سرمقالې

د افغانانو پرحال د غرب تشویشونه؛ اصلاً پېغورونه دي!

د خبرونو له قراره تېره ورځ د نړیوال سره صلیب له خوا یوځل بیا افغانستان کې د بې وزلۍ اولوږې له کبله د میلیونو وګړو د تلف کېدو اندېښنه څرګنده شوې ده. البته په دې اړه نه یوازې یاده ټولنه وخت پروخت د مرستو او خواخوږۍ نارې وهي بلکې ټول غربي بشري بنسټونه، سیاسي ډلې او ټولنې او رسنیز چینلونه ګرد سره پرله پسې لګیا دي شپه ورځ د افغانانو پر بده ورځ او بشري ناورین افسوس او فریاد کوي. لکه چې همدا تېره اونۍ اروپایي اتحاد هم د سخت تشویش څرګندولو ترڅنګ د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی او ویلي یې و چې دوی به په هر صورت خپلې هڅې جاري ساتي. حقیقت دادی چې لویدیځوالوان د خپل شل کلن اشغال له پیله لا د افغانانو ښېرازي او سوکالي د خپلو ځواکونو شتون پورې تړلې وه او تل به یې همدا نارې وهلې چې که بهرنیان له افغانستانه ووځي، دا هېواد به د ناامنۍ ، بې وزلۍ، ترهګرۍ او بدمرغۍ کور وي. تردې چې بیایې د اشغال ترختمېدو وروسته په دغه موضوع خپلو دروغجنو تبلیغاتوته پوره کش ورکړ او سبا- بیګا به یې دلوږې له لاسه د لکونو خلکو د مرګ اندېښنې اوساندې ویلي. کله به څو میلیونه ماشومان له خوار ځواکۍ مړه وو، کله به همدومره میندې له روغتیایي خدماتو په نشتون، چا به له بې وزلۍ خپل اولادونه پلورل اوچا به له بې روزګارۍ ځانونه وژل! په همدې توګه دوی د خپلو د جالي دروغجن پروپاګند پرمټ زموږ پر هېواد زښته ډېرې بلاګانې او توپانونه راوستل خو هماغه قادر خدای جلا جلاله چې دلته یې د هغوی نظامي ځواکونه مات او زموږ مظلوم ملت یې سرلوړي ترې خلاص کړ، د هېواد په انتظامی ډګر کې یې هم څرګنده فتح راکړه او دادی تر بدمرغه اشغال ختمېدو وروسته موږ هره ورځ په اقتصادي، امنیتی او ټولو ډګرونو کې د سترو بریاو شاهدان یو نو مطلب دادی چې د غربي ډلو ټپلو افسوسونه او هاهوی په حقیقت کې هیڅکله نه خوا خوږي ده او نه بشرپالنه ځکه هغوی ته ټول مسلمان امت اصلاً انسانان نه ښکاري. تردې چې په خپل ټول توان سره یې په ګرده اسلامی نړۍ کې د شر و فساد بې شمېره اورونه بل کړي او دوی یې له نندارو خوندونه اخلي. بناء پردې د مسلمانو ملتونو پر وضعت چې هغوی کوم افسوس څرګندوي، دا په واقعیت کې هغه پېغورونه دي چې دوی غواړي پرمټ یې د مسلمانانو روحیات وځپي، پر خپل دین او تګلاره یې بې باوره کړي او د نړۍ نورو وګړو ته له غوږه ورتېره کړي چې د دوی په اټکل اسلام له دغه شان بدمرغیو سره تړلی دی، څو په دې ډول وکولی شي په نړي کې د اسلام دسپېڅلي دین د خپر یدامخه ونیولی شي. په دې اساس داوخت زموږ افغانانو ایماني او ملي مکلفیت دی چې په هیڅ صورت د غربي ټولنو پر تشویشونو خطا نه شو. موږ ته لازمه ده چې د خپل ایماني غیرت په جذبه همدې خپل مستقل او پاک هېواد کې د غره دګیاو په خوړلو قناعت وکړو خو د اغیارو غرضي مرستوته د سترګو له کونجونو هم ور ونه ګورو. داچې څښتن تعالی افغانان په دومره لویه فتح او خپلواکي و نازول، اوس باید په همدې شکرانه کې د ا نتهایی صبر او پرڅه ناڅه بې وزلۍ د قناعت اوزغم څرګندونه هم وکړي. اوس دا دهر با احساسه او مؤمن افغان ذمه واري ده چې خپل ملت کامل اتحاد، همغږی او همکارۍ ته راوبلي، ټول په ګده د غیرت او همت ملاوتړي، خپل هېواد ودان پرځان بسیا او د پردیو له احتیاجه بشپړ خلاص کړي. یقین دی چې د ولسونو په رښتینی وحدت او غیرت هر ډول لويې ستونزې او ارېدلی او د دښمن هره شیطاني دسیسه شنړیدلي شي. خو چې له غفلت او بې حسۍ ځان وساتلی اوله وخت او فرصته ګټه واخیستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *