روغتیا

د افغانستان او ایران د روغتیا وزیرانو د ګډو روغتیايي همکاریو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد له خپل ایراني سیال ډاکټر عين الاهي سره
وکتل.
په دې کتنه کې چې په ایران کې د افغانستان لوی سفیر، مولوي فضل محمد حقاني هم ګډون کړی و، د دواړو لوريو ترمنځ په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ په بامیان کې د زړه ناروغانو ۲۰۰ بستریز اختصاصي روغتون، په کابل کې د سرطان د درملنې اختصاصي مرکز، په روغتیايي سکتور کې د روغتیايي پرسونل د روزنې، د افغان کډوالو د روغتیا او د سترګو د ناروغیو د درملنې په برخه کې پر همکاریو بحث او خبرې اترې وشوې د ایران د روغتیا وزیر، عین الاهي په G5 غونډه کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست له ګډون څخه مننه وکړه او دوه اړخیزه همکاري یې اړینه وبلله.
نوموړي وویل چې د بامیانو ۲۰۰ بستریز قلبي روغتون چارې تر ډېره بشپړې شوي او تجهیزات به یې هم ډېر ژر ور ولېږل شي.
الهي د ایران او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزو همکاریو ته په اشارې سره وویل چې اروپايي هېوادونو خپلو خلکو ته د اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره اروپايي اتحادیه رامنځته کړې، چې وګړي یې له ویزې پرته کولای شي سفر ترسره کړي.
سرچينې زياته کړه، چې موږ هم باید په سیمه کې د موجوده او یو شان دیني، فرهنګي او ژبني ارزښتونو پر بنسټ د روغتیا په برخه کې د هېوادونو ترمنځ اسانتیاوې رامنځته کړو.
په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست خپل ايراني سيال ته بلنه ورکړه چې کابل ته راشي؛ ترڅو د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *