
د افغانستان اسلامي امارت د انقرې پېښه وغندله
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت، د ترکیې پېښه په کلکه وغندله.
دغه وزارت د یو پیغام په خپرولو سره ویلي دي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هغه غمجنه او خواشینونکې پېښه په کلکه غندي چې د انقرې د پولیسو د عمومي ریاست د دروازې مخې ته رامنځته شوه او ترکيې جمهوريت د یو شمېر پولیسو د ټپي کېدو سبب شوه.»
د بهرنیو چارو وزارت، د ترکیې جمهوریت ولس او حکومت ته د ډاډګیرنې مراتب د وړاندې کولو ترڅنګ، په پېښې کې د ټپیانو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د لوی خدای (ج) له درباره د سلامتيا او روغتیا هیله کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ دوو وسله والو بریدګرو په انقره کې د ترکیې کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په بمي چاودنو او ډزو لاس پورې کړ چې په پایله کې دوه ترکي پوځیان ټپیان شول او یو وسله وال بریدګر ووژل شو.
د برید مسئولیت د کردستان د کارګرانو ګوند (پي.کې.کې) منلی دی.