
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا د چین د نوي سفیر باورلیک ومانه
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملامحمد حسن آخند پرون له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د نوي سفیر جاو شینګ باورلیک د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي هم حضور درلود.رئیس الوزرا د چین نوي سفیر ته ښه راغلاست ووایه د افغانستان لپاره د چین نوي سفیر په افغانستان کې پر خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ويې ویل، دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې په افغانستان کې د چین د سفیر په توګه خپله دنده پیلوم.نوموړي همدارنګه د چین ولسي جمهوریت د مشرتابه نېکې هیلې او سلامونه د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن آخند ته وړاندې کړل. جاو شینګ وویل، چین د افغانستان د ښه ګاونډي په توګه د افغانستان استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او د پرېکړو استقلالیت ته بشپړ درناوی لري. نوموړي په ټینګار سره وویل چې چین د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې پالیسي نه لري، دغه راز نه غواړي چې افغانستان د خپل نفوذ ساحه وګرځوي.جاو شینګ څرګنده کړه، موږ خوشاله یوو چې په تېرو دوو کالو کې د اقتصاد، امنیت د تامین ترڅنګ فساد، جرایمو او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې زیات پرمختګونه رامنځته شوي دي.هغه وویل، زه به کوښښ وکړم چې د سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې د چین او افغانستان اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.ورپسې د اسلامي امارت رئیس الوزرا د چین له مشرتابه څخه د سفیر په توګه د جاو شینګ د مقررۍ له امله مننه وکړه او هیله یې وښوده چې ستاسو معرفي کېدل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتیکو اړیکو لوړې کچې ته پورته کېدل او د نوي څپرکي پیلامه ده. رئیس الوزرا د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او د اشغال له خاتمې وروسته په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان او چین ترمنځ مناسبات او همکارۍ یې په ښه کچه کې یادې کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د نورو ګامونو د پورته کېدو هیله هم څرګنده کړه.