال بنديزونه دوام لري او افغانان يې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
پر افغانستان د اقتصادي بنديزونو د لرې کېدو او د افغانستان د ګنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو د هڅو پر دوام په تازه اقدام کې نړيوال بانګ غواړي په دې اړه غونډه جوړه کړي،له دې غونډې هدف پر افغانستان د لګېدلو بنديزونو د لرې کېدو، د افغانستان شتمنيو د آزادېدو او په افغانستان کې د پراختيايي پروژو په اړه بحثونه او خبرې وشي تازه دغه خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي سينير اغلو د رياست الوزرا له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره په کتنه کې کړې ده.
داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو سره هم مهاله د امريکا له لوري د بنديزونو لړۍ پيل شوه،چې لومړی اقدام يې د افغانستان مرکزي بانک پشتيبانه شتمني،چې شاوخوا نهه نيم ميليارده ډالره کېږي کنګل کړه. په دې پسې په سمدستي ډول د پيسو نړيوال صندوق (IMF) هم د اګسټ مياشتې په ۱۸ مه اعلان وکړ،چې دا سازمان به د نړيوالې ټولنې نظر او تګلارې ته ګوري چې څنګه له افغانستان سره تعامل کوي؟ تر هغې چې د دوی څرګنده پاليسي وړاندې کېږي افغانستان به د پيسو نړيوال صندوق ته د هر ډول مرستو او شتمنۍ ته لاسرسی ونه لري، دا علان وروسته له هغې وشو چې امريکايي سناتورانو په يوه ليک کې له امريکايي ادارو غوښتي وو، چې د حاکم اسلامي نظام په راتګ سره د دوی لاسرسی مالي سرچينو ته محدود يا هم ختم کړي،چې په ځواب کې يې امريکا د افغانستان د نهه نيم ميليارده ډالرو شتمني کنګل کېدو خبر ورکړ، دغه راز په نړۍ کې له اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۳۷۰ميليونه ډالرو مرسته،چې د ياد صندوق له لوري اعلان شوې وه، هم وځنډېده.
له همدې امله د امريکا په مشرۍ پر افغانستان ګڼ شمېر اقتصادي بندېزونه ولګول شول او لا تر اوسه دوام لري، چې افغانان يې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي،څه کم دری کاله کېږي،چې د اسلامي امارت او واشنګټن د استازو ترمنځ په دوحه کې د سولې مذاکرات وشول امريکا په ډېر ظالمانه ډول د دوحې تړون نقض کړی او د دغې هوکړې خلاف يې پر افغانانو بنديزونه لګولي، پيسې يې کنګل کړې او د اسلامي امارت د مشرانو نومونه يې لا هم له تور لېسته نه دي ايستلي. زما په نظر د افغانستان پر مظلوم ولس لګېدلي بنديزنه ظالمانه دي، ځکه په هېڅ نړيوالو نورمونو کې داسې ماده نه شته، چې پر يو ملک داسې بنديزونه ولګولي شي،چې ټولې خواوې ترې اغېزمنې شي، بې له شکه پر يو هېواد لګېدلي نړيوال بنديزونه نه يوازې پر حکومت، بلکې د عامو خلکو پر ژوند هم منفي اغېزه کوي او له ګڼو ستونزو سره يې مخ کوي. د وضع شويو بنديزونو له امله لويه ستونزه د کنګل شويو پيسو خوشې کول او انتقال دی، چې همدا اوس د افغان حکومت کنګل شوې شتمنۍ په کور د ننه د ګڼ شمېر هېوادوالو ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي دي.
پر افغانستان د سيمې او نړۍ بنديزونه د فشار د آلې په توګه کارېږي، چې زيان نه يوازې حکومت،بلکې تر ډېره يې عامو افغانانو ته رسېږي، که دغه بنديزونه دوام وکړي،بې له شکه به يې پايلې د ۴۰ ميليونه افغانانو لپاره خطرناکې وي او اقتصادي بحران به لا پسې پراخ شي. پرافغانستان د يو شمېر نړيوالو مغرضو هېوادونو په ځانګړي توګه امريکا وضع شوي بنديزونه، د۴۰ ميليونو افغانانو پر وړاندې نه بښونکی بشري جنايت دی،دوی د تېرو ۴۵ کلونو پر مهال په افغانستان کې بشري جنګي جنايتونه ترسره کړي دي،که چېرې په نړۍ کې واقعاً د بشر حقونه، عدالت او ديموکراسي شتون ولري او ځانونه د بشري حقونو مدافعين بولي، نو ژر تر ژره دې د افغانانو کنګل شوې شتمني آزاده او نړيوالو بنديزونو ته د پای ټکی کېږدي.
ځکه د افغانستان جيوپولوتيک موقعيت او اهميت ته په کتو د سيمې او نړۍ ثبات د افغانستان پر ثبات او ټيکاو پورې تړلی او په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان په تړاو داسې نړيواله اجماع رامنځ ته شوې،چې هېڅ هېواد نه غواړي د افغانستان امنيت او ټيکاو ته زيان ورسېږي، ځکه نړۍ موږ ته اړتيا لري او موږ هم نړۍ ته له نړۍ ډېره اړتيا لرو، له همدې امله له يوې خوا نړيوال بانک په دې هڅه کې دی،چې پر افغانستان لګول شوي بنديزونه لرې او د افغانانانو کنګل شوې پيسې خوشې کړي، له بلې خوا نړيوالې ټولنې لېوالتيا ښودلې،چې په افغانستان کې بنسټيزې پروژې عملي کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اوتنبايوا ويلي (( سره له دې چې په نړۍ کې کړکېچونه او مهم موضوعات ډېر دي، خو بيا هم افغانستان د نړۍ له ياده نه دی وتلی او غواړي په مختلفو برخو کې ورسره مرستې وکړي …))
نو د افغانستان جغرافيوي موقعيت ته په کتو نړۍ مجبوره ده، چې افغانانو ته بنسټيز پرمختيايي او پراختيايي کارونه ترسره کړي د افغانانو پر سر اقتصادي بنديزونه لرې او زموږ ګنګل شوې پيسې راخوشې کړي، چې د اقتصادي بنديزونو لرې کول او د ګنګل شوې شتمنۍ آزادي نه يوازې افغانستان، بلکې افغانانو لپاره يو ښه زېری دی،ځکه د نړۍ له زبرځوانو څخه د ټولو افغانانو هيله دا وه، چې دغه کنګل شوې شتمنۍ آزاده شي او افغانستان په سختو حالاتو او شرايطو کې له دغه شتمنۍ ګټه پورته کړي!
لنډه داچې اقتصادي بنديزونه د هېچا په ګټه نه دي، تر دې چې دا خپله نړيوالې ټولنې ته هم يو سرخوږی جوړوي، چې په افغانستان کې د بشري ناورين له راتلو سره به دوی هم خوندي پاتې نه شي، له همدې امله د افغانانو هيله او غوښتنه داده او پر نړيوال بانک غږ کوي، چې دغه کنګل شوې شتمني د نړۍ د زبرځواکونو له منګولو آزاده شي،ځکه د افغانانو ګنګل شتمني به د افغانستان پر اقتصادي سکتور کې مثبت رول ولوبوي، د افغانيو ثبات او ارزښت به نور هم لوړ شي او تر ډېره به د افغانانو اقتصادي ستونزې حل کاندي.

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *