افغانستان

د افغانستان او ازبيکستان ترمنځ پربېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې

د بلخ په حیرتان بندر کې د افغانستان او ازبکستان هېواد اقتصادي مسوولینو او ګډ پلاوي د یوې غونډې په ترڅ کې د اقتصاد، ترانسپورټ، سوداګرۍ، او عامو وګړو ته د ویزو د ورکړو، د تېلو او ګازو ، د ډبرو سکرو د استخراجولو او یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې غونډه کې وویل:« د ټولو دولتي مسوولینو یوازنی هدف دا دی، چې په سرحودنو کې له ګاونديو هېوادونو سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړو، د اسلامي ۵مخ
امارت په راتګ سره د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره هرډول اسانتیاوې رامنځته شوي».عزیزي دغه راز زیاته کړه، چې د تېلو او ګازو استخراج به په راتلوونکي کال کې ۲ نیم زره ټنو ته ورسېږي، چې دا به د نورو کلونو په پرتله په ورځنۍ کچه ډېرلوړ معیار وي نوموړي د یادو ستونزو د حل لپاره د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.دغه راز عالیقدرامیرالمومنین حفظه الله د ټولو سرحدونو مسوولینو ته ځانګړې لارښونه کړې، چې له ګاونډيو هېوادونو سره هرډول اړیکې پیاوړې وساتي او ستونزو ته یې لومړيتوب ورکړي.د غونډې په پای کې د بلخ والي حاجي محمد یوسف وفا د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ګډ پلاوي له ټاکلوڅخه مننه وکړه، چې د اقتصاد، تجارت، ترانسپورټ، د ریل پټلۍ او یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو اړوند د ستونزو د حل لپاره لارې لټوي او یادو مسوولینو ته د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د تجارانو او پانګوالو د ستونزو د حل لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *