مقالی اوتبصرې

د افغانستان اقتصادي ودې او بيا رغونې په پار د اقتصادي همکاريو سازمان هڅې

که څه هم افغانستان په ۲۰۰۲م کال کې د اقتصادي همکاريو په سازمان کې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ او هر کال به د ياد سازمان د غړيو هېوادونو په کوربتوب په دغه سازمان کې افغان پلاوي ګډون درلود، خو په دې ورستيو دوو کلونو کې په دغه سازمان کې افغانستان ته بلنه نه ورکول کېږي او له ۱۴۰۱ تر ننه يې غړيتوب ځنډېدلی، د هېوادونو د تجربو او د اقتصادپوهانو د نظرياتو له مخې؛ يوازې سيمه ييز اقتصادي سازمانونه نه، بلکې سيمه‌ييز بانکونه، سيمه‌ييز بازارونه ، سيمه‌ييز ترانزيټ او ترانسپورټ او داسې نور مسايل هم د اړتيا له مخې رامنځته شوي، دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال هم د ياد سازمان غړيو هېوادونو د افغانستان له ګډون پرته د اقتصادي ودې او بيا رغونې په پار د افغانانو ننګه او ملاتړ کړی او په ډاګه يې ويلي، چې په سيمه ييزو اړيکو کې د افغانستان رول مهم دی او ټولې نښلوونکې پروژې نه يوازې د افغانستان، بلکې د ټولو غړيو هېوادونو ګډ راتلونکې لپاره سټراټيژيکې پانګونې دي، په دې اړه د ايران ولسمشر د اقتصادي همکاريو سازمان(ايکو) له غړو غوښتي،چې د افغانانو د ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي ودې او بيارغونې په موخه يو پروګرام وړاندې کړي. ښاغلي رييسي ويلي: ((د ايکو سازمان دې داسې يو پروګرام جوړ کړي،چې له مخې يې د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او د افغانستان د پرمختګ سبب شي.))
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزير هم چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی و، ويلي اسلام اباد د افغانستان د سولې لپاره د اقتصادي همکاريو سازمان له غړو سره ګډ کار ته چمتو دی. انورالحق کاکړ همدا راز د سيمې د اتصال او کاسا زر، افغان ټرانس او ټاپي پروژو په څېر په سترو پروژو کې د افغانستان رول مهم وباله.
کاکړ ويلي: ((موږ ټول پر دې حقيقت پوه يو چې افغانستان په سيمه ييزو اړيکو کې مهم رول لري. نښلوونکې پروژې لکه کاسا زر، افغان ټرانس وسپنې پټلۍ، ټاپي او نورې پروژې يوازې اقتصادي پروژې نه،بلکې زموږ د ګډ راتلونکې لپاره سټراټيژيکې پانګونې دي، پاکستان لېواله دی چې د يوه سوله ييز او له ټولو سره نښلېدونکې افغانستان رامنځته کولو په موخه د اقتصادي همکاريو سازمان له نورو غړو هېوادونو سره له نږدې کار وکړي.))
د ترکېې ولسمشر، رجب طيب اردوغان هم يادې غونډې ته ويلي: (( موږ بايد د اقتصادي همکاريو سازمان په توګه په افغانستان کې د پايېدونکې سولې او ټيکاو په برخو کې همکاري وکړو.))دغه غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د اسلامي امارت يوه استازي هم په کې ګډون نه دی کړی.د ازبيکستان ولسمشر بيا په دغه غونډه کې د اقتصادي همکاريو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې افغانانو ته د بشري مرستو کچه لوړه کړي. د ازبيکستان، ترکمنستان، تاجيکستان، قزاقستان، ترکېې، ايران، پاکستان او اذربايجان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
منطقوي سازمانونه په يوه ځانګړي جوړښت او جغرافيه کې د پورتنيو هېوادو ترمنځ اقتصادي مسايل،اړيکې او راکړې- ورکړې رانغاړي، دغو سازمانو او د هغو شريک کار ښه پايله ورکړې او دا سازمانونه د نړۍ په سراسر کې زيات شوي هم دي. په دې کې يو هم ايکو (Economic Cooperation Organization) دی، چې افغانستان يې غړی و/ وي به.
د ايکو سازمان اهداف : د دې سازمان ستر هدف د غړيو هېوادونو ترمنځ ګډه اقتصادي همکاري ده،ترڅو وکولای شي د اقتصادي همکاريو او کډو هلو ځلو له لارې خپلې اقتصادي ستونزې کمې کړي او يا يې په کلي توګه له منځه يوسي. د ايکو سازمان غونډې هر کال په نوبتي ډول په هر غړي هېواد کې جوړېږي، د غړيو هېوادونو مشرتابه به په کې کډون کوي او په غونډه کې له ونډې سره سم هر غړی هېواد د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د مالي او تخنيکې همکاريو او همدارنګه د خپل هېواد اقتصادي ستونزو او پرېکړه ليکونو په اړه عمومي غونډې ته رپورت ورکوي او په پای کې د ورکړل شوي رپورت له مخې له يو بل سره د همکاريو پراختيا او پرمختيا په موخه د لارو چارو موندلو په اړه لازم تصميمونه نيول کېږي. دا چې د دې سازمان غړي هېوادونه دکلتوري، اقتصادي، اجتماعي، طبيعي او معدني منابعو لکه: (تېل، ګاز، مسو، وسپنې، ډبرو سکرو، يورانيمو، مالګې، قېمتي ډبرو) کرنيزو توليداتو، لکه: (غنم، وربشې، جورا، ګني، مالوچ، ميوو او سبو) له مخې ګډ خصوصيات او مشخصات لري په وروستي غونډه کې دي پايلې ته ورسېدل،چې غړي هيوادونه په بشپړه هماهنګۍ سره په مشترک ډول کولای شي له يو بل سره خپلي اقتصادي مرستې لازياتي ګټورې او اغېزمنې کړي. دوی د نړۍ له نورو پرمختلو هېوادونو سره د رقابت په خاطر د خپلو ګډو خصوصياتو،مشخصاتو او د طبيعي او زراعتي منابعو له مخې خپل سازمان کې د مشترک المنافعو ټولنو او کوپراتيفونو په جوړولو لاس پورې کړ.
دايکو سازمان کلنۍ غونډې: بايد وويل شي چې د ايکو سازمان غونډې هر کال په نوبتي ډول په هر غړي هېواد کې جوړېږي. د غړو هېوادونو په سرمشريزو غونډو کې ګډون کوي او په غونډه کې له ونډې سره سم هر غړی هيواد د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د مالي او تخنيکې همکاريو او همدارنګه د خپل هېواد د اقتصادي ستونزو او پرېکړه ليکونو په اړه خپل عمومي غونډې ته رپوټ ورکوي او په پای کې د ورکړل شوي رپوټ له مخې يو له بل سره د همکاريو د پراختيا په موخه د لارو چارو د موندلو په اړه لازم تصميمونه نيول کېږي.
داچې سيمه‌ييز سازمانونه په يوه ځانګړي جوړښت او جغرافيه کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ اقتصادي مسايل او اړيکې او راکړې- ورکړې رانغاړي او نن سبا دغو سازمانونو او د هغو شريک کار ښه پايله ورکړې، نو بيا ولې له يوې خوا حق ناحق نارې سورې وهي، چې موږ هڅه کوو د افغانستان اقتصاد وده او پراختيا وکړي او بېرته رغنيزې پروژې پلې شي، خو له بل لوري افغانستان ته د تېر په شان ياد سازمان د ګډون بلنه نه ورکوي!؟ که فکر وکړو افغانستان د اسيا په زړه کې د خپلو طبيعي او جغرافياوي ځانګړتياوو له مخې خاص دريځ لري او افغان خاوره جنوبي اسيا له مرکزي اسيا سره وصلوونکې نقطه ده، نو په کار ده، چې تر ټولو لومړی دې د ايکو سازمان غړي هېوادونه په ورين تندي افغانستان ته يو ځل بيا په ياد سازمان کې څوکۍ ځانګړې کړي، او وروسته دې خپلې مشروع ګټې وټې د افغانستان له برکته تر لاسه کړي او په پوره اخلاص او صداقت سره د افغانستان اقتصادي ودې ته پراختيا ورکړي او د بيا رغونې لپاره دې په ګډه له افغانانو سره همکاري زياته او د څه د پاسه څلوېښت کلونو کنډواله شوې سيمې ورغوي!

راشد آرين

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *